CRI Online

په ژمي کې د شينجيانګ سيلانيزې چارې بيا تودې شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-04 15:15:29

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ کمېټې د يوې شمېرې له مخې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړې نېټې څخه یعنې د نوي کال د درې ورځنی رخصتۍ په موده کې شينجيانګ څه باندې يو مليون څلور لکه او دوه نوي زره سيلانيان راجلب کړي او سيلانيز عايدات يې يو مليارډ او يو سلو نهه څلوېښت يوانو ته رسېدلي دي.

په دغه درې ورځنۍ رخصتۍ کې شينجيانګ کې په واورو کې د ساتېري، عنعنوي نمايشونو او د کنګل اوبځوړ کتلو په شمول يو لړ په زړه پورې فعاليتونه ترسره شول چې دا فعاليتونه په ژمي کې د سيلانۍ د نويو تودو څپو د رارسېدو سبب وګرځېدل. د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې د سکي ډګرونه له سيلانيانو څخه ډک وو، د واورو په اړه ساتيری په دې رخصتۍ کې د سيلانيانو لومړی انتخاب ګرځېدلی دی.

د ورېښمو لارې په نوم د شينجيانګ د نړيوالې رخصتۍ سيمې مرستيال مدير هوانګ هه خبريال ته وويل، د تېر دسمبر په ۳۰ نېټه زموږ د سکي ډګر پنځه زره تنه راجلب کړي وو. د دې سيلانۍ سيمې په اړه پر کنګل باندې د ساتيری پارک چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړې نېټه پرانيستل شو، د موټر جنګولو په شمول رنګارنګ په زړه پورې لوبې شته او ګڼ شمېر ماشومان او پلارونه او ميندې ورته راځي.

لس کلن يانګ هوای چينګ له تيان جين ښار څخه دلته راغلی، هغه په خوشحاله توګه خبريال ته وويل د سکي وهلو په برخه کې درې يا څلور کلنه تجربه لرم. سږ کال د جنورۍ د لومړې نېټې رخصتۍ د تېرېدو لپاره زما پلار او مور له ما سره شينجيانګ ته راغلي. دلته د واورو کيفيت ډېر ښه دی او هوا سړه نه ده. غره ته د پورته کولو کيبل سرعت ګړندی دی او د سکي وهلو لارې د نورو سيمو په نسبت اوږدې دي، نو دلته د سکي وهلو احساسات ډېر په زړه پورې دي.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه د شينجيانګ د قناس سيمې په قوم کلي کې د واورو ساعتيرۍ په اړه د لومړۍ دورې فيستوال ترسره شو. په دې فيستوال کې له لوړ ځای څخه واورو ته د ټوپ وهلو، د اس ځعاستي، عنعنوي ښکار کولو او په ډله ييزه توګه په واورو کې د ساعتيرۍ په شمول يو لړ په زړه پورې فعاليتونه ترسره شول چې سيلانيانو او نندارچيانو ترې د نوي کال د هر کلي په ترڅ کې ډېر خوندونه واخيستل.

په عين وخت کې د شينجيانګ په قومول ښار کې د واورو او کنګل ديارلسم سيلانيز فيستوال هم ترسره شول چې هنري نمايش او د نمايشي يخ بازي په شمول بېلا بېلو فعاليتونو ډېر سيلانيان راجلب کړي وو.

له دې نه پرته، د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه به د شينجيانګ په ارومچي ښار کې د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د واورو او کنګل پنځلسمه دوره فيستوال پرانيستل شي. د مالوماتو له مخې، د دې فيستيوال په موده کې به پر واورو او ګنګ باندې د ساعتيرۍ نږدې ۹۰ فعاليتونه ترسره شي. تشکيلاتي کمېټه به په دغو فعاليتونو کې د يتيمانو او معيوبو ماشومانو او جاروکښانو د ګډون لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

د يوې شمېرنې له مخې، د چين د سيلانۍ ادارې خبر ور کړی چې د تېرې درې ورځنۍ رخصتۍ په موده کې د چين سيلانيز بازارونه په ثابت ډول روان وو او د منل شويو سيلانيانو شمېر ١٣٣ مليونو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١١ اعشاريه صفر اته زيات شوی دی، د دې ترڅنګ ترې تر لاسه شوې ګټې ٧٥ مليارډ او ٥ سوه مليونه يوانو ته رسيدلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله سلو کې ١١ اعشاريه ٢٢ زيات شوی دی.

د دې رخصتۍ په موده کې د واورې کتلو او د ستړيا د مخنيوي په هکله سفرونه د پاملرنې وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای