CRI Online

د چين دونګ شيانګ قوم

cri     (GMT+08:00) 2017-02-08 20:21:01
دونګ شيانګ ٌ قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخه شميرل کيږی چه نفوس يې څه دپاسه درې لکه اويا زره تنه دی او په عمده توګه د چين د شمال لويديځ ګان سو ولايت د دونګ شيانګ قوم په خودمختاره ولسوالۍ او شاخوا څو ولسواليو کې اوسيږي.

دا قوم د ١٤ ميلادي پيړۍ په دوهمه نيمايي کې د ٌ شي شيا ٌ د سلطنت او د چين د شينجيانګ او منځنۍ أسيا له مسلمانانواو ځينو منګوليايانو څخه جوړشوی، څنګه چې دوی له اوږدې مودې راهيسې د ګان سو ولايت د دونګ شيانګ په ولسوالۍ او شاوخوا ځايونو کې ژوند کوي، نو قوم يی هم ٌ دونک شيانګ ٌ په نوم ياديږي٠

د ٌ دونګ شيانګ ٌ قوم خپله ژبه لري چه زيات لغتونه يې د مغولي ژبې سره يو شان او يا مشابه دي، خو د دې قوم خلک د چين د ملي ژبې له ليک دود څخه استفاده کوي٠

د ٌ دونګ شيانګ ٌ قوم خلکو کورونه ځانګړی انګړ لري او د انګړ ديوالونه يې درې متره لوړ وي او له خاورو څخه جوړ شوي وي. په انګړ کې خالې مځکه هم وي او عمومأ د انګړ په دواړو خواوو کې ودانۍ ولاړې وي چې تر ټولو ښه کوټه يې د کور د مشرانو لپاره وي٠

د دې قوم ښځې جالي لستوڼي لرونکي کالي او ښکلی لمنې اغوندي او هغه لوړ پونده لرونکي بوټونه په پښو کوي کوم چې تلي يې د لرګيو څخه جوړوي او پر مخ باندې يې ګلدوزي وي٠ نارينه يې غټ بالاپوش اغوندي او په ملا کمربند تړي او چاړه ترې ځوړندوي٠

د دې قوم خلک د ٌ هوا اړ ٌ په نامه د خوږو قومي سندرو له ويلو سره شوق لري٠ دغه راز د ٌ هوا اړ ٌ ويل د هلکانو او نجونو ترمنځ د احساساتو تبادلې او د عشق او مينې د څرګندولو ښه طريقه هم ده٠

د ٌ دونګ شياو ٌ خلک نه يوازې د اسلامي اخترونو نمانځنه کوي، بلکې د چين د زراعتي جنترۍ له مخې د هر کال د لومړې مياشتې پنځلسمه ورځ هم د دوی اختر دی٠ د دې اختر د شپې لخوا هلکان او ځوانان د مشعلونو په پورته کولو سره له کليو څخه وځي او د غرونو په کږو لارو کې منډی وهي،کله چې اور د شپې په هوا کې ښوريږي، نو ډيره ښکلې منظره جوړوي ٠ د دې قوم په روايت کې ويل کيږي چې د مشعلونو زياتوالی او سوروالی د دې کال د غنمو د ښو حاصلاتو څرګندويي کوي٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای