CRI Online

د لان جو د پانګونې او سوداګرۍ د نندارتون له لارې د چين په لوېديځ کې د ورخلاصون نوې بڼه ښکارېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-15 19:26:43

د چين په لوېديځ کې د ورخلاصون د ميدان په توګه د لان جو د پانګونې او سوداګرۍ ۲۳م نندارتون د جولای په ۶مه نېټه د ګان سو ولايت په لان جو ښار کې پرانيستل شو.يو کمربند او يوې لارې د دې نندارتون اصلي موضوع ګرځېدلې ده چې د بېلا بېلو هېوادونو زيات شمېر نندارچيان يې راجلب کړي او د وارداتي او صادراتي توليداتو ډولونه هم پکې ډېر زياد شوي دي.لان جو ښار ورځ په ورځ د ورخلاصون نوي مرکز ګرځي.

د تېرو دورو نندارتونونو په پرتله د نيپال،ماليزيا،ټايلنډ او اندونيزيا په ګډون د لوېديځې اسيا د لازياتو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی دی. د ماليزيا د تصديو او حکومت څه د پاسه ۹۰ استازي په دې نندارتون کې راغونډ شوي چې د ماليزيا غوره توليدات پکې ښودل کېږي.د دوی په اند د دې نندارتون له لارې به د ماليزيا تصدۍ په سالم ډول د چين شمال لوېديځو سيمو ته ننوځي .بر سېره پر دې،نيپال هم هيله لري چې د دې نندارتون له لارې د چين په شمال لوېديځ او نورنو هېوادونو کې همکاريز فرصتونه ولټوي.د نيپال د ولسمشر مرستيال نند بهادور پون وويل چې په نيپال کې اصلاحات تر سره شوي او اوس په نيپال کې د پانګونې چاپيريال ښه دی. هيله ده چې د دې نندارتون له لارې به د سوداګرۍ،سيلانۍ او کولتور په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي تر څو ګډه سمسورتيا رامنځته شي.

د نويو موادو د نندارتون په ځای کې د چين له خوا جوړ شوي توليدات زيات شمېر بهرني نندارچيان راجلب کړي دي.د دې شرکت مسؤل يانګ جو وويل چې په لوېديځ کې ورخلاصون او د پرمختګ بهير د چټکتيا سره سره د نوی انرژۍ د موټرونو په اړه اړتيا ورځ په ورځ زياتېږي.موږ غواړو له دې فرصت څخه په استفادې سره د منځنۍ اسيا له لازياتو هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړو.

په ګان سو ولايت کې لويه دولتي تصدۍ جين چوان ګروپي شرکت هم په ياد نندارتون کې خپل غوره توليدات نندارې ته وړاندې کړي.د دوي له خوا ډيزاين شوي برقي موټرونه او د بترۍ مواد د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زياتو هېوادونو ته صادر شوي دي.د دې شرکت له خوا ډيزاين شوي د کانونو تجهيزات هم په نړيوال بازار کې د هرکلی وړ ګرځېدلي دي.

بهرنيو هېوادونو ته د چين له خوا جوړ شويو توليداتو د ننوتلو په وخت کې لازيات بهرني توليدات هم چين ته راځي.د لان جو د پانګونې او سوداګرۍ د نندارتون په يو فورم کې په چين کې د جرمني سفارت د اقتصادي ادارې مشر پيټر په خپله وينا کې وويل چې ما د ماشومتوب پر مهال د ورېښمو لارې په اړه کيسه اورېدلې وه او ۳۵ کلونه دمخه د چين لوېديځ لان جو ښار ته ولاړم.د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو سره سره د ورېښمو لارې په اوږدو کې ګان سو ولايت د ځانګړي غوره والي په کارولو سره د ورخلاصون بهير چټک کړی او اوس له لان جو څخه څو نړيوالې سوداګريزې لارې پرانيستل شوې.تر اوسه پورې د لان جو هاو په نوم د نړيوال باروړونکي اورګاډي له لارې د ۱۹۸ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت توکي لېږدول شوي دي.

د ګان سو حکومت او د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې له حکومت سره يو همکاريز چوکاټي موافقه ليک لاسليک کړ.بر سېره پر دې،لان جو ښار اوس له پاکستان سره د نړيوال باروړونکي اورګاډي د پرانيستلو لپاره کوښښ کوي.د چين د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز انسټيټوټ د مدير مرستيال لونګ ګوه چيانګ وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له امله د چين په لوېديځ کې د بنسټيزو تأسيساتو شرايط ورځ ورځ بشپړېږي چې په دې سره د ګان سو ولايت د پرمختګ لپاره نوی فرصت برابرېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای