CRI Online

موږ له نيکمرغه دا ډول خپلوان لرو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 20:47:19

د مې يوه ورځ ،ازدام امين له ماښامنۍ ډوډۍ وروسته د چيني ژبې په زده کړې پيل وکړاو جمله په جمله يې متن ولوست. وروسته له دې چې د حکومت په مالي مرستې د ارومچي ښار په با داو وان سيمه کې نوي کور ته نقل شوی، هغه هره ورځ په کار، زده کړې او د ماشومانو په پالنې ډېره بوخته وي. نوموړې په ډاډ وويل، د ورور جو په مرسته مې لومړی هدف رښتينی شوی ،اوس به د دويم هدف د پوره کولو لپاره کوښښ وکړم.

ازدام امين د درېو ماشومانو مور ده ، مشره لور يې واده کړې ده او زوی يې په کوچي ولسوالۍ کې په يوه فني ښوونځي کې زده کړې کوي. د ژوند د ښه والي لپاره ازدام امين بزګري پرېښوده او له خپل خاوند او کشرې لور سره يوځای د اقسو سيمې له ټاټوبي کوچي ولسوالۍ څخه ارومچي ښار ته کډه شول،دغه جوړه د دې ښار د شيباک سيمې د چانګ جيانګ لارې په اداري کمېټه کې د جاروګرو په توګه وګمارل شول او په سين شينګ واټ کې يې د يو ۳۰ متره مربع کور په کرايه ونيو.

د ازدام امين خپلوان جو شوانګ چي د ارومچي ښار د شېباک سيمې د اداري کمېټې د تبليغاتي څانګې مامور دی. جو شوانګ چي اوس هم په ياد دی کله چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې هغه په لومړي ځل د ازدام امين کور کې مېلمه و او و يې ليدل چې کور يې دوه کوټې لری او پراخوالی يې شاوخوا دېرش متره مربع دی ، ازدام او خاوند يې په لويه کوټه کې اوسيدل.ازدام د ماښامنۍ ډوډۍ په پخولو بوخته وه او کشره لور يې په کوچنۍ کوټه کې د ښوونځي کورنۍ دنده ترسره کوله. جو شوانګ چي وايي،دغه جوړه ډېره صميمي او ساده ده، که څه هم ژوند يې ښه نه و ، خو ازدام امين د ژوند په اړه ټينګ هوډ لري، د هغې په اند هرڅومره زحمت او ستړيا وي، خو بيا هم تر حده د ماشومانو لپاره يې د زده کړې ښه زمينه برابر کړې ده ترڅو دوی ښه وده وکړي او د دولت او خلکو لپاره خدمت ترسره کړي.

د ازدام د واقعي ژوند له ليدلو وروسته جو شوانګ چي غوښتل چې د هغې د کورنۍ لپاره څه وکړي او سمدستي يې نيت درلود چې ددوي لپاره د امتيازي اپارتمان د نيولو غوښتنه وکړي چې کرايه يې ډيره ټيټه وي . د ازدام له کور نه له وتلو وروسته هغه د دا ډول اپارتمان د نيولو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د چانګ جيانګ لار د سيمه ييزې اداري کمېټې ته ولاړه. د کمېټې کارکوونکو ور ته وويل، هغه کسان چې مياشتنی معاش يې تر ۲۶۲۵ ژن مين بي يوانو کم وي، د دا ډول اپارتمان د نيولو حق لري. جو شوانګ چي په خوشالۍ سره دغه خبر ازدام ته ورکړ چې په پای کې د ښاغلي جو په مرسته ازدام امين خپل غوښتنليک او نور اړوند سندونه د استوګنې سيمې اداري کمېټې ته وړاندې کړل.

نيم کال وروسته د ازدام کورنۍ نوي اپارتمان ته نقل شوه کوم چې د ارومچي ښار د با داو وان سيمه کې واقع دی. ازدام په خوشالۍ سره خبريال ته وويل، کور مې پنځوس متره مربع مساحت لري او پکې د نل اوبو ، برېښنا ګاز او مرکز ګرمی په شمول ټول لازم سامانونه شته ، پخلنځی يې هم لوی دی او ماشوم مې خپله کوټه لري، تر ټولو مهمه دا ده چې تشناب شته، د پخوا په شان د لاسي څراغ په لګولو سره عام تشناب ته نه ځم . پخوا مې کرايه هره مياشت ۱۲۰۰ يوان وو، اوس يوازې ۳۸۱ يوانه کيږي. د کمونېست ګوند او حکومت له ښو تګلارو څخه او زما له ښو خپلوانو څخه هم مننه کوم.

د ازدام امين لومړۍ موخه يعنې د استوګنې د شرايطو ښه کول رښتينې شوه، د هغې دوهم هدف دا دی چې د خپلو کوښښونو له لارې د خپلو ماشومانو لپاره مثال قايم کړي ترڅو ماشومان يې د زده کړې لپاره ډېره هڅه وکړي او د ټولنې لپاره ګټور کسان شي. ازدام له خپل خاوند سره د دغې موخې د پوره کولو لپاره هره ورځ په شپږو بجو پاڅېږي او په اوو بجو کار ته ځي.

جو شوانګ چي د دغې جوړې د ټينګ هوډ او کوښښونو له امله ډېر متأثر شو، نو هغوی ته يې د زده کړې لوازم ورکړل او معياري ملي ژبه يې ورزده کړه.د جو شوانګ چي په نظر ژبه نه يوازې د نظريو د تبادلې وسيله ده، بلکې دخلکو د زړونو ترمنځ مزل هم لنډولی شي. له يوې کلنۍ زده کړې وروسته اوس ازدام کولی شي چې په معياري ملی ژبه له نورو سره خبرې وکړي او کشره لور يې هم ښه عادت لري چې له ښوونځي نه کور ته له ستنېدو وروسته په دقت سره کورنۍ دنده ترسره کړي. ازدام وايي، د خپلوانو ارزښت نه دا چې موږ ته کافي خوراکونه راکوي، بلکې راسره مرسته هم کوي، موږ له نيکمرغه د ورور جو په شان خپلوان لرو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای