CRI Online

د چين د ملي او اويغوري ژبو کورس

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 20:49:54

محترمو اورېدونکو ، د پروګرام په دې لړ کې به د شينجيانګ اورمچي د اورګاډي پټلۍ د ادارې په اړه د کاشغر په ستيشن کې د چين د ملي او اويغوري ژبو کورس نوښتګرې ايګا مالي اودي په هکله کيسه واورئ

له کاشغر څخه تر هامي پورې اورګاډی به ژر وخوځيږي ، خو په ستيشن کې يوه ښځه چې ايملي نومېږي او په غيږې کې يې ماشوم ونيوه ، ډيره خپه شوه ، ځکه چې بې سواده ايملي د کاشغر د قشقه ولسوالۍ له يوه کلي څخه راغلې او غوښتل يې چې له خپل مشر ورور سره د ليدنې لپاره د اورګاډي په وسيله هامي ته لاړه شي ، دا د څلويښتو کلونو راهيسې له خپل ټاټوبي څخه د دې لومړنۍ وتنه وه .

د مسافرينو مرکز مرستياله چې ايګامالي اودې نومېږي ، دا حالت وليد او سمدستي د ايملي خوا ته ورغله او ددې ټکټ يې وکوت او د ټکټ ليدلو ځاي ته يې ورسوله .

د ايګامالي اعوت په وينا د کاشغر په ستيشن کې په سلو کې نوي مسافرين اويغوريان دي او په دوي کې اکثرا بې سواده کليوال وي ، نو نه پوهېږي چې د اورګاډو د حرکت وختونه د اشارې په تخته باندې ليکل شوي دي .ايګامالي د خپلو شلو کلنو تجربو له مخې په ستيشن کې داسې مسافرين ښه پېژندلی او تشخيص کولی شي .

ايګامالي چې نولس کلنه وه ، د اورمچي د اورګاډي پټلۍ له فني ښوونځي څخه فارغه شوې او د خپل پلار په شان د اورګاډي پټلۍ د ادارې لخوا وګومارل شوه . په نولس سوه نهه نويم کال کې د کاشغر د اورګاډي ستيشن جوړ شو او له خپل ټاټوبي څخه لېرې کاشغر ته لاړه او هلته يې واده هم وکړ .

په تېرو شلو کلونو کې ايګامالي د زړه له کومې له مسافرينو سره ښه خدمتونه کړي او مسافرين يې خپل دوستان او خپلوان بللي او بولي يې .

څو کاله مخکې يوه ورځ د مسافرينو د انتظار کوټې ته د هان قوم يو سپين ږيري ننوت او د کوټې په کونج کې د ناارامۍ په حال کې ناست و، ايګامالي په عمدي توګه په ملي ژبه ترې تپوس وکړ او پوه شوه چې سپين ږيري له خپل زوي سره ناندرۍ وکړه او و يې غوښتل چې اورمچي کې د خپلې لور کور ته لاړ شي . ايګامالي په حوصلې سره ور ته لارښوونه وکړه او د ده لپاره يې خوراک او اوبه هم واخيستلې او د ده د استوګنې سيمې ته يې تليفون وکړ چې په پاي کې زوي او نږور يې خپل پلار کور ته بوتلل . د سپين ږيري نږور د ايګامالي لاس ټينګ ونيوه او ډيره مننه يې ترې وکړه .

له وروستيو کلونو راهيسې له کاشغر څخه هره ورځ اووه اورګاډي حرکت کوي چې پخوا يوازې دوه اورګاډي خوځېدل چې له امله يې مسافرين هم له دوو زرو نه تر څلورو زرو پورې زياتېږي او د پسرلي اختر په موده کې حتی هره ورځ د مسافرينو شمېر اووه زرو تنو ته رسېږي.

د مسافرينو د زياتوالي سره سم د مسافرينو د خدمتونو اړتياوې هم زياتېږي . د ايګامالي په اند د مسافرينو د اړتياوو پوره کولو لپاره بايد لومړی د ژبو په هکله د مسافرينو ستونزې لېرې شي . په بله ژبه پرته د ملي لږکيو کارکوونکو نه نور کارکوونکي هم بايد په اويغوري ژبه تسلط ولري . نو ايګامالي په ستيشن کې د ملي او اويغوري ژبو د زده کړې کورس جوړ کړ او هره ورځ سهار او ماسپښين يې کارکوونکو ته يو ساعت اويغوري ژبه ورزده کوله چې د دې د کوششونو په نتيجه کې د ستيشن ټول کارکوونکي پرته د چين د ملي ژبې نه په اويغوري ژبه هم د مسافرينو خدمت کولی او ستونزو حل کې مرسته کولی شي .

د مسافرينو د خدمت او دنده کې د زياتو بوختياوو له امله ايګامالي خپل زوي او لور ته ښه او لازمه پاملرنه و نه شوای کړای او مشر زوي يې د زده کړې لپاره هامي ته وليږه او لور يې د وريندارې په کور کې اوسيږي او يوازې غرمه مهال خپلې لور ته زنګ وهي. ايګامالي هميشه وايي چې زما پلار په شينجيانګ کې د بخار اورګاډي لومړی اويغوري چلوونکی و او د ماشومتوب له مودې نه پوهېدم چې د اورګاډي په پټلۍ کې کارونه ډير ستړی کوونکي دي، څوک چې دا کاري جامې واغوندي ، بايد بيا خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای