CRI Online

په شينجيانګ کې د څو قومي ژبو ادبي ژباړه د ګړندي پرمختګ په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 21:09:44
په شينجيانګ کې د څو قومي ژبو ادبي ژباړه د ګړندي پرمختګ په حال کې ده

د تېر مارچ له ۲۰مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ادبي ژباړې او تيوريکي څېړنې ټولګی چې د دې سيمې د ګوندي کمیټې د تبليغاتي ادارې او د ادبي او هنري ټولنې لخوا يې په ګډه کوربتوب کېده، په ارومچي ښار کې ترسره شو چې د شينجيانګ د بېلا بېلو سيمو څخه راغلو ژباړونکو او د دوهمې دندې په توګه د ژباړونکو په شمول څه باندې سلو تنو پکې برخه اخیستې وه.

د ژباړې په برخه کې ادب پوهانو ډېر مالومات وړاندې کړل او زده کوونکو یادښتونه وليکل. د هر درس تر ختمېدو وروسته، د ادب پوهان هرومرو د زده کوونکو لخوا منل شوي وو او د دوي پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. برسيره پر دې د بېلا بېلو قومونو زده کوونکو هم د نظريو تبادلې وکړې او سلامشورې يې وکړې. دوی د یوې ګډې موخې لپاره هڅې کولې چې د ژباړې مهارتونه ښه کړي او د قومي کلتور ښه تبادله وکړي.

د چين د بهرنيو ژبو پوهنتون پروفیسور وانګ جيان جاو هم د دې ټولګي د درس ورکولو له ادب پوهانو څخه دی، هغه باور لري چې ژباړه ستر اهميت لري، او په شينجيانګ کې د څو قومونو د ادبي ژباړې پرمختګ ډير مهم دی او وړتياوې هم لري. هغه وويل: "د شينجيانګ د څو قومونو ادب د چين د ادبياتو يوه مهمه برخه ده، د شينجيانګ د ادبي ژباړې پرمختګ د چين د ادبیاتو د پراختیا او غني کېدو معنا لري. دا يو واقعيت دی چې د شينجيانګ غښتلو ادبي ژباړونکو ډېر اغېزمن کارونه ترسره کړي چې له امله يې د چين په نورو ځايونو کې په ادبیاتو کې د نوښت راوستلو لپاره د شينجيانګ له ادبي خزانې څخه ګټې اخیستل شوي دي. د شعر په برخه کې زما کارونه هم د شينجيانګ د ادبیاتو تر اغېزې لاندې وو.

د دوهمې دندې په توګه ژباړونکي مختار قربان چې د کشغر له قاغلق ولسوالۍ راغلی او په دې ټولګي کې يې برخه درلوده، خبريال ته وويل، ډیر خوشحاله يم او له دې ټولګي څخه مې زياته ګټه واخيسته. د ژباړې له لارې نه یوازې د بېلا بېلو قومونو وګړو ذهن پياوړی کېږي، بلکې هنري خوندونه ترې اخيستل کېږي او بله دا چې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو زړونه سره تړل کېږي.

د شينجيانګ د ادبي ټولنې مرستيال علاتي اسمو وويل، نننۍ ټولنه بې له ژباړې پرمختګ نه شي کولی. زموږ ژبې، نظریې، علمي تکنالوژي او د نړۍ بېلا بېلو مالوماتو ته زموږ اړتياوې په عمده توګه د ترجمې له لارې پوره کېږي. په عين وخت کې د ترجمې کارونه له ستونزو او ننګونو سره هم لاس او ګړيوان دي. د بېلګې په توګه، په شينجيانګ کې له قومي ژبو څخه په ملي ژبې د ادبي ژباړې په برخه کې د ژباړونکو شمېر کافي نه دی، د ادبي ژباړې په اړه نظرياتي څېړنه بايد پياوړې شي او داسې نور. د دغو ستونزو له امله، د چين لويه ادبي ټولنه د شينجيانګ د لږکيو معاصر قومي ادبيات په پوره او سمه توګه نه شي پېژندلی. له دې نه پرته، ډېر ژباړونکي دوهمه دنده هم کوي او يوازې په خپله مينه او شوق ژباړه کوي، نو کافي وخت هم نه لري.

سږ کال به په شينجيانګ کې دوه ځلې دغه شان د ژباړې ټولګي ترسره شي چې د شينجيانګ د ژباړونکو ډلې د ثابتولو، د ژباړې اثارو کيفيت د لوړولو به لپاره فعال رول ولوبوي. د شينجيانګ د ليکوالو ټولنې مرستيال شن وې خبريال ته وويل، د شينجيانګ د ادبياتو ځانګړتيا دا ده چې د څو قومونو ادبيات په ګډه پرمختګ او سمسور کېږي. زموږ ټولنه به د ادبي ژباړو کارونو د هڅولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای