CRI Online

په اروموچي کې د نړيوالو بندرونو سيمه جوړه شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 16:02:02

د چين د شينجيانګ د ارموچي د سيمه ييز او نړيوال ځمکني بندر د ابادۍ له لارې به په هراړخيزه توګه د نړيوالو بندرونو د پرانيستې بڼې د رامنځته کېدو لپاره خوځنده ځواک برابر شي.ياده سيمه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د کيليدي سيمې په توګه ګڼل کېږي . د مې په اتمه نېټه د اروموچي د سيمه ييز او نړيوال ځمکني بندر د ابادولو کميټې مسؤل ليو شاو هوا وويل چې د دې سيمې ابادول د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د کيليدي سيمې د ودانولو مشري کوي.

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې ويل شوي چې بايد د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه پر دې ټينګار وکړو او کور دننه د پانګې راجلبولو او بهر ته تللو ته يو شان پاملرنه وکړو، د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو بايد ټينګار وکړو او د نوښت او ورخلاصون د پياوړتيا له لارې د ځمکې او سمندر له لارې د چيني او بهرنيو خواوو او د لويديځو او ختيځو اړخونو د تګ راتګ او تبادلې په اړه پراخ جوړښت جوړ کړو. د اروموچي د سيمه ييز او نړيوال ځمکني بندر د ابادولو کارونه د توکو راغونډولو، د باغونو جوړولو او د صنعتونو راټولولو د پرمختګ له نظريې سره سم تر سره شوي دي.روان کال به په پر له پسې توګه د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د سرچينو د يوځای کولو کارونه پياوړي شي څو د نړيوال سوداګريز ډګر رول په مداومه توګه ولوبول شي.له پلان سره سم به په روان کال کې له اروموچي څخه د لوېديځ په لور ۱۴۰۰ اورګاډي حرکت وکړي،دغه راز د ځمکني او بندري سيمې نظام به نور هم بشپړ شي او مهم رول به يې هم روښانه شي.

ښاغلي ليو وويل چې اوس له اروموچي څخه لوېديځو هېوادونو ته خوځيدلي اورګاډي په عادي توګه کارول کېږي او په عمده توګه فولاد ، پلاستيکي توليدات، جامې او ودانيز توکي ليږدوي.

ليو شاو هوا وويل چې اوس موږ د نويو سوداګريزو ماډلونو لکه د انلاين نړيوالو سوداګرو د راجلبولو او د مالونو د ليږد راليږد عصري نړيوال ميدان د جوړولو له لارې د ځمکني او بندري اقتصاد او اصلي اقتصاد همغږۍ پراختيا ته وده ورکوو. د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ له پياوړتيا سره سره ځمکنۍ او بندري ساحې په پر له پسې توګه خپل پټ توان ښودلی دی. تر اوسه پورې د ارومچي د ټيټو مالياتو د اخيستلو عمده سيمې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره د ۲ مليارډو او ۸ سوو مليونو يوانو په ارزښت پانګې لګولې دي. د نړيوالې سوداګريزې خدمتي سيمې د ابادولو کارونو لومړۍ پړاو به د جولای په پای کې بشپړ شي. ښاغلي ليو شاو هوا وويل چې سږکال به ځمکنۍ او بندري سيمې لارښوونکی رول ولوبوي او له نورو بندرونو او ښارونو سره به همکارۍ پياوړې کړي څو د اقتصادي پرمختګ د بېلګې سيمه جوړه کړي.

د روان کال په فبرورۍ کې د شينجيانګ د ځمکني بندرونو نړيوال شرکت جوړ شوی چې د يادې سيمې د پانګې اچونې، پراختيا، ودانولو، ادارې او نور مسؤليت پر غاړه لري.له پيل څخه دغې سيمې له بهر سره د تګ راتګ او تبادلې او نوښت ځانګړتياوې ښودلي چې د شينجيانګ د ورخلاصون لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.

اوس د يادې سيمې له لارې د توکو د لېږلو انډول ۱۰ سلنه زيات شوی او عملياتي لګښتونه يې ۱۰ سلنه ټيټ شوي دي.له شينجيانګ څخه بهر ته د سوداګريزو تصديو د صادراتو د لېږدولو لګښتونه ۹ سلنه ټيټ شوي او وارداتي لېږد لګښت يې ۲۲ سلنه ټيټ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای