CRI Online

د چين په شمال لوېديځ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو بهير روان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 19:56:35

د چين په ملي انقلابي او سرحدي سيمو کې د بېوزلو وګړو شمېر زيات دی.د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرېس له غونډې راهيسې په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه نوې مرحلې ته رسېدلي دي.د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين د دولتي شورا پرېکړه ليک تصويب شو چې علمي لارې چارې يې برابرې کړې دي.تر هغه وروسته دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د ۱۳م پنځه کلن پلان خپور کړ .بر سېره پر دې،نور ۱۱ اړوند سندونه هم د دولتي شورا د دفتر له خوا خپاره شوي چې د چين په شمال لوېديځ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه لوري ښودلي دی.

د تكلىماكان صحرا په لوېديځ کې د شينجيانګ د ځه پو ولسوالۍ په صنعتي مرکز کې کارګران د ماشينونو په وسيله د کرهنيزو توليداتو پر سمبالولو بوخت دي.له شينجيانګ سره د مرستندويه تګلارو له امله لازياتو تصديو په جنوبي شينجيانګ کې پانګونې کړې چې د سيمه ييزو وګړو لپاره زيات شمېر کاري فرصتونه برابر شوي دي او په دې سيمه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره عمده ځواک ګرځېدلی دی.

د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرېس له غونډې راهيسې له شينجيانګ سره د مرسته کولو کارونه پياوړي شوي دي چې اړوندو ولايتونو او ښارونو څه د پاسه ۱۳ ملياردو يوانو په ارزښت پانګې اچولې او ۵۰۰ زرو تنو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د چينګ های ولايت سيمه ييز حکومت د طبي بيمو نظام اصلاحات تر سره کړي او اړونده عملياتي لايحه يې خپره کړې چې له مخې يې په دې ولايت کې د بېوزلو مالدارانو لپاره د سترو ناروغيو د بيمو ضمانت پياوړی کړی او وګړو ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د الکترونيکي سوداګرو د راجلبولو يه موخه په ۲۰۱۵ کال کې د چينګ های ولايت سيمه ييز حکومت په ۲۵۳ بېوزلو کليو کې يو لړ تدبيرونه پلي کړي.اوس د انټرنېټ له لارې د دې سيمو کرهنيز توليدات پلورل شوي دي.په کليوالو سيمو کې د سوداګريز شکل د نوښت له لارې د بزګرانو عايدات ډېر لوړ شوي دي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو څانګې له شمېرنې سره سم د چين د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې له شينجيانګ سره د مرستندويه پروژو شمېر ۵۱۶۱ ته رسېدلی او عمومي پانګې يې له ۵۸ مليارډو يوانو څخه اوښتې دي.په دې موده کې د بېلا بېلو قومونو د ۵ مليونو تنو د ژوند شرايط ښه شوي دي ،څه د پاسه ۲۰۰ زرو تنو کارونه موندلي او ۲۲۲ نوی ښوونځي جوړ شوي دي.

اوس د چين د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د نظريو تبادله او تګ راتګ پياوړی شوی چې په شمال لوېديځه سيمه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره خوځنده ځواک برابر شوی دی.په ۲۰۱۶ کال کې د شينجيانګ ۵ ولسوالي، ۸۱۰ کلي او ۶۳۰ زره وګړي ،په چينګ های ولايت کې ۱۱۶ زره وګړي ،په شان شي ولايت کې يو مليون او ۵۱۷ زره وګړي ،په ګان سو ولايت کې ۶۲۰ زره وګړي او په نينګ شيا کې ۱۹۳ زره وګړي له بېوزلۍ خلاص شوي دي.

اوس د چين په شمال لوېديځه سيمه کې چټک اورګاډی د ورېښمو لارې پر غاړه لېږد رالېږد او لازيات شمېر صنعتي مرکزونه رامنځته شوي او د خلکو ژوندانه سويه ورځ په ورځ لوړېږي.د دې سيمې وګړي به په پر له پسې توګه د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د شتمنۍ د موندلو لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای