CRI Online

عبدالغني: په نړيواله طبي سيالۍ کې ګډون کوونکی شينجيانګي ډاکټر

cri     (GMT+08:00) 2018-04-28 21:05:51
عبدالغني: په نړيواله طبي سيالۍ کې ګډون کوونکی شينجيانګي ډاکټر

په تېره مارچ مياشت کې په اروپا کې د سينې د جراحۍعملياتو د کلنۍ غونډې په اړه د مواردو د انتخابولو سيالي په شانګهای کې ترسره شوه. د شينجيانګ پوهنتون په اړه د لومړي روغتون ډاکټر عبدالغني په دريو مخکښو مقامونو کې شامل شو او په راتلونکې مې مياشت کې به د اسيا په استازيتوب په پايلوبه کې ګډون وکړي.

دغه سيالي د سينې د جراحۍ په څانګه کې نړيوال جام ګڼل کېږي، ۳۸ کلن عبدالغني ددې څانګې په برخه کې د خپل روغتون لپاره فخر ګټلی او هغه تاريخ يې ختم کړ چې تر اوسه د چين د شمال لوېديځې سيمې هېڅ ډاکتر په ياده سيالۍ کې نه و شامل شوی.

د عبدالغني لومړۍ هيله دا وه چې د يو خبريال په توګه دنده په غاړه ولري، له کانکور مخکې يې خپله هيله بدله کړه او په پای کې د طب پوهنتون لخوا ومنل شو . له هغه وخته د ناروغانو په درملنې بوخت دی.

د طبی مهارتونو لوړتيا د زياتو نويو مالوماتو نيولو ته اړتيا لري . د کار کولو وروسته عبدالغني هره شپه طبي مجلې لولي او د هيواد په دننه او بهر کې نوي طبي خبرونه او مالومات تر لاسه کوي . دده روغتون په شينجيانګ کې لومړی درجه روغتون دی او په ټوله خپلواکه سيمه کې د ټولو سختو او ناتشخيص شويو ناروغيو د درملنې دنده پر غاړه لري. عبدالغني په ياد دي چې د يو ناروغ لپاره چې د وينې د کموالي په ناروغۍ اخته و او د ده د سينې په پرده کې يې يو مرګه پرې کړ چې دغه ډول کمې ليدل شوې ناروغۍ د اخته کيدو ميزان يوازې په سلو کې يو دی ، د درملنې د پخواني متيود له مخې که څه هم دغه مرګه يې پرې کړ، خو له بدمرغه تر عملياتو وروسته ددی ناروغ د وينې د کموالي نښه لا هم له منځه نه ده وړل شوې . له نړيوالو پوهانو څخه د پوښتلو وروسته عبدالغنی دا ځواب تر لاسه کړ چې دغه ډول ناروغي تر اوسه پورې علاج نه لري

لږه موده مخکې عبدالغني د يو داسې ناروغ د سينې په پرده کې يو مرګه پرې کړ چې غړي يې بې توانه و، اوس د ده د غړو توان د اعادې په حال کې دی .د ډاکتر عبدالغني په وينا دغه دوه ناروغۍ څرګنده اړيکه نه لري، خو په زياتو بهرنيو طبي اسنادو کې ليکل شوي چې په سلو کې له شلو څخه تر ديرشو برخو داسې ناروغانو کې د غړو د کمزورتيا له امله د سينې په پرده کې مرګه پيدا کيږی او د مرګه تر پرې کيدو وروسته د غړو توان اعاده کيږي.

د ډاکترۍ دندې نه پرته عبدالغني په شينجيانګ پوهنتون کې د بهرنيو زده کوونکو ښوونکی هم دی او د تام و تمام طبي مهارت په درلودلو سره هغه روانه انګليسي ژبه هم ويلی شی .

په سيالۍ کې عبدالغني نورو حاضرو لوبغاړو ته په شينجيانګ کې د ځايي ناروغيو د څيړنې په برخه کې خپلې تجربې معرفي کړې، په تيره بيا د ايچينوکوکوسيس او د مرۍ سرطان دده تحليل او تشخيص نه يوازې د قضاوت کوونکو لخوا وستايل شو، بلکي د سينې په څانګه کې د شينجيانګ لوړ مهارتونه هم ښکاره شول .

عبدالغني وويل چې ډير حوشاله يم د خپل وطن او اسيا په استازيتوب راتلونکې سيالۍ کې ګډون کوم او غواړم چې نړۍ ته په طبي چارو کې د شينجيانګ پرمختيايي سرعت وښيم او د نړۍ د طب په ساحه کې د نورو هيوادونو غني تجربې تر لاسه کړم. څو چې لا زياتو ناروغانو ته ګټه ورسوم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای