CRI Online

د اروموچي ښار د جنوبي جيه فانګ واټ په اوږدو کې د پرتو جوماتونو په هکله معلومات

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 10:41:42

د شينجيانګ په اروموچي ښار کې د جنوبي جيه فانګ واټ په اوږدو کې يوويشت لرغوني جوماتونه پراته دي.

جنوبي جيه فانګ واټ يو زرو څلور سوه شپږ اتيا متره اوږدوالی لري. د دې واټ په اوږدو کې نه يوازې نامتو نړيوال بازار او زياتې لويې مغازې پرتې دي ، بلکې څو ډوله مذهبي ډګرونه په همغږۍ توګه موجود دي، نو د دې واټ شاوخوا سيمه په اروموچي ښار کې يوه اباده او سمسوره سوداګريزه او کلتوري سيمه بلل کيږي.

د دې واټ نوم جيه فانګ دی چې معنا يې په چيني ژبه ازادي ده، ځکه چې په ۱۹۴۹ ملادي کال کې شينجيانګ په سوله ييزه توګه ازاد شو او په ۱۹۵۰ ملادي کال کې دغه واټ ازادي واټ يعنې په چيني ژبه جيه فانګ واټ ونومول شو.د جيه فانګ واټ په شاوخوا کې ډېر جوماتونه او کليساوې هم پرتې دي چې د څو ډولو کلتورونو ترې څرګنديږي.

له دغو جوماتونو څخه ځيني جوماتونه د حوي قوم مسلمانانو لخوا جوړ شوي چې ساختماني بڼه يې د چين په قديمي شکل پورې اړه لري، يعنې لوی تالار يې د خښتو او لرګيو په وسيله جوړ شوی او په لعابي اجرو ښکلی شوی چې زياتره يې دوه سوه کاله مخکې جوړ شوي دي. د بېلګې په توګه د شانشي لوی جومات په اروموچي ښار کې د حوي قوم تر ټولو لوی جومات دی ، دغه جومات په ۱۷۰۰ کال کې د حوي قوم د هغو وګړو لخوا جوړ شوی چې د چين د ګان سو، شانشي، نینګ شيا او چينګ های ولايتونو څخه د پولو دفاع یا د وخت حکومت پر ضد قيام د ناکامۍ او یا د سختوناورينونو له امله په کډه راغلي دي.

ځيني جوماتونه اويغوري قوم پورې اړوند دي او له دغو جوماتونو څخه تر ټولو مشهور جومات د ار داو چياو په نوم ياديږي. د ار داو چياو جومات اصلي نوم تورفان جومات دی او د نړيوال لوي بازار د جوړيدو له امله ار داو چياو ته نقل شوی دی. څرنګه چې د غه جومات د نړيوال بازار يوه برخه ده، نو ساختماني بڼه يې په اويغوري ساختماني شکل پورې اړه لري چې لومړی پوړ کې يې مغازې دې او د اويغوري قوم د زينت الات، موسيقي الات او د شينجيانګ ځانګړي شيان او له منځنئ اسيا او عربي هېوادونو څخه وارد شوې غالۍ او دسمالونه پکې پلورل کيږي.

د حوي او اويغوري قومونو جوماتونو نه پرته د سالا او تاتار قومونو جوماتونه هم د جيه فانګ واټ په غاړو کې پراته دي . د سالا قوم جومات په ۱۸۶۵ کال کې د خښتو اړ لرګيو په وسيله جوړ او په ۱۹۴۰ کال او ۲۰۰۲ کال کې دوه ځلې ترميم شوی دی. د تاتار قوم جومات يو سلو شل کاله مخکې جوړ شوی او مساحت يې دريو زرو مترو مربع ته رسيدلی او د لمونځ تالار يې اته سوه متره مربع پراخوالی لري چې زر تنه پکې ځايږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای