CRI Online

د چين د دولتي شورا د اطلاعاتو دفتر د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-26 15:48:49

د جون په لومړۍ نيټه د چين د دولتي شورا د اطلاعاتو دفتر د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ سپين کتاب خپور کړ.

په سپين کتاب کې د سياسي، اقتصادي، کلتوري حقونو، د اتباعو حقونو او د مذهبي عقيدې په شمول نهه برخې شاملې دي. د بشري حقونو پوره عملي کول د انسانانو د اوږدې مودې هيله ده او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو په ګډون د ټولو چينايانو مبارزاتی موخه هم ده. په ۱۹۵۵ کال کې شينجيانګ کې د قومي خودمختاريت نظام پلی شوی و چې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړيو د حقوقو ضمانت پکې شوی و. په ۱۹۷۸ کال کې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له غوره کولو وروسته، د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يوې نوې تاريخي زمانې ته رسېدلی او د بېلا بېلو قومونو خلکو د بشري حقونو د ضمانت سويه په پرله پسې توګه لوړه شوې ده.

په وروستيو کلونو کې د چين مرکزي حکومت د ګوندی او دولتي چارو د ابادۍ د عمومي حالاتو په نظر کې نيولو سره د شينجيانګ د ادارې تدبيرونه او طريقې په مداومه توګه پرمختګ او ښه والی کړی، د ټولنيز ثبات او دايمي ارامتيا ساتنه يې د شينجيانګ په اړه د کارونو د عمومي موخې په توګه ټاکلې او له قانون سره سم يې د شينجيانګ پر ادارې او د بېلا بېلو قومونو د وګړيو پر يووالي يې ټينګار کړی. د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په کارونو کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو د مساوت ګډون او د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د دوی د ګټې اخيستنې يې تامين کړی دی . نو په شينجيانګ کې د بشري حقونو د تضمين چارو په دوامداره توګه نوی پرمختګ او لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

په شينجيانګ کې قومي ژبې او ليکونه په پراخه توګه کارول شوی

په ياد سپين کتاب کې راغلي، په شينجيانګ کې قومي ژبې او ليکونه د عدليې، ادارې، ښوونې، راډيو او ټلويزيون، انټرنيټي شبکې او ټولنيزو چارو کې په پراخه توګه کارول شوی . اوس ديارلس څېرندويه ټولنې د اويغوري، هان، قزاقي، قرغيزي، مغولي او شيبو شپږو ژبو په وسيله کتابونه او نور چاپېدونکي توکي چاپوي. اوس په شينجيانګ کې له يو سلو لسو ورځپاڼو څخه په قومي ژبو د چاپېدونکو ورځپانو شمېر دوه پنځوسو ته رسيږی او له دوو سوو مجلو څخه د ملي لږکيو په قومي ژبه د مجلو شمېر يو سلو شل دی.

د هنري او کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې سپين کتاب دې ته اشاره کړې ده چې له ډېرو کلونو راهيسې، مرکزي او د شينجيانګ ځايي حکومتونو د ئدمقوت د لرغوني ښار، د بې تينګ د لرغوني ښار کنډوالې او د کاشغر د ايدګاه جومات په شمول د ګڼ شمېر لرغونو ځايونو د ترميم او ساتنې کارونه ترسره کړي دي. برسيره پر دې، څه دپاسه درې زره ارزښتناک هنري اثار په بېړنۍ توګه ساتل او بيا رغول شوي دي.

د دې سپين کتاب له مخې، د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې، په شينجيانګ کې د نړۍ په کچه دوه کلتوري ميراثونه ، د دولت په کچه پنځه لرغوني ښارونه او د دولت په کچه يو سلو ديارلس عمده لرغوني ځايونه موجود دي. له دې نه پرته، د خودمختارې سيمې په کچه د ساتل شويو لرغونو ځايونو شمېر ۵۵۸ دی او په ۱۸۲ حکومتي تصديو کې شپږ لکه او شپاړس ګرځنده تاريخی شيان ساتل شويدي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای