CRI Online

شينجيانګي ښوونکې عمان ګل يونس

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 16:49:13
شينجيانګي ښوونکې عمان ګل يونس

عمومي منشي جین جین پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګریس په راپور کې اشاره وکړه چې د ایډیالوژیکي او سیاسي کارونو پیاوړتیا او پراختیا اړینه ده. د شينجيانګ د ترافيکي مسلکي تخنيک د پوهنځي د ایډیالوژیک او سیاسي تیوری درسونو په برخه کې د یوې ځوانې ښوونکې په توګه، عمان ګل د خپل کار د پيل له ورځې راهيسې تل دې پام کولو چې څنګه خپلې پوهې د زده کوونکو لخوا په ريښتني توګه منل کېدای شي او د دوی د لويېدو په بهير کې ګټور تمام شي.

په۲۰۱۴ کال کې کله چې عمان ګل نويو محصلينو ته درس ورکولو، هغې یوې خاموشې نجلې ته پام کړې چې تل به خپل سر ټيټ نيولی و او له نورو سره به یې خبرې نه کولې. کله چې هغې په ټولګي کې د خپلو نورو ټولګيوالو په مخ کې خبرې، نو ډېره تر تاثير لاندې راغلې او ورخطا وه. عمان ګل پر دې پوهېدله، مخکې له دې چې محصلينو ته تر درس پيل شي، لومړی باید د دوی باور ټينګ او جوړ کړای شي.

د شينجيانګ د ترافيکي فني پوهنځي زياتره محصلين داسې دي چې له ليرې او ګوښه کلیوالو سیمو څخه راغلي، او ډیر يې د بېوزله کورنيو غړي دي. سره له دې چې دوی په خولو هېڅ نه وايي، خو په زړونو کې ښايي دا احساسات ولري چې د پوهنتونونو د محصلينو په نسبت يې درجه لږ څه ټيټه ده. عمان ګل وويل، زه باید خپلو محصلينو ته دا مالومات ورکړم چې اوس هېواد د عصري مسلکي ښوونې پرمختګ ته چټکتیا ورکوي. موږ باید نه یوازې دې ته پاملرنه وکړو چې ايا پوهنځي شهرت لري که نه، بلکې دې ته توجه وکړو چې ايا ټولنه زموږ مسلک ته اړتیا لري که نه." عمان ګل پرېکړه وکړه چې د ريښتيني بېلګو په وسيله بايد د محصلينو باور پيدا او جوړ کړای شي.

د هغې خاموشې نجلۍ نوم يو شيا مياو دی او د ګان سو ولايت له يو کلی څخه راغلې. کله چې دې د لومړي ځل لپاره ځان معرفي کړ، ډېره ناارامه او ورخطا وه او هېڅ خبره يې نه شوای کولې. هغې عمان ګل ته ويلي، د دومره زياتو همټولګيو په مخ کې خبرې نه شم کولی او ډېره ورخطا او شرمېږم. هغه له دې اندېښمنه کېده چې ښوونکې عمان ګل به د هغې په اړه بې هيله شي. له اټکل څخه وتلی خبره دا وه چې په دوهمه ورځ عمان ګل يو ځل بيا هغې ته بلنه ورکړه چې نورو همټولګيو ته د خپل ټاټوبي په اړه مالومات وړاندې کړي. هغه بيا هم ډېره ورخطا او شرمندو کې وه، خو دغه ځل هغې دومره وويلای شو چې ټاټوبی يې د ګان سو ولايت يوه ښکلی منظره لرونکې سيمه ده.

يو شياو مياو خبريال ته وویل، يوه ورځ ښوونکې عمان ګل په درس کې موږ ته يوه ويډيو ښودله چې پکې د شينجيانګ د نفتو شرکت د نفتو د استخراج ګروپ د مشر روز احمت باک کيسه ويل شوې وه. هغه د ختن په يوه ګوښه او ليرې کلي کې زېږېدلی، کله چې هغه ۱۵ کلن و، د کلامايي په فني ښوونځي کې شامل شو، هغه وخت احمت په ملي ژبې نه پوهېده، په درس کې د استاذ په خبرو هم نه پوهېده. خو هغه تسليم نه شو او پخپله د زده کړو په يوولس کلونو دوره کې وکولای شول د پوهنځي د نيمه لوړو زده کړو دوه سندونه او يو ديپلوم تر لاسه کړی. کله چې هغه ۳۳ کلن و، احمت د چين د نفتو په برخه کې يوازنی اويغوري فني کارپوه و. دغې کيسې پر يو شيا مياو ډېره اغېزه کړې وه. اوس د يو شيا مياو حالت ډېر بدل شوی، هغه په عادي توګه اوس له خپلو نورو ټولګيوالو سره خبرې او خندا کوي او په فعاله توګه په بېلا بېلو سياليو کې برخه لري.

عمان ګل وويل، د دې زده کوونکي له مختلفو سيمو څخه راغلي او د ژوند چاپېريال او عادتونه يې له يو بل سره بېل او توپير لري، نو د ګډې زده کړې او ژوند په بهير کې ختما توپیرونه ليدل کېږي. په داسې حال کې د دوی ترمنځ د تفاهم رامنځته کول او پياوړتيا ډېره مهمه ده. د زده کوونکو د فکري او اخلاقي سويې په لوړتيا سره به دوستانه فعاله فضا هرومرو د ټولو ترمنځ جوړه او رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای