CRI Online

شينجيانګ کې د موسيقۍ الو جوړونکي شتمن شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 08:41:45

شينجيانګی ځوان چيونګ عبدالله ريشتي د کشغر ښار د نزرباغ ولسوالۍ په يوولسم کلي کې اوسېږي، د دې سيمې په شمول د جنوبي شينجيانګ څلور برخې بېوزلې سيمې دي چې د ځايي حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې عمده ټکی دی. د دې سيمې هوا وچه ده، لږ باران پکې اورېږي او اقتصادي حالت يې وروسته پاتې دی، خو په دې سيمه کې د ورېښمو لارې کلتوري بنسټ کلک دی او ځايي خلک يې په سندرو او نڅاوو کې ډېر تکړه دي او د رنګارنګ قومي موسيقي الو په جوړولو کې لوی مهارت لري.

د عبدالله ريشتي په ياد کې، د ده نيکه د زردالو او توت د لرګيو په وسيله د دريال او دوتار په شمول د موسيقۍ الې جوړولې، نو يوولسم کلی په شينجيانګ کې د موسيقې الو د جوړولو په اړه يو مشهور کلی دی. خو په لاسونو د موسيقۍ الې جوړول اوږد وخت ته اړتيا لري او توليدي اندازه يې کمه ده. د عبدالله ريشتي په وخت کې د برق له لارې د موسيقۍ الو د جوړونې طريقه پيدا شوه. خو که په کلي کې د چا په کور کې لوی ځواک لرونکي لوازم شيان وکارول شي، نو د ټول کلي برقي فشار ناارام شي. عبدالله ريشتي د موسيقۍ الو د جوړونې يوه کوچنې کارخانه لري، په کلي کې د برقي لوازمو شمېر په زياتېدو سره ، د ده په کارخانه کې برق کله کله پرې کېږي او يا هم برقي فشار زيات وي، هغه عادي تولي نه شي کولی.

په کشغر کې د دولتي برېښنا شرکت فرعي څانګې په تېرو دوو کلونو کې د نزرباغ ولسوالۍ د بېلا بېلو کليو د برېښنا برابرونکې شبکې تعديل کړې چې له امله يې په دې سيمه کې د برېښنا د برابرونې توان او امنيتي حالت تر ډېرې اندازې پورې لوړ او ښه شوی دی. د دې شرکت په قول، په دغه پروژه کې پانګونې يو سلو اويا مليونو يوانو ته رسيدلې دي.

د بنسټيزو تاسيساتو په ښه والي سره د چيونګ عبدالله ريشتي کارخانې ته د پرمختګ ګټور فرصت برابر شوی دی. اوس په دې کارخانه کې ۹۸ د موسيقۍ الې جوړونکي شته او د هر تن په سر مياشتنی منځنی عايدات ۲۵۰۰ يوانه دي، تر ټولو لوړه اجوره يې ۵۵۰۰ يوانو ته رسېږي چې پخوا به دغه شمېر د يو کليوال له کلني عايداتو سره برابر وي. چيونګ عبدالله ريشتي خبريال ته وويل، اوس کشغر ته د سيلانيانو شمېر زيات شوی او بله خوا په کلي کې د برقي او برېښنا برابرونه ثابته شوې نو توليدي توان مو هم لوړ شوی دی.

د موسيقې الو د خرڅولو شمېر په زياتېدو سره، چيونګ عبدالله ريشتي د کشغر په زړه ښاري سيمه کې چې اوس د سيلانۍ مشهوره سيمه ګڼل کېږي، يوه مغازه پرانيستلې چې هم د مغازې او هم د انلاين مغازې له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مشتريانو ځايي ځانګړې موسيقۍ الې خرڅوي.

په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې څلورو مليونو مالدارانو او بزګرانو د چيونګ عبدالله ريشتي په شان د برقي شبکې د تعديل له پروژې څخه ګټه اخيستې ده. د کليوالو او کوچنيانو په سيمو کې د برق په ثابتېدو سره د تيان شان غره په شمال او جنوب کې د ځنګلونو او مېوو د کرلو او چمتو کولو چارو او د مالدارۍ چارو په شمول ځينو چارو ګړندی پرمختګ موندلی. شينجيانګ به په راتلونکې کې په بېوزلو کليو کې د برېښنايي شبکو د سمولو لپاره درې سوه مليونه يوانه بېل کړي.

له برېښنايي شبکې نه پرته، شينجيانګ په تېرو وروستيو کلونو کې په بېوزلو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي او ډېرې پانګې يې لګولي دي. په ۲۰۱۷ کال کې يې د ترانسپورتي بنسټیزو تاسيساتو د بشپړولو لپاره ۲۰۰ مليارډه يوانه لګولي او په کليوالو سيمو کې يې د ۲۸ زرو کيلومترو په اوږدوالی سړکونه بشپړ کړي چې درې مليونه او پنځه لکه تنه ترې ګټې اخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای