CRI Online

په عربي متحده اماراتو کې د شينجيانګ د سوداګريزې ټولنې او هېوادوالو ټولنې له مشر ابرايتي سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:41:08

په عربي متحده اماراتو کې د شينجيانګ د سوداګريزې ټولنې او هېوادوالو ټولنې مشر ابرايتي څو ورځې مخکې د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، کله چې زموږ د هېواد اقتصادي ځواک پياوړی شوی، نو په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د شينجيانګي هېوادوالو شخصي کارونه به ښه پرمختګ ومومي. زموږ ټولنه به د هېواد او هېوادوالانو تر منځ د پل په توګه رول ولوبوي او له خپل هېواد او وطن سره د چيني ملي لږکيو مينه به وښيي. موږ به د چيني الاصله بهرنيانو لپاره د يوه ځانګړتيا، اغېزه او نمونوي نښه لرونکې ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړو.

ابرايتي وويل، څه دپاسه دېرش کاله مخکې د شينجيانګي الاصله لومړې ډله عربي متحده اماراتو ته ورسېدله چې زياتره يې زده کوونکي او محصلين وو. ور پسې د سوداګرو شمېر زيات شوی. اوس څه دپاسه اوه زره شينجيانګي الاصله په دې هېواد کې ژوند کوي. له دې امله چې ځينې يې د چين په ملي ژبه نه پوهېږي، نو په عربي متحده اماراتو کې د چين په سفارت او يا کونسلګرۍ کې د پاسپورټ د بدلو په شمول د ځينو چارو د اچولو په ترڅ کې له ستونزو سره مخ وي. ابرايتي کله نا کله له دوي سره مرستې کړې او کوې يې. د دغو پېښو شمېر په زياتېدو سره هغه احساس کړی چې بايد يوه اړونده ټولنه جوړه کړي چې له هموطنوانو سره مرسته وکړي.

په عربي متحده اماراتو کې د چين د سفارت په ملاتړ او مرستو سره، په دې هېواد کې د شينجيانګ سوداګريزه ټولنه او هېوادوالو ټولنه د ٢٠١٦ کال د مارچ په درېيمه نېټه جوړه شوه. له يو کال راهيسې، د سوداګريزې ټولنې پيمانه په پر له پسې توګه زياته شوې او اوس يې د غړو شمېر کابو ١٥٠ دی.

څو ورځې مخکې په عربي متحده اماراتو کې د چين عمومي کونسلې لي لينګ بينګ په عمومي کونسلګري کې د يادې سوداګريزې ټولنې او هېوادوالو ټولنې د شورا غړو ته د موظف سند د ورکولو مراسم ترسره کړل. مېرمن لي لينګ بينګ وويل، دغه ټولنه په عربي متحده اماراتو کې لومړې دغه شان ټولنه ده چې د شينجيانګ د ملي لږکيو وګړيو په عمده برخه جوړه شوې او مقصد يې له خپل هېواد او وطن سره مينه څرګندول دي. د دغه شان ټولنې ساری په ګرده نړۍ کې لږ ليدل کېږي. نو دغه ټولنه نه يوازې په عربي متحده اماراتو کې د چيني الاصله بهرنيانو سازمان د جوړېدو لپاره ځانګړی ارزښت لري، بلکې په نورو هېوادونو کې له خپل هېواد سره د مينې څرګندولو په اړه د شينجيانګي الاصله بهرنيانو سازمان د جوړېدو لپاره نمونوي رول لري. يادې ټولنې د چين او عربي متحده اماراتو د مشرانو تر منځ د تګ راتګ او د کلتوري تبادلې د هڅولو او د چيني الاصله بهرنيانو تر منځ د يووالي د پياوړتيا په برخو کې ډېر اغېزمن کارونه ترسره کړي چې د چين سفارت په شمول د ځينو ارګانونو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړې ده.

ابرايتي وويل، اوس د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو تګلارې په رڼا کې په عربي متحده اماراتو کې د شينجيانګي الاصله بهرنيانو له خپل وطن سره د ګډ پرمختګ لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. د مثال په توګه، په دې وروستيو کلونو کې د سيلانۍ چارو په برخه کې د دواړو خواوو تر منځ همکاري پياوړې شوې، د عربي متحده اماراتو ته د شينجيانګي سيلانيانو شمېر په دوامداره توګه زيات شوی او د دوبۍ او ارومچي تر منځ پرواز کله نا کله له مسافرينو څخه ډک وي. د شينجيانګ سيلانيانو او سوداګرو په دوبۍ کې خپلې خيالي منظرې پراخې کړي او پرانيستنه او احاطه کوونکې نړيواله فضا يې پېژندلې او د اقتصادي پرمختګ عصري تجربې يې زده کړي. بله خوا، شينجيانګ هم د عربي متحده اماراتو دوستانو ته بلنه ورکوي چې له شينجيانګ څخه ليدنه کتنه وکړي چې د شينجيانګ سوداګريز چاپېريال او ځايي دودونه وګوري او په عين وخت کې به د شينجيانګ د مذهبي تګلارو په اړه د لوېديځو هېوادونو د خبري رسنيو ناسمې خپرونې تعديل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای