CRI Online

د نړۍ په بام کې جومات

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 18:45:24

ژکځه ښار د تبت په جنوب کې پروت دی، دا د تبت دوهم لوی ښار دی . ټولو ته داسې مالومه ده چې ښايي ټول تبتيان په تبتي بوديزم عقيده لري، خو داسې نه ده د ژکځه ښار په يوه ګوښه کوڅه کې يو جومات شته او په ژکځه کې چې له سمندري سطحې څخه درې زره اته سوه متره جګوالی لري او د بودايي کولتور د ځانګړي ښکلي باغ په نوم هم ياديږي، دلته اذان هم اورېدل کېږي. ياد جومات د کوڅې په لويديځ کې واقع دی او اوسپنيزه دروازه يې مستطيله بڼه او شين رنګ لري، خبره دا ده چې دا جومات د نړۍ د نورو جوماتونو غوندې دی، يوازينی فرق يې د عمده ودانۍ شکل د تبت ساختماني شکل دی. د تالار مساحت يې درې سوه شل متره مربع دی او په انګړ کې ونې او ګلان ليدل کيږي .

د ځايي قومي چارو د کميسيون مشر ابوباګه په وينا دغه جومات د پخواني جومات په ځاي ترميم شوی او د ترميمولو پروژه يې په دوه زره لومړي کال کې بشپړه شوې، خو د جومات د جوړېدو واقعي وخت د څېړنې وړ دی . د هغه سند له مخې چې ژکځه سيمه کې ساتل شوی او محتويات يې د چين د مرکزي حکومت لخوا د تبت د اداره کولو له تاريخ سره تړاو لري، نوموړی جومات د ديارلس سوه درې څلويښتم کال په اپريل مياشت کې جوړ شوی ، خو په جومات کې په ساتل شوې يوې لوحې باندې داسې ليکل شوي چې نوموړی جومات د څوارلس سوه اوه څلويښتم کال په اپريل مياشت کې جوړ شوی، د نينګ شا پوهنتون د استاذ جو چيان بين په اند دغه جومات په اوولسمه پيړۍ کې جوړ شوی. په لاسا او ژکځه کې د اوسيدونکو تبتي مسلمانانو د سرچينې او په څوارلسمه پيړۍ کې تبت ته نژدې بالتيستان او ګلګت کې د اسلامي کيدو بهير او د ژکځه د خاص جغرافيايي موقيعت له نظره مسلمانان لاپه څوارلسمه پيړۍ کې ژکځه ته په کډه راغللي وو .

تر اوسه پورې د دې جومات په شاوخوا کې د ديارلسو کورنيو په شمول اته څلويښت تنه مسلمانان اوسيږي او ټول د ابوباګه په کورنۍ پورې اړه لري . د جومات دوه ملايان چې يو يې عبدوژما او بل يې عثمانيي نوميږي. عبدوژما د ابوباګه تروزی او عثمانيي د ابوباګه کشر ورور دي د ابوباګه نيکه د ژکځه جومات ملا و او د تبت په هکله هغه سند کې چې په اتلس سوه شپږ اتيايم کال کې چاپ شوی، ليکل شوي چې کشميريان مسلمانان دي، د دوي ونه جګه او اوږدې ږېرې لري، او اکثره خلک يې په سوداګرۍ لګيا دي او د تبت په هر ځای کې ميشته دي. د ابوباګه په وينا د ده نيکه د څکځه د مذهبي چارو مشر و او د ځايي مسلمانانو او تبتيانو لپاره ډېر داحترام وړ دی. د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د تابعيت د پيژندلو په وخت کې د ابوباګه کورنۍ غړو د مشورې سره سم د ابوباګه نيکه پاتې شو او د جومات د امامت دنده يې په غاړه درلوده او بل نيکه يعنې د ابوباګه مور او پلار او نور مسلمانان بيرته کشمير ته لاړل او کور او نور جايدادونه يې د ابوباګه نيکه ته ورکړل څو چې د نيکه ګانو قبرونه يې وساتل شي او ښايي چې دوي بيا ژکځه ته راستانه شي

د ابوباګه په وينا د جومات په شاوخوا کې روان مسلمانان د اوو اتو زرو په شاوخوا کې دي چې د جمعې په ورځ کې د لمونځ کوونکو شمېر له شپېتو اوياو تنو څخه تر څلورو يا پنځو سوو تنو پورې رسيږي ، خو په کوچني اختر کې له زرو او په لوي اختر کې له يو زرو درېيو سوو څخه هم زياتېږي چې دوي عموماسوداګر او کسبګر دي ، جومات ته د تګ په لاره کې ډير اسلامي رستورانتونه ليدل کيږي او د غره په لمن کې له شپېتو څخه زيات قبرونه هم شته.

ژکځه د تبت يو سياسي ، مذهبي او کولتوري مرکز و او تبتي بوديزم په کې د يوې مودې لپاره اباد شوی و او د ساجا فرقې په هڅونه چې په دې سيمه او حتی چينهاي ،ګانسو او داخلي مغولستان کې ډيره غښتلې وه ، د يوان په سلسله کې چې له ١٢٧١٠څخه تر ١٣٦٨ کال پورې وه ، تبت په رسمي توګه د چين په نقشه کې شامل شو. سره له دې چې ژکځه جومات لوی جومات نه دی ، خو ددې جومات شتون ډير اهميت لري ځکه چې موږ په يوه سيمه کې د دوو مذهبونو ترمنځ او په يو هېواد کې قومي او مذهبي هماهنګي ليدلی شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای