CRI Online

هيله لرم چې تر تقاعد وروسته بېرته شينجيانګ ته لاړ شم

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:42:13

٤٨ کلن پرحد قيوم له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، زه د اويغوري قوم يم او په شينجيانګ کې زېږېدلی او لوی شوی. شينجيانګ زما ټاټوبی دی او زه له خپل وطن چين سره هم ډېره مينه لرم. دلته هره ورځ بدلونونه رامنځته کېږي او د هېواد د پرمختګ سرعت ډېر ګړندی دی، نو د خلکو لپاره فرصتونه هم زيات دي. سره له دې چې ما ته له هېواد څخه بهر د ژوند کولو شرايط هم شته، خو فکر کوم چې زما اوسني برياليتوبونه او د ژوند ښه شرايط ټولټال د هېواد په ښه چاپېريال او غوره زمينه کې تر لاسه شوي، نو هيله من يم چې په دوامداره توګه په هېواد کې خپل توان وکاروم او خپل ارزښت عملي کړم.

پرحد قيوم وويل، کله چې ۱۸ کلن وم، د لومړي ځل لپاره له شينجيانګ څخه ووتم. هغه وخت د شان شي ولايت د مرکز شي ان ښار په يو پوهنتون کې شامل شوم، څلور کاله وروسته له پوهنتون څخه تر فارعېدو وروسته په شينجيانګ پوهنتون کې د انګليسي ژبې ښوونکی شوم. بيا څو کاله وروسته، په هېواد کې د سوداګرۍ څپه پورته شوه، نو له خپلې دندې څخه مې استعفا وکړه او د يوې مودې لپاره مې د جرمنې ژبې په زده کولو پيل وکړ، ور پسې په يوه تصدۍ کې چې د نړۍ په ٥٠٠ لويو تصديو کې شامله ده، وګمارل شوم اوس په عمده توګه د چين او جرمني ترمنځ د اورګاډي په وسيله د مالونو د حمل و نقل پلان د ټاکلو او پلي کولو دنده په غاړه لرم او تر اوسه پورې په همدې تصدۍ کې کار کوم.

د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې او ابادۍ په اړه وړانديز چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، زموږ کارونو ته يې زمينه برابره کړې او ډېرو تصديو د دې تګلارې له پلي کولو څخه ګټې اخيستې دي.

کله چې زما لور دوه کلنه وه، زه له شينجيانګ څخه ووتم او د هېواد په مرکزي سيمه کې مې کار کولو. ما غوښتل چې لور مې له ما سره يو ځای ژوند وکړي او د دې لپاره مې ډېرې هڅې کړې دي. څرنګه چې ما يوازې په شانګهاي کې کار کولو او د دايمي استوګنې کارت مې نه درلوده، نو زما لور فقط د شانګهای په شخصي ښوونځي کې زده کړه کولای شوه، بيا مې فکر وکړ چې د استوګنې کارت په اخيستلو سره زما لور د زده کړې ستونزه حل کېدای شي. ټول سندونه مې تيار کړل، خو کله چې اړوند کارکوونکی پوه شو چې موږ اويغوريان يو ، نو د دوی غوښتنې بيا بدلې شوې ، پوه شوم چې په شينجيانګ کې ښوونيزه کچه د هېواد له نورو سيمو په تېره بيا له شانګهاي سره برابره نه ده ، که لور مې د شانګهاي په ښوونځي کې درس ولولي ، ډيرې ستونزې به رامنځته شي ، دغه راز د هېواد د ښوونيزې تګلارې له مخې اجباري ښوونه بايد په خپل ټاټوبي کې ترسره شي .خو غواړم چې لور مې ښه ښوونيز شرايط تر لاسه کړي، نو کله چې هغه له منځني ښوونځي څخه فارغه شوه، له هېواد څخه بهر ته وليږدول شوه. اوس زما لور په بهرني هېواد کې زده کړه کوي او زما مېرمن له دې سره د ملګرتيا لپاره هم تللې ده . زما اوسنی تر ټولو لويه هيله دا ده چې زما د کورنۍ ټول غړي سره يو ځای ژوند وکړي.

زه د هېواد د ځينو تګلارو په اړه پوهاوی لرم، باور لرم چې په راتلونکی کې به د هېواد د پرمختګ زمينه لا نوره ښه شي. کله چې تقاعد شم، زه به بيرته شينجيانګ ته لاړ شم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای