CRI Online

په پوله کې د يوه بيرغ پورته کوونکي سپين ږيري وطن دوست احساسات

cri     (GMT+08:00) 2018-02-07 16:17:52

هره ورځ سهار وختی د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د عاقسو کوناشه ولسوالۍ د تومشوق علاقه دارۍ د لکګر کلي اوسېدونکی ۷۴ کلن سپين ږيری خودبيت امين په داسې حال کې چې پنځه ستوری لرونکی سور رنګ ملي بيرغ په لاس کې نيولو سره ملي ترانه وويله او بيرغ يې اوچت کړ.

په تيرو اوه ويشتو کلونو کې سپين ږيری خودبيت امين هره ورځ سهار په خپل انګړ کې ملي بيرغ اوچتوي. ده په هيجان او ويار وويل چې په زړه ټولنه کې زيږيدلی يم او د نوي چين تر جوړيدو وروسته په تيره بيا د اصلاح او ورخلاصون تګلارې د تطبيق راهيسې زموږ ژوند ډير ښه شوی دی . زه هره ورځ ملي بيرغ پورته کوم علت يې دا دی چې له ګوند او دولت سره خپله مينه څرګندوم او په عين وخت کې کليوالو ته خبر ورکوم چې موږ ته د ښه ژوند رسوونکی څوک دی او موږ بايد پر چا اعتماد ولرو. ملي بيرغ د دولت استازيتوب کوي او د هيواد سوله او ارامتيا زموږ د ښه ژوند ضمانت دی.

د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر لومړۍ ورځ چې د چين له ملي جشن سره برابره وه ، خودبيت امين د سرحدي پوليسوڅانګې ته د راپور ورکولو لپاره لاړ او په څانګه کې په تلويزيون کې يې د بېجينګ په تيان ان من ډ‌ګر کې د ملي بيرغ د اوچتولو مراسم وليدل چې له امله يې له هيجان څخه ډک احساسات راښکاره شول ، نو په زړه کې يې د خپل کور په انګړ کې د ملي بيرغ د پورته کولو خيال راپيدا شو څو چې پخپل کور کې له خپل وطن سره د کليوالو مينه ژوره شي.

د دې لپاره چې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم په جدي توګه ترسره کېږي، خودبيت امين په تيان ان من ميدان کې د ملي بيرغ د اوچتولو په مراسمو کې د برخوالو پوځونو د حرکاتو تقليد وکړ او ورو ورو يې حرکات منظم او سم شول. له اوه ويشتو کلونو راپدې خوا خودبيت امين د بيرغ دوه اوسپنيزې او دوه فولادی ميلې بدلې کړې او د ملي بيرغ د اوچتولو ستيژ ، د ملي بيرغ او لودسپيکر د اخيستلو لپاره له لسو زرو يوانو څخه زياتې پيسې لګولې دي.

د خودبيت امين ګاونډي عبدالله نياز وويل، د ده لخوا د ملي بيرغ پورته کول په کتلو او د چين د کمونېست ګوند د تګلارو په اړه د مالوماتو په اورېدو سره ډېر څه زده کړي دي. د خودبيت امين تر اغېزې لاندې، ډېرو ځايي کليوالو د خپلو کورونو په انګړونو کې ملي بيرغ ځړوي، دغه راز سور رنګ ملي بيرغونه په لکګر کلي کې يوه د ښکلا منظره ګرځېدلې ده. خودبيت امين خبريال ته وويل، زموږ په کلي کې د وګړيو څخه د حال احوالو پوښتنه کولو ګروپ له پاتې کېدو راهيسې، د دې ګروپ غړي کله نا کله زما کور ته راځي او د زده کړې په برخه کې يې ما ته لارښوونې کړې. د چين د کمونېست ګوند د نولسم ولسي کانګرس له ترسره کېدو وروسته، دوی هم کليوال ترتيبت کړي چې د دې کانګرس روحيې زده کړي. د دې کانګرس په راپور کې په ګوته شوې چې بايد کلکه اراده د چين د کمونېست ګوند د نظريو ابادۍ په برخه کې لومړۍ موخه وټاکل شي. دغې جملې ما ته ژوره خاطره بښلې ده، زه به په دوامداره توګه د کمونېست ګوند د غړي په توګه خپله دنده ترسره کړم.

د خودبيت امين تر اغېزې لاندې، له ۲۰۰۲ کال راهيسې، د لکګر کلي د غښتلي ګوندي بنسټيز سازمان، د ارام کلي او متمدن کلي په شمول څه باندې شل افتخارونه تر لاسه کړي چې مشهور نمونوي کلي ګرځېدلی دی. په ۲۰۱۰ کال کې خودبيت امين د عاقسو سيمې د ملي يووالي تکړه شخصت ونومول شو او د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې هغه د شينجيانګ د د اويغوري خپلواکې سيمې اخلاقي نمونه وټاکل شو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای