CRI Online

د عبدالله کباب

cri     (GMT+08:00) 2017-07-26 15:39:05

د چين د جيانګ شي ولايت په نان چانګ ښار کې د عبدالله جان کباب په نوم رستورانت شته او خاوند يې ۴۳کلن شينجيانګی عبدالله القسيم دی. تر ۱۵ کلنو کوښښونو وروسته، اوس عبدالله په نان چانګ ښار کې يوولس مغازې لري او دوه دېرش کارکوونکي يې ګوماري.

د عبدالله ټاټوبی د شينجيانګ د ختن سيمې د قاراقاس ولسوالي ده. ختن سيمه له نان چانګ ښار څخه واټن نږدې درې زره پنځه سوه کيلومتره دی. ښاغلي عبدالله له خپل ټاټوبي څخه د وتلو لامل په اړه وويل،

((هغه وخت د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې له خلکو سره پيسې ډېر لږ ليدل کېدلې، د سلو يوانو پيسې مې نه دې ليدلې. کليوال يوازې په کرهڼيزې چارې بوخت وو، د کار کولو هېڅ فابريکه موجود نه وه، نو پرېکړه مې وکړه چې بهر ته ولاړ شم.))

شل کاله مخکې، کله چې عبدالله له ختن څخه ووت، له ډېرو ستونزو سره مخ و او تر ټولو لويه ستونزه يې ژبه وه، څرنګه چې هغه د چين په معياري ژبه بيخی نه پوهېده. خو هغه باور درلود چې په بهر کې د کار کولو په ترڅ کې به هرومرو معياري ژبه زده کړي.

کله چې عبدالله تازه له خپل ټاټوبي څخه تللو، د ده لومړی مقصد نان چانګ ښار نه و، خو د جيانګ سو ولايت مرکز نان جينګ و. هغه خبريال ته وويل

(( کله چې په ۱۹۹۷ کال کې مې له ټاټوبي څخه وخوځېدم، د پلار له ملګري سره مې يو ځای وم چې د خرما، غوزانو او انګورو په سوداګرۍ بوخت و. زما د کار مشر ما ته ويلي چې، که اخيستونکي له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د انګور بيه څه ده؟ تاسې ويلي شي چې ليانګ کوای چيان يي ليانګ يعنې د پنځوسو ګرامو دوه يوانه ده. نو موږ هره شپه تمرين کولو چې ليانګ کوای چيان يي ليانګ، ليانګ کوای چيان يي ليانګ. دا د لومړي ځل لپاره مې د چين معياري ژبه وويله، او په نورو خبرو نه پوهېدم. کله چې مراجعينو له ما څخه پوښتنه کوله چې تاسې د کوم ځای يې؟ ما ورته ځواب کې لا هم وويل ليانګ کوای چيان يي ليانګ. ))

د هغې مودې خاطرې د يادونې په وخت کې عبدالله ډېر خوشحاله و، څرنګه چې هغه وخت يې پيسې تر لاسه کړې دي. د بزګرانو کورنۍ لپاره، څو زره يوانه يوه ستره شتمني ګڼل کېدله. نو د ده پلار او مور هم ډېر خوشحاله وو. له دې نه پرته، دوی له خپل زوي څخه يوه غوښتنه وکړه. عبدالله خبريال ته وويل

((کله چې زما له پيسو سره کور ته ستون شوم، پلار او مور مې ډېر خوشحاله وو او دوي ما ته وويل، تشکر زويه، په راتلونکې کې تاسې بايد غلا و نه کړئ، له بل سره جنجال يا جګړه به نه کړئ او چا ته زيان مه رسوئ. موږ چينايان يو، بد خلک نه يو، دا زموږ شرطونه دي.))

د پلار او مور له نصيحت سره عبدالله په نان جينګ ښار کې درې کاله ژوند وکړ او بيا وروسته په ۲۰۰۲کال کې يې له خپلې مېرمنې روزنيسهام راکير سره د جيانګ شي ولايت نانګ چانګ ښار ته ولاړ او په دوامداره توګه په کوچنيو کاروبارو لګيا شو. د وخت په تېرېدو سره دوی په نان چانګ ښار کې زيات ملګري پېژندلي، لکه پوليس شو يونګ او د ښاري مديريت ځينې کارکوونکي. عبدالله وويل، دغو ملګرو له ده سره ډېرې مرستې کړې دي. په ۲۰۱۰ کال کې عبدالله د ملګرو تر مرستو لاندې يوه مغازه پرانيستله. د اويغوريانو يو متل دی چې وايي له مهربانو کسانو سره ملګرتيا کوئ، ستاسو ګلان به غوړيږي. عبدالله کله نا کله دا وايي، له دغو کلونو راهيسې، د ګاونډيو او ملګرو له مرستو پرته، په نان چانګ ښار کې مې نه شوای کولای څه کار ترسره کړم، د رستورانټ خاوند هم نه شوای کېدالای.

هره شپه د عبدالله رستورانټ تر ټولو بوخت وخت وي. عبدالله په کاروبارو کې ډېرې هڅې کړي، او په ژوند کې يې د تاسف وړ شيان هم شته. د ده لور القسيم عبدالله د نان چانګ ښار د يو مکتب په درېيم ټولګي کې درس وايي. د چين د معياري ژبې بنسټ د نه لرلو له امله، دوولس کلنه القسيم يوازې په درېيم ټولګي کې شامله ده. د پلار په توګه، عبدالله د خپلې لور د درسونو لارښوونه نه شي کولاي. ده وويل

(( د چين په معياري ژبه نه ليک او لوست نشم کولی، نو د درس په برخه کې له لور سره هېڅ مرسته نه شم کولای. لور ما ته وايي، پلاره! په درس نه پوهېږم، مرسته غواړم. هغې ته ځواب ورکوم، لورې! تاسې پخپله طريقه پيدا کړئ، په معياري ژبه نه پوهيږم، له تاسو سره مرسته نه شم کولای. ور پسې لور مې په ژړا شي او زه هم. ))

عبدالله خبريال ته وويل، په نان چانګ ښار کې د کاروبارو کولو په دومره کلونو کې له لور څخه ډېره بخښنه غواړي. کله چې لورې کم هم درلود، په شپه کې به په کاروبارو ډېر بوخت وو، نو لور ته د پاملرنې وخت يې ډېر کم و. ګاونډې مېرمنو لوه ګوه ليان له موږ سره ډېرې مرستې کړې دي.

القسيم عبدالله له مېرمن لو ګوه ليان سره ډېره اشنا ده او مېرمن لو ته لو ماما غږ کوي. هغې خبريال ته وويل

(( لو ماما زموږ پخوانی ګاونډي وه، اوس هغه کډه شوې. کله چې زه ډېره کوچنۍ ومه، هغه ما ته ډېره پاملرنه کړې او ان زما د سر او ويښتان يې هم مينځلي. ))

عبدالله تل ويل چې له دومره زياتو کلونو راهيسې يې د ډېرو کسانو مرستې منلی او هغه ډېر تر اغېزې لاندې دی. د پلار او مور نصيحت يې تل په ياد کې دی، هغه په فعاله توګه نورو کسانو ته د مرستې لاسونه اوږد کړي او کوي يې. د ۲۰۱۷ کال په سر کې عبدالله د پسه غوښو او بسپنې په وړولو سره د نان چانګ ښار د غريبو، يوازينيو زړو کسانو او د معيوبينو د ۱۵ کورنيو د حال احوال پوښتنه وکړه. ده وويل

((کله چې موږ تازه د نان چانګ ښار ته ورسېدو، يوازی څلوېښت يوانه مې درلودل چې دا د يو ځل ډوډۍ لپاره هم کافي نه و.اوس موږ شتمن شوی او خوشحاله يو. خو په نان چانګ ښار کې بېوزله کسان، زاړه کسان او يا هم هغه معيوبين چې له ستونزو سره مخ وي،وکورم، نو خوشحاله نه وم. موږ له دوی سره يو ځای خوشحاله يو، دا ريښتينې خوشحالي ده. ))

د عبدالله مېرمنې روزنيسهام زاکير د خپل خاوند له کړنو ملاتړ کوي. دې وويل

((دا عادي کار دی، اوس موږ شتمن شوي يو، بايد له نورو کسانو سره مرسته وکړو، هم شينجيانګ او هم د نان چانګ ښاريان. موږ به دغه کار ته دوام ورکړو.))

عبدالله له خپلې مېرمنې سره په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ او اوس دوی څلور اولادونه لري. شل کلن محمد د عبدالله مشر زوی دی، هغه اوس د پلار په رستورانت کې کار کوي. هغه خبريال ته وويل، پلار او مور مو هره اوونۍ کورنۍ غونډه ترسره کوي او دوی ته وايي چې بايد له ځايي کسانو سره ملګرتيا وکړئ. هغه غواړي د مينې په توګه يوه ځايي نجلۍ ولټوي. ده وويل

((پلار مې هم غواړي چې زه يوه ځايي نجلۍ پيدا کړم. خو مخکې ځينو شينجيانګيانو بده پېښه کړې، نو د ځايي نجونو په اند، شينجيانګيان بد کسان دي او له شينجيانګيانو وېرېږي، نه غواړي له موږ سره ملګرتيا وکړي. زه يوازې کولای شم چې تر ډېره مرستندويه کارونه ترسره کړم. ))

اوس عبدالله له خپلې مېرمنې او څلورو اولادونو سره په نان چانګ ښار کې له خوشحالۍ ډک ژوند کوي. د عبدالله په رستورانت کې ډېر کارکوونکي له شينجيانګ څخه راغلي خپلوان او يا هموطن دي.عبدالله وويل، هغه دا دنده لري چې د راتلونکي ښه ژوند د ګټلو لپاره د دغو شينجيانګيانو لارښوونه وکړي، پروا نه شته چې په شينجيانګ کې او يا د خپل ټاټوبي په لرې سيمه کې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای