CRI Online

د کيک د مشهور مارک د جوړولو لپارهد دونګ شيانګ قوم د نجلۍ ما مۍ هيله

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 18:48:33

دونګ شيانګ قوم د چين له ۵۶ قومونو څخه یو دی او وګړي يې په اسلامي دين عقيده لري او نفوس يې کم دی. د دونګ شيانګ قوم يوه نجلۍ چې مامۍ نوميږي او د چين د ګان سو ولايت د لين شيا په سيمه کې اوسيږي. نجلۍ مامۍ په ۲۰۰۹ کال کې له کالج څخه فارغه او د جيانګ نان پوهنتون د حقوقو په څانګه کې شامله شوه.، خو له خپلې تحصصي موضوع سره يې زياته مينه نه درلوده، برعکس يې د زده کړې په فارغ وخت کې په قهره خانه کې د کار په وخت کې د قهوې تيارولو او کيک جوړولو سره کار پر مخ وړه، نو د کيک جوړولو په هکله يې زيات کتابونه ولوستل او د کيک او نورو شيرينجاتو د جوړولو لارې چارې يې په ازمويښتي ډول ترسره کړې چې په نتيجه کې يوه متخصصه پخوونکې شوه، له پوهنتونه تر فراغت وروسته يې د نانجينګ ښار په يوه قهره خانه کې کار پيدا کړ او په څلورو مياشتو کې دننه د قهره خانې د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د مامي په وينا په پوهنتون کې د څلورو کلونو په تېرېدو سره په دې پوه شوې چې بايد خپل هغه کار ترسره کړي چې زياته مينه ورسره لري.

د ۲۰۱۵ کال په اپريل کې د اپي قيتې په نوم د فرانسې د يو نړیوال پوهنتوځي لومړي څانګه د چين په شانګهاي کې پرانيستل شوه . نوموړی پوهنځی په ۱۸۹۵ کال کې په پاريس کې جوړ شو او وروسته بيا د شلو هېوادونو په مشهورو ښارونو لکه لندن، مادريد، توکیو، سيول او سيډني کې ۳۵پوهنڅي جوړ شول چې پکې د نامتو فرانسوي خوړو، شيرينجاتو د پخولو لارې چارې او د اشپزۍ هنر زد ه کوونکو ته ور زده کوي او هر کال له سلو هېوادونو څخه ۲۰۰۰۰ زده کوونکي مني.

د ياد خبر په اوريدو سره مامۍ ډېره خوشاله شوه او له قهره خانې څخه يې ژر استعفا وکړه. د همدې کال په جولای کې مامۍ د ياد ښوونځي لخوا ومنل شوه او د نهو مياشتو د کوښښونو له برکته د فرانسوي کيک او شيرينجاتو د جوړولو ځانګړې روزنه ومنله او په بريالۍ توګه فارغه شوه. دې وويل، چې د فرانسوي کيک او نورو شيرينجاتو د تيارولو لپاره نه يوازې اړوه او هګۍ په کار دي، بلکې د جوړونکو مهارت او وړتيا هم ډېره مهمه ده.

له دې ښوونځي څخه تر فراغت وروسته مامۍ او ميړه يې خپل ټاټوبي ته ستانه شول او د ګانسو ولايت په مرکز لان جو ښار کې يې د فرانسوي کيک مغازه پرانيستله چې په قهره خانه کې د خپلو کاري تجربو او تخصصي پوهې له لارې د دوي لخوا جوړ کيکونه او خدمتونه د مشتريانو ډېر خوښ شول او د دوي مغازه هم مشهوره شوه. اوس پرته د ځايي مشتريانو نه، د هېواد د نورو ځايونو لکه شانګهای، شي ان او بېجينګ مشتريان هم د انټرنيټ په وسيله د کيکونو فرمايش ورکوي. د کار په فارغ وخت کې مامۍ د خپل قوم د کيکونو مثلا په غوړيو کې د سرو شويو خوړو د جوړولو لپاره د اچول شوې بورې او غوړيو څېړنه کوي. البته نوښت او بندلون هره ورځ د کيک او نورو شيرينجاتو د جوړولو په ترڅ کې پيدا کيږي. مامۍ وايي، زه هميشه هيله لرم چې د خوړو جوړولو په هکله بدلونه رامنځته کړم حتی که لږ هم وي. نن ورځ د مامۍ هيله پوره شوه. مامۍ وايي، چې لويديځ هېوادونه د کيک سرچينه ده، خو نن ورځ جاپاني کيکونه د مشتريانو خوښيږي،علت يې دا دی چې په کيک کې د جاچان غذايي محصولات پيدا کيږي او غړاړم چې د کيک او نورو شيرينجاتو د جوړولو په ترڅ کې داسې محصولات چې د روغتيا لپاره ګټور دي، واچوم څو چې د چيني ځانګړتيا لرونکي کيکونه او شيرينجات مشتريانو ته برابر شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای