CRI Online

په بيجينګ ښار کې د ملي لږکيو د هستوګنې تر ټولو لويه سيمه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-01 20:56:55

نيوجيې واټ د بيجينګ ښار په جنوب کې واقع دی او ددې واټ شاوخوا سيمه په بيجينګ ښار کې د ملي لږکيو د هستوګنې تر ټولو لويه سيمه ده چې د هوي ، من ، مغول ، کوريا او اويغور په شمول درويشت قومونه پکې ميشته دي او نفوس يې له څلورپنځوسو زرو تنو څخه زيات دی . نيو جيې واټ زرکلن تاريخ لري، په تيره بيا د نيو جيې جومات نه يوازې په چين کې ، بلکې په نړۍ کې هم ډير شهرت لري چې ساختماني شکل يې چيني دی . خبريال د چين د قومي چارو د کميسيون په بلنه ددې واټ سيل وکړ او په خپلو سترګو يې په دې سيمه کې رامنځته شوې ځانګړې لاسته راوړنې وليدلې .

لومړۍ ځانګړې لاسته راوړنه دا ده چې په سيمه کې د علمي او تخنيکي تجربې اخيستلو يو مرکز شته چې پکې ډېر په زړه پورې علمي او تخنيکي نوښتونه ليدل کيږي ، مثلا يو ډول شته چې پوستکی نه لري ، خو په وهلو غږ پورته کوي، د غږ او يا د لېرې کنترول په وسيله د کور امنيتي سيستم او داسې نور . دغه مرکز په وړيا ډول د ځايي اوسيدونکو پرمخ خلاص وي. د نيو جيې واټ د مطبوعاتي وياند په وينا ماشومان او هم زاړه کسان دغه مرکز خوښوي .

پرته د عکس اخيستلو او د غلو په ضد د کور د امنيت ساتنې او د زړو کسانو د حساسو ناروغيو دتشخيص سيستم هم د اوسيدونکو لپاره استعمال شوی دی چې له امله يې په سيمه کې د غلاوو پېښې کمې شوې دي . دغه راز ددې سيمې هغه زاړه کسان چې عمرونه يې له اتياوو کلونو څخه زيات دي ، د ځانګړو کارتونو له کارولو څخه د کور خدمت ، درملنې ، د اوبلن ګاز د کارولو او حمام ګټه اخيستی شي . د نيو جيې وات د کاري کميټې منشي وانګ دو وي وويل چې موږ هيله من يو چې د دغو علمي او تخنيکي نوښتونو په وسيله د اوسيدونکو امنيت خوندي وساتو څو چې ددوي ژوند نور هم ښکلی شي .

د دې واټ دوهمه لاسته راوړنه دا ده چې په نيو جيې کې هر اوسيدونکی له زېږون څخه تر مړينې پورې له مناسبو خدمتونو څخه برخمن دی ، ځکه چې په نيو جيې کې د هوي قوم او نورو مسلمانانو لپاره ځانګړی روغتون ، وړکتون ، لومړی او منځنی ښوونځی شته ، دغه راز سوپرمارکيټونه، جومات ، زړکتون هم شته ، پرته له دې نه هغه اتاق هم شته چې خاورو ته د مړي سپارلو يو لړ مراسم پکې ترسره کيږي. د چون فن اوسيدونکې سيمې يو مسلمان اوسېدونکي ما شه جيې وايي چې زموږ د مسلمانانو ژوند په نيو جيې واټ کې ډېر ښه دی ، حتی د هر تن له زېږون څخه تر مرګ پورې ټولټال خدمتونه د حکومت لخوا ترسره کېږي.

د دوه زرم کال راهيسې په نيو جيې واټ کې ډير بدلونونه رامنځته شوي دي ، د بېلګې په توګه په دوه زره درېيم کال کې دغه تنګ واټ چې پخوا يوازې اوه اته متره پلن و ، خو اوس څلويښتو مترو ته پراخ شوی ، په دوه زره څلورم کال کې زاړه کورونه له منځه وړل شوي او نه زره کورنۍ نويو کورونو ته نقل شوې دي ، په همدې کال کې په واټ کې نوې ډاکخانه جوړه شوې ، د دوه زره اووم کال د مۍ په مياشت کې د مسلمانانو لپاره يو زړکتون جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی، په دوه زره اتم کال کې د ښاري سيمې حکومت د نهو مليونو يوانو په وسيله چې له يو نيم مليون ډالرو سره برابر دي، د تدفين مراسم ياد اتاق پراخ کړی دی.

نن ورځ اسلامي رستورانتونه او نور د مسلمانانو لپاره خاص پلورنځي د واټ په دواړو غاړو کې پراته دي ، نو اوسيدونکي داسې وايي چې زموږ نيو جيې واټ په رښتيا نوی او ښه شوی دی.

په نيو جيې واټ کې تر لاسه شوې دريمه لاسته راوړنه دا ده چې د اوسيدونکو روحاني څيره ښه شوې ده چې دا رښتينې لاسته راوړنه ده .

د نيوجيې واټ له څلورپنځوسو زرو تنو اوسېدونکو څخه درويشت سلنه د هوي قوم مسلمانان دي او د هستوګنې په ځينو سيمو کې د هوي قوم وګړو تناسب له شپېتې سلنې څخه هم اوړي .

د يادولو وړ ده چې د لسګونو کلونو راهيسې په نيو جيې کې هيڅ مذهبي او قومي پېښه نه ده رامنځته شوې ، علت يې دا دی چې اوسېدونکي يو د بل قوم د ځانګړو عادتونو او مذهبي عقيدو درناوی کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای