CRI Online

د جانګ جيا چوان د حوي قوم دوديز باغ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 18:05:45

جانګ جيا چوان د هوي قوم د يوې خپلواکې ولسوالۍ په توګه د چين په شمال لويديځ ګان سو ولايت کې واقع ده او په ۱۹۵۳ کال کې جوړه شوې ده ، دلته د حوي قوم وګړو شمېر د دې قوم د نورو ولسواليو په پر تله زيات دی. نن ورځ د دغه ولسوالي په داسې ولسوالۍ بدله شوې چې ځلانده اسلامي کلتور او د حوي او د چين لومړي لوي هان قومونو ترمنځ د نږدې اړيکو همغږي پکې ليدل کيږي.

د جانګ جيا چوان د هوي قوم دوديز باغ د ولسوالۍ په مرکز د يوه واټ په اړخ کې پروت دی او مخامخ يې د ولسوالۍ سپورتي مرکز دی. دغه باغ څوارلس هکتاره ځمکه نيسي او نږدې د ځلورو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی او داسې يوازينی باغ دی چې پکې ځايي تاريخ، اسلامي کلتور، قومي دودونه او د سيل ځايونه ترسترګو کيږي. خو ځو کاله دمخه هلته د سيند په غاړه بيابانو. په دې باغ کې تر ټولو لويه وداني يوه سپينه وداني ده چې هم يو ښکلی جومات لري او هم د اسلامي کلتور د څېړنې او تبادلې مرکز دی. دغه وداني د عربي او چيني ساختمان په بڼه جوړه شوې چې د لمونځ کولو لپاره لوی تالار ، حمام او نور لازم ځايونه پکې شته. د لمونځ کولو لوی تالار درې پوړونه لري چې عمومي مساحت يې شپږ زره محراب او يو موزيم دی او دوهم او درېيم پوړ يې د لمونځ کولو ځايونه دي چې په يو وخت يو نيم زر کسان ځايږي . موزيم د تاريخ، قومي دودونو، پرمختيايي لاسته راوړنو په شمړل شپږو برخو ويشل شوی چې پکې د حوي قوم وګړو د ژواندنه دودونه او عادتونه ، د لرغون پېژندنې په هکله کيندل شوي اثار او اسلامی خواړه ليدل کيږي. ياد مرکز د دې باغ مرکزي وداني ده او د باغ دوه برخې بيلوي چې ختيځ يې اسلامي کلتور د نندارې سيمه ده. په دې سيمه کې د ګدام ولو چمن ، قران په بڼه انځور د پنځو لموځونو د وخت ساعت، د لوښې انځور او يو جهيل پراته دي. د جومات مخامخ یو داسې انځور تر سترګو کيږي چې بڼه يې د قران پرانيستي کتاب په څېر ده. هرکله چې جومات ته ننوځې، د لوښې ښکلی انځور دې تر سترګو کيږي. د قران کتاب انځور شمال خوا ته يو لوی ميسي لوښې پروت دی چې شپږ متره جګوالی لري.

د انځور جنوب ته د پنځو لمونځونو د مالومولو ساعت شته او ستونه يې د پنځو لمونځونو دقيق وختونه ټاکي. د ساعت تر شا يو جهيل شته چې د رحمان په نوم نوميږي او د اوبو مساحت يې شپږ زره اته سوه متره مربع دی او د خدای د رحمت او د مسلمانانو د مهربانۍروحيې څرګندويي کوي. د جهيل په غاړه د کوچنۍ لارې سره سم د عيد لمونځ ادا کولو ډګر ته رسيږې او دغه ډګر ته نږدې يو دهليز پروت دی چې سيلانيان د اسلام د مقدس دين تاريخ او جانګ جيا چوان ته د دې دين د خپرېدو جريان او په جانګ جيا چوان کې د حوي قوم مسلمانانو د راغونډېدو په هکله معلومات لاسته راوړلی شي.

د اسلامي کلتور د نندارې سيمې له سيل وروسته د باغ جنوب ته رسيدای شي چې په دې سيمه کې د حوي قوم کلتور د نندارې ناحيه ده او په دې ناحيه کې د هلال په بڼه يو انځور ، يو کلتوري ديوال او د نامتو او قهرمانو مسلمانانو د معرفي کولو دهليز شته. د بېلګې په توګه د هلال په بڼه انځور شپاړس اعشاريه نهه متره يې بنسټ او يو اعشاريه پنځه اتيا متره جګوالی لري چې د ايندې او راتلونکي نښه ده. پر کلتوري ديوال د اسلامي کلتوري مرکزي ارزښتونو او د حوي قوم دوه دستور په هکله عکسونه او انځورونه ځواړنده دي.

په هېواد کې د حوي قوم دودونو او اسلامي کلتور د يو ځايښت په توګه دغه دوديز باغ د خطاطۍ هنر، کتيبو، ديوالونو، عکسونو او انځورونو او حکاکي شويو ډبرو په وسيله د چين د حوي قوم ښکلی او لرغوني کلتور او اسلامي ارزښتونه انځور شوي دي. لنډه دا چې دغه باغ له وطن او دين سره د مينې او د اسلامي کلتور د خپرولو او هم د وګړو د سيل ځای دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای