CRI Online

چين به د شينجيانګ په شمول سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-04 16:44:27

د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د لارښوونکي ګروپ مرستيال ليو يونګ فو څو ورځې مخکې په يوه غونډه کې وويل، په تېرو ۵ کلونو کې په چين کې د بېوزلو کسانو شمېر څه باندې ۶۸ مليونه کم شوی چې دغه برياليتوب په تاريخ کې تر ټولو ښه دی. چين به په راتلونکی کې په هغو سيمو کې چې د بېوزلو کسانو شمېر زيات دی او د بېوزلۍ کچه يې لوړه ده، له بېوزلۍ څخه د دغو کسانو د ايستلو لپاره ډېر کوښښونه وکړي. چين به تر ۲۰۲۰ کال پورې هغه موخه عملي کړي چې ټول مطلق بېوزلی کسان له بېوزلۍ څخه وايستل شي.

څو ورځې مخکې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ حکومتي راپور وړاندی کړ او پکې راغلي، په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی. ښاغلي ليو يونګ فو وويل، د ۲۰۱۲ کال په پای کې چين کې کابو ۹۹ مليونه بېوزلي کسان موجود وو، اوس دغه شمېر ۳۰ مليونو ته کم شوی دی. ده وويل

((په دې وروستيو کلونو کې په ټول هېواد کې د بېوزلو علاقه داريو شمېر ۱۵۰ کم شوی. مخکې مو د بېوزلو علاقه داريو په اړه د پلټنې په بهير کې شمېر يې تل د زياتېدو په حال کې و، څرنګه چې معيار يې لوړ شوی. په ۲۰۱۶ کال کې دغه شمېر په لومړي ځل کم شو. برسيره پر دې، په تېرو پنځو کلونو کې په بېوزلو سيمو کې د بزګرو د عايداتو زياتوالی د هېواد د کليوالو سيمو د بزګرو عايداتو د منځني زياتوالي په نسبت ۲.۵ سلنه لوړ و چې په تاريخ کې تر ټولو ښه بريالیتوب ګڼل کېږي. ))

له بېوزلې سيمې څخه يو بل ښه او مناسب ځای ته کډه کول د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره يوه اغېزمنه طريقه ده. په تېرو ۵ کلونو کې چين کې اته مليونه درې لکه کسان له اصلي سيمې څخه د حکومت لخوا ترتيب شوي ځای ته کډه شوي دي. ليو يونګ فو وويل، د دې کار لګښت ډېر لوړ دی، خو د لګولو وړ دی. ده وویل

(( د هر تن لګښت ۶۰ زره يوانه دی چې دغه لګښت لوړ دی، خو د لګولو وړ دی. که نه، هغه بېوزلي کسان به تل په بېوزلې سيمه کې پاتی وي او له بېوزلۍ څخه د وتلو شونتیا به کمه وي. اوسنۍ کليدي موضوع دا ده چې تر کډه کېدو وروسته بايد په نوي ځای کې اړوندې چارې ترتيب شي. که چارې نشته ، نو په پوره توګه له بېوزلۍ څخه د وتلو په معنا نه ده، يوازې دغه کسان په نوي ځای کې د کار په وسيله ثابت عايدات تر لاسه کړي، نو له بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي.))

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د جنوبي سيمې، د سه چوان ولايت د ليانګ شان سيمې، د يوان نان ولايت د نو جيانګ سيمې او د ګان سو ولايت لين شيا سيمې په شمول ځينو ځايونو کې ګڼ شمېر بېوزلي کسان موجود دي. چين په تېر کال کې په سختو بېوزلو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د نظر سند خپور کړ چې په دې برخه کې هراړخيز ترتيبات ترسره شوي دي.

د چين د ماليې وزارت مرستيال هو جينګ لين وويل، په دې وروستيو کلونو کې مرکزي حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې پيسې لګولي او په راتلونکې کې به لا زياتې پيسې ولګوي. ده وويل

((سږ کال به د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ۱۰۶ مليارډه يوانه بېل کړو چې د مسلسلو دريو کلونو لپاره هر کال شل مليارډه يوانه زيات شوي. که د روزنې، طبي درملنې او ټولنيز ضمانت په برخو کې لګښتونه منع شي، دغه شمېر به لا نور زيات شي. ))

اوس په چين کې کابو ۳۰ مليونه بېوزلي کسان موجود دي، د چين موخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ټول مطلق بېوزلي کسان له بېوزلۍ څخه ايستل دي. سږ کال د دې موخې د عملي کولو لپاره يو کليدي کال بلل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای