CRI Online

په خوتان کې ښکلي کلي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-04 18:50:49

ژمی لاړ او پسرلی راغی ، خبريال په دې ښکلي موسم کې د خوتان سيل وکړ او د ښکليو کليو د ابادولو توده څپه يې له نژدې وکتله .

د خوتان ګوندي مشر عزيز موسی له خبريال سره د مرکې په ترڅ کی وويل چې اوس د خوتان حکومت د يو لړ کارونو په کولو سره د غريبو کليو د ژغورلو او د ښکليو کليو د ابادولو تګلاره اجرا کوي ، په مفصل ډول ويلی شو چې له دغو کارونو څخه يې موخه د کليوالو د هستوګنې او توليد شرايطو ښه کول او د کرنې او مالدارۍ سيمو بيلول دي څو چې ښکلي کلي اباد شي.

د قاراقاش ولسوالۍ د يېګيار علاقه دارۍ په قوميايلاق کلي کې خبريال وليدل چې د کلي لارې کوڅې ډيرې پاکې دي او په کلي کې کوچنی ميدان هم له کولتوري فضا څخه ډک دی ، خو مخکې له دې نه د کلي هر ځای ککړ و .

خبريال د غريبې کليوالې ګلي نار محمد کور ته ننوت او و يې ليدل چې په انګړ کې د انګورو يو کوچنی باغ شته او د کوټې دروازې مخې ته بوټونه په برابر ډول ايښودل شوي دي .په کور کې حمام او اشپزخانه هم شته .لنډه دا چې د ژوند هر ډول عصري سامانونه پلې شته دي .

پوښتنه دا ده چې پخوا د دغه کور ګډوډ انګړ او کوټې څنګه په ښکلي کور بدل شوې دي ؟ ګلي نار ځواب ورکړ چې نوی کور د حکومت د غوره تګلارې په رڼا کې له غريبانو سره د مرستندويه صندوق لخوا د برابر شويو پيسو په وسيله جوړ شوی او د نوي کور تر جوړيدو وروسته مو په انګړ کې يو کوچني باغ اباد کړ چې پکې سبزيجات کرو او د پسونو او چرګو ساتنځي مو هم جوړ کړي چې پکې نهه پسونه ، لسګونه چرګان او سل کوترې پکې روزو. پرته د کورنيو ژويو او مرغانو له روزلو نه ګلي نار او ميړه يې د خوراک پلورلو څخه هم په مياشت کې درې زره يوانه ګټه اخلي چې له پنځوسوو امريکايي ډالرو سره برابر دي . ګلي نار په فخر سره وويل چې زموږ د ژوند پخواني بد عادتونه بدل شوي دي .

د چېرا ولسوالۍ ولسوال محمد عمر جان خبريال ته وويل چې د چيني خصوصيت لرونکی سوسياليزم نوي عصر ته داخل شوی او موږ هم بايد نوې نظريې ولرو او د ښکليو کليو د ابادولو لپاره زياتې هڅې وکړو څو چې ګڼ شمير بزګران له تندلارۍ او بدو عادتونو څخه لېرې شي

نن ورځ د خوتان په کليو او بانډو کې ښکلي انګړونه جوړ شوي او کليوال د ښاريانو په شان معاصر ژوند تيروي .

د ښکليو کليو د ابادولو اخري مقصد د بزګرانو عايداتو زياتول دي څو چې د کليو او ښارونو ترمنځ فاصله لنډه شي . خبريال د چېرا ولسوالۍ په يوه ازمويښتي سيمه کې وليدل چې بزګرو رومي بانجان شکول . دوه ديرش کلنې ازاد ګلي اوبوليشان په داسي حال کې چې د خندا نه تکه سره اوښتې وه ، خبريال ته وويل چې له ميړه سره يې د تير نوامبر په مياشت کې د سبزيو پنځه ګلخانې په اجاره واخيستې . په يوه ګلخانه کې مو رومي بانجان وکرل چې توليدي اندازه يې پنځه يا شپږ ټنه ده چې شپږ زره يوانه ګټه کوي او د پنځو ګلخانو له کرل شويو سبزيو څخه کلنی خالص عايد به ديرشو زرو يوانو ته ورسيږي چې نژدې له لسو زرو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، دغه راز دوي څلويښت هکتاره د خرما باغ هم د اجارې په توګه اخيستی دی چې کلنی عايد يې پنځوسو زرو يوانو ته رسيږي او په دې نسبت به دوي له خوارۍ څخه ځان وژغوري . د خبر له مخې ،د قاراقاش ولسوالۍ په سياباغ کلي کې د شپې ښوونځی هم پرانيستل شو چې د ولسوالۍ د ښايسته څيرې جوړونکو او يا ارايشګرو کليوالو ښځو ته د ښکلا په هکله مالومات ورزده کوي چې دا د کليوالو ښځو د روحاني بڼې د لوړولو فعاليت هم دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای