CRI Online

شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه خپل پرمختګ چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 16:10:55

د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازي او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې دايمي غړي شرختی خان څو ورځې مخکې په بېجينګ کې وويل، شينجيانګ به د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو فرصت په کارولو سره د رئيس شي جين پينګ له غوښتنو سره سم د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه خپل پرمختګ چټک کړي.

د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس څو ورځې مخکې په برياليتوب سره پای ته ورسېد. د دې کانګرس په ترڅ کې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې پلاوي خبريالانو ته د پرانيستې ورځې فعاليت ترسره کړ چې د اتيا کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو څه باندې يو سلو شل خبريالان يې جلب کړي وو. په دې فعاليت کې يو پاکستاني خبريال پوښتنه وکړه چې شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه څنګه په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې برخه ولري او خپل اقتصادي پرمختګ به وهڅوي؟ شرختی خان ځواب ورکړ او و يې ويل، دا چې د چين مرکزي حکومت شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه ټاکلی، د شينجيانګ د پرمختګ لپاره يې ګټور فرصت برابر کړی دی. شينجيانګ به د تګلارو د تبادلې، د تاسيساتو د بشپړتيا، د سوداګرۍ د اسانه کېدو، د پانګو د راغونډېدو او د خلکو ترمنځ د تفاهم په پنځو برخو کې د رئيس شي جين پينګ له غوښتنې سره سم واردات او صادرات وهڅوي او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه به د خپل پرمختګ چټکولو لپاره کوښښونه وکړي.

نوموړي خبريالانو ته وويل، شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د جوړولو په برخه کې څو اغېزمن تدبيرونه نيولي او د تګلارو تطبيق په برخه کې يې ډېر کوښښونه کړي او کوي يې چې اوس د ترانسپورټي محوري مرکز، د معاملو او حمل و نقل مرکز، د پولي خدمت مرکز، د کلتور او ښوونې مرکز او د طبي خدمت مرکز په شمول د پنځو مرکزونو په جوړولو بوخت دی. په دې ټولو کې د ترانسپورتي محوري مرکز جوړونې ته يې لومړيتوب ورکړی. شرختي خان وويل

((زموږ لومړنۍ موخه د ترانسپورتي محوري مرکز جوړول او د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د تګ راتګ عملي کول دي. عمده کارونه مو د شينجيانګ د جغرافيايي وړتياوو په کارولو سره د يو لړ کليدي پروګرامونو او پروژو بشپړول دي چې د اوسپنيزو لارو، سړکونو او هوايي کرښو جوړونه چټکه شي او يوه غښتلې ترانسپورتي شبکه بشپړه شي. ))

نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، شينجيانګ به د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې د پياوړتيا سره په عين وخت کې د معاملو او حمل و نقل مرکز د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. عمده ټکی يې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د توکيو د ليږد راليږد سيستم جوړول دي او د منځنۍ اسيا او اروپا د عمده ښارونو او ارومچي ښار ترمنځ د مستقيمو اورګاډيو شمېر زياتول دي چې شينجيانګ په چين کې د توکيو د ليږد راليږد د يو مرکز په توګه اباد شي. د کلتور او ښوونې مرکز د جوړولو په برخه کې به شينجيانګ په دوامداره توګه د قومي نڅاوو د نړيوال فيستوال او د اسيا او اروپا نندارتون په اړه د چين او بهرنيو هېوادونو د کلتور اوونۍ په شمول ځيني فعاليتونه ترسره کړي او له نورو هېوادونو او سيمو سره به کلتوري تبادلې او همکارۍ وهڅوي. برسيره پر دې، شينجيانګ به د طبي خدمتي مرکز د جوړولو له لارې د طبي چارو په ساحه کې له نورو هېوادونو او سيمو سره د همکارۍ سويه لوړه کړي، د پولي مرکز د جوړولو په وسيله د پيسو د راغونډولو توان به پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای