CRI Online

د نينګ شيا جونګ وی ښار د ځمکو د شاړېدو د مخنيوي لپاره تدبيرونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-10 13:20:28

جونګ وی ښار د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په منځني لوېديځه برخه کې پروت دی چې لوېديځې او شمالي خواوې يې د تنګري د صحرا له خوا کلابندې او د وچې سيمې په توګه بلل کېږي.د تېرې پيړۍ په ۸مه لسيزه کې په دې سيمه کې د شاړېدو حالت سخت و چې صحرا له ښار څخه په ۴ يا ۵ کيلو مترو کې پرته وه. د څمکو شاړېدو د مخنيوي لپاره د جونګ وی ښار د بېلا بېلو څانګو او تصديو د ايکولوژيکي حالت د ښه والي لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

د جونګ وی ښار د ځنګلونو او ايکولوژيکي ادارې د بهرنيو پروژو دفتر مسؤل تانګ شي مينګ له ۲۰ کلونو راهيسې د ځمکو شاړېدو د مخنيوي کارونه تر سره کړي دي او په ۲۰۱۷ کال کې يې په دې برخه کې د چين د غوره کس په توګه وټاکل شو.

اوس د جونګ وی ښار په شمال لوېديځ کې د صحرايي شويو ځمکو پراخوالی ۱۱۲ زرو هېکتارو ته رسېږي او په کې ۵۵ زره هېکتاره ځمکې په ښه توګه اداره شوې.په عين وخت کې د جونګ وی حکومت او تصديو هم ورسره په فعاله توګه همکارۍ کړې دي چې د ونو د کينولو او د ځنګلونو د ساتلو له لارې د دغه ښار په شمال کې د ځنګلونو اقتصادي سيمې يې جوړې کړي او پراخوالی يې ۲۶ زرو هېکتارو ته رسېدلی او د هر کال توليدي ارزښت يې يو مليارډ ۳۸۰ مليونو يوانو ته رسېدلی دی چې د بزګرانو د عايداتو د زياتوالي لپاره يوه عمده ګټوره چاره ګرځېدلې ده.

د جونګ وی ښار د شاپوتو سيمې د شيوان هه ښارګوټې جينګ نونګ کلی څو کلونه مخکې يوه صحرا وه.د هېواد د ځنګلونو د ساتلو تګلارې د پلي کېدو لپاره سيمه ييز حکومت په دې کلي کې د کډوالو سيمه جوړه کړې،خو د صحرايي ځمکو مسئلې تر اوسه په مؤثره توګه نه دې حل شوې.د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د نينګ شيا د هونګ شينګ داګو شرکت يوه کاري ډله جوړه کړه او جينګ نونګ کلي ته يې استولې.د دې شرکت مسؤل وانګ شياو ليانګ وويل چې ياده ډله د ځنګلونو ساتلو او د اوبو د لګولو سيستم لپاره په ګډه يو لړ تدبيرونه نيولي دي چې نه يوازې د دې سيمې چاپيريال ښه شوی ،بلکې زياتې ټولنيزې او اقتصادي ګټې خلکو ته رسولې دي.ښاغلي وانګ شياو ليانګ وويل(اواز ۱)

زموږ تصدۍ هر کال ۲۰ زرو تنو ته کاري فرصتونه برابروي او بزګرانو ته د لسو مليونو يوانو په ارزښت ګټې رسوو چې د دې سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره يې ستر رول لوبولی دی.

جونګ وی ښار د صحرايي ځمکو د ادارې او د اقتصادي پرمختګ په وخت کې هم نورو هېوادونو ته خپلې تجربې معرفې کړې.د چين د ساينس اکاډمۍ د شمال لوېديځ سيمې د ايکولوژيکي چاپيريال او سرچينو د څېړنيز انسټيټوټ کارپوه چيو جيان جيون وويل چې په دې وروستيو څو کلونو کې د چين د ساينس اکاډمۍ د جونګ وی ښار په شاپوتو سيمه کې يو ازمايښتي مرکز جوړ کړی چې د ۵۰ هېوادونو کارپوهانو لپاره د ۲۰ ځلو روزنې برابرې کړې.د مالي ولسمشر په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو لوړپوړيو چارواکو او د صحرايي ځمکو د ادارې کارپوهانو هم په جونګ وی کې له اړوندو کارونو څخه ليدنې تر سره کړي.کارپوه چيو وويل چې ښايي افريقايي هېوادونه د جونګ وی ښار له تجربو زده کړه وکړي او له چين سره يو ځای دغه مسئله حل کړي.

(اواز ۲)

د ګردې نړۍ د اقليمي بدلون په وړاندې صحرايي ځمکې هم د افريقايي هېوادونو پر پرمختګ او د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کوي. په نايروبي کې د صحرايي ځمکو د ادارې او مخنيوي په اړه يوه غونډه تر سره شوه چې زموږ لپاره د صحرايي ځمکو د ادارې او د افريقايي هېوادونو لپاره ښه لارښوونکي رول لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای