CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهورو شخصيتونو د شينجيانګ د اسلامي علومو له پوهنځي څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-27 16:26:27

چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهورو شخصيتونو د سفر په اړه د پنځم پلاوي غړو څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اسلامي علومو له پوهنځي څخه ليدنه وکړه. له اردن، پاکستان، ترکيې او لبنان څخه راغلو يوولسو شخصيتونو له ياد پوهنځي څخه ليدنه وکړه او د مذهبي او قومي چارو په هکله يې د دې پوهنځي له مشر عبدالرقيب تومونياز سره د نظريو تبادلې وکړې.

د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځی د ليسانس درجه لرونکو مذهبي کارکوونکو په روزلو بوخت دی او په ۱۹۸۷ کال کې يې د محصلينو په شاملولو پيل وکړ. اوس په دې پوهنځي کې ۵۵۵ محصلين شته چې په ۱۴ ټولګيو کې زده کړه کوي.

د لبنان د يوه ويبسايټ منيجير ريا محمد حسن د دې پوهنځي له مشر تومونياز سره د خبرو اترو په وخت کې پوښتنه وکړه او و يې ويل

((اوس د ځينو لوېديځو هېوادونو خبري رسنۍ د چين د مرکزي حکومت او شينجيانګي مسلمانانو ترمنځ د اړيکو تحريف شوي خبرونه خپروي. موږ پوهېږو چې دغې خپرونې له واقعيتونو څخه سرغړونه کوي، خو دا د افسوس وړ ده چې ځينې عربي خبري رسنۍ هم ورته خپرونې کوي. نو د مذهبي عقيدې د ازادۍ او د چين د مرکزي حکومت او شينجيانګي مسلمانانو ترمنځ د اړيکو په اړه موږ بايد عربي هېوادونو او مسلمانانو ته څه مالومات وروپېژني؟ ))

د ياد پوهنځي مشر تومونياز د چين د مرکزي حکومت تر پاملرنې او ملاتړ لاندې د دې پوهنځي د پرمختګ حالت د معرفي کولو له لارې د دې لبناني مېلمه پوښتنې ته ځواب ورکړ او د لوېديځو خبري رسنيو جعلي خپرونې يې رد کړې. هغه وويل

((مرکزي حکومت له موږ څخه وغوښتل چې بايد د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځي پيمانه لويه کړو او د محصلينو شمېر زيات کړو. دغې موخې د عملي کولو لپاره مرکزي حکومت موږ ته لس هکتاره ځمکې او ۲۵۸ مليونه يوانه پانګې راکړې. په عين وخت کې د شينجيانګ ځايي حکومت موږ ته ۲۹ مليونه يوانه پيسې هم بېلې کړې. دغه راز مو په دوو نيمو کلونو کې د اسلامي علومو پوهنځي لويې او ښکلې ودانۍ بشپړې کړې او په ټول شينجيانګ کې مو اته فرعی څانګې جوړې کړې. له دې څخه ښکاري چې د چين مرکزي حکومت د مذهبي پوهنځيو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او د مذهبي عقيدې د ازادۍ درناوی کوي. نو د لوېديځو خبري رسنيو خپرونې له حقيقتونو سره سمون نه خوري.))

د پاکستان ډېلې ځانګړي خبريال شفيق احمد منهاس د دې پوهنځي له سټيديوم، ډوډی خوړنځي او ټولګيو څخه تر ليدنې وروسته وويل، د واقعيتونو په مخ تحريف شوې خپرونې پخپله ماتې شوې. ده وويل

(( د دې پوهنځي له مشر سره د خبرو اترو په ترڅ کې دا ياده شوې چې ځينو لويديځو خبري رسنيو تحريف شوې خپرونې کړې او کوي يې. د دې پوهنځي د مشر وينا تر اورېدو وروسته فکر کوم چې که داسې خپرونې واقعي وي، نو د شينجيانګ د اسلامي علومو پوهنځی نه شي کولای چې اته فرعي څانګې جوړې کړې او په شينجيانګ کې د قومونو يووالی نه ليدل کېږي. له دې نه پرته، ما وليدل چې په دې پوهنځي کې د محصلينو درې استوګنځايونه شته، ښکلی سټيديوم او سپورتي ډګر شته، شک نشته چې د چين مرکزي حکومت له دې پوهنځي څخه ستر ملاتړ کړی دی. نو فکر کوم چې د لوېديځو خبري رسنيو خپرونې بيحي بې دليله دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای