CRI Online

جانګ شين: په نوې زمانه کې به نوې دنده ترسره کړم

cri     (GMT+08:00) 2018-03-15 14:34:06

د شينجيانګ د ترانسفورماتور سهامی شرکت مشر جانګ شين د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس استازی وټاکل شو. مخکې هغه د ۱۱مې دورې ملي ولسي کانګرس استازی هم و. هغه خبريال ته وويل، د ۱۱مې دورې ملي ولسي کانګرس په پنځو کلونو کې يې څه باندې ۴۰ وړانديزونه وړاندې کړي وو چې زياترو يې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې، د انرژۍ، علمي تکنالوژۍ او تعليمي ادارو ځوابونه تر لاسه کړي او ځينې يې په اړوندو تګلارو کې شامل شوي او تطبيق شوي دي. د مثال په توګه، په ډېر لوړ فشار د برېښنا ليږدولو پروژه اوس په شينجيانګ کې د انرژۍ د تبديلولو لپاره فعال رول لوبوي. برسيره پر دې، له شينجيانګ څخه د هېواد نورو سيمو ته د برېښنا د ليږدولو دوهمه لار به په روان کال کې بشپړه شي.

ښاغلي جانګ شي وويل، له دې څخه ښکاري چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې شينجيانګ ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، چې پر ما يې ډېره هڅانده اغېزه کړې ده. زه د شينجيانګ د وګړيو په استازيتوب له عمومي منشي شي جين پينګ او د چين د کمونېست ګوند له مرکزي کمېټې څخه ډېره مننه کوم. سږ کال به د انرژۍ، برېښنا، د غوره کارکوونکو د روزلو، مالي او پولي چارو په اړه ۷ وړانديزونه وړاندې کړم چې پکې نوښت ډېر د پاملرنې وړ دی.

عمومي منشي شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ولسي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره کړې چې نوښت د پرمختګ لومړی هڅونکی ځواک دی او د عصري اقتصادي سيسټم د ابادولو ملاتير هم دی. چين بايد د نړۍ د مخکښې علمي تکنالوژۍ په لوري بنسټيزې څېړنې پياوړې کړي او پخپله بايد د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي.

لږه موده مخکې، د ۸۰۰ کيلوواټو په ظرفيت د لوړ فشار برېښنا ليږدونکې پروژې چې د جانګ شين په مشرۍ ډلې هم پکې ګډون کړی و، د ۲۰۱۷ کال د چين د پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې ځانګړې جايزه تر لاسه کړه. د ترانسفورماتور سهامی شرکت د شينجيانګ د يو اصلي تخنيکي شرکت په توګه، تل د تکنالوژۍ په برخه کې نوښت د خپلې ابادۍ او پرمختګ لومړۍ وسيله بولي چې په پر له پسې توګه يې په دې برخه کې لاسته راوړنې ګټلې او څو ځلې يې د هېواد د علمي تکنالوژۍ په برخه کې جايزې ګټلې دي.

ښاغلي جانګ شين وويل، د علمي نوښت له امله زموږ شرکت نننی برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په نوې زمانه کې به دغه شرکت څنګه نوې لاسته راوړنې ولري؟ جانګ شين په دې اړه وويل، موږ به د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې تل تر تله د علمي تکنالوژۍ نوښتي کارونو ته ډېره پاملرنه وکړو، د بازاري اړتياوو له مخې به د علمي نوښت په برخه کې د تصدۍ رول په پوره توګه ولوبوو او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې لپاره د انرژۍ د تجهيزاتو ضمانت او د يو نوښتي هېواد د ابادۍ لپاره به لا نور زيات خدمتونه وکړو.

د مالوماتو له مخې، د شينجيانګ د ترانسفورماتور سهامی شرکت له ۱۸۰ نه زياتې علمي تکنالوژۍ پروژې لري. اوس دغه شرکت د دغو پروژو د ازمويښتي کارونو لپاره ۵ مليارډه يوانه بېل کړي چې پکې ۲ مليارډه يوانه به د خپل نوښتي توان د پياوړتيا لپاره ولګوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای