CRI Online

د شينجيانګ ټولې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-14 16:40:12
د شينجيانګ ټولې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوي

د مې ۱۹مه نېټه د چين د سيلانۍ له ورځې سره برابره وه، په همدې ورځ د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې د سيلانۍ رنګارنګ فعاليتونه ترسره شول او ګڼ شمېر سيلانيان يې راجلب کړي وو.

د يوې شمېرنې له مخې، په همدې ورځ د شينجيانګ د سانجي د حوی قوم د خپلواکې ناحیې ګوچوک ولسوالۍ ۲۳ زره ۳۴۷ تنه سيلانيان منلي وو او سيلانيز عايدات يې ۳۹ مليونه ۶۸۹ زرو يوانو ته رسېدل چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷۳.۶ سلنه زيات شوی دی. دغه زار په دې ولسوالۍ کې سږنۍ سيلانيزه موده پيل شوې ده.

له ګوچوک ولسوالۍ نه پرته، د ئيلي سيمې په موکغولکوره ولسوالۍ کې تر ټولو د ښکلې منظرې لرونکې سيمې د انتخابولو فعاليت ترسره شو، د تارباغاتاي سيمې د ساون ولسوالۍ د سپا منظره لرونکې سيمې ۵۰۰ سيلانيانو ته بلنه ورکړه چې په وړيا توګه له ښکلې منظرې او سپا څخه د خوند اخيستلو ازمويښتي فعاليت ترسره کړي. د ارومچي ښار په مي دونګ ناحيه کې د ځمکني توت شکولو دوهم فيستوال ترسره شو.

په همدې ورځ د جيانګ بو لا که په نوم منظره لرونکې سيمې بې له ټيکيټه سيلانيان ومنل، له ارومچي څخه راغلې سيلانۍ لي شو جوان په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل، نن ورځ موږ بې له ټيکيټه منظره لرونکې سيمې ته ننوتلی شو، نو مونږ له خپلې کورنۍ سره يو ځای دلته راغلي يو. له دغې منظره لرونکې سيمې نه پرته، په همدې ورځ د شينجيانګ په ډېرو منظره لرونکو سيمو کې د سيلانيانو پر وړاندې امتيازي تدبيرونه غوره شوي وو چې د ټيکيټ بيه يې نيمه برخه کمه وه او يا به وړيا وه. سيلانيزو شرکتونو او هوټلونو هم يو لړ ورته ګامونه غوره کړي چې ګڼ شمېر سيلانيان يې راجلب کړي دي.

د چين د سيلانۍ ورځې په رارسېدو سره، د شينجیانګ د سيلانيزو چارو بېلا بېلو ټولنو تبليغاتي چارې پياوړې کړې او رنګارنګ سيلانيز فعاليتونه يې ترتيب کړل او په شينجيانګ کې يې د سيلانۍ پرمختګ وهڅاوه. د مې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د شينجيانګ د سيلانۍ ټولنې د سرمنشي او د بېلا بېلو سيلانيزو شرکتونو د مشرانو په شمول ۵۰ تنه په کوټه لرونکو سيارو موټرو کې د سيلانيزو لارو د ټاکلو لپاره د مناس ولسوالۍ او ساون ولسوالۍ په ګډون ځينو منظره لرونکو سيمو ته ولاړل.

د جونګ لو ليان په نوم د کوټه لرونکو سيارو موټرونو د کلب مينيجر جای چون فنګ وويل، د دې فعاليت په اثر، د مناس په ولسوالۍ کې د کوټه لرونکو موټرونو د کمپ د جوړولو په اړه اړونده ستراتيژيکه همکاري هڅول شوې چې د سيلانۍ د نوې لارې د پراخېدو لپاره يې فعال رول لوبولی دی.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ ټولنې د ګوندي کمېټې مشر هو هان مين وويل، د دغو يو لړ سيلانيزو فعاليتونو په اثر، ډېرو زياتو سيلانيانو د شينجيانګ جلبونکې منظرې وپېژندلې او دغه راز د شينجيانګ د سيلانيزو سرچينو شهرت لوړ شوی دی. هغه وويل، شينجيانګ به په راتلونکي کې د سيلانيزو چارو د تاسيساتو سويې او د خدمتي کیفیت د لوړولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي او د شينجيانګ سيلانيزه نښه به لا نوره پراخه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای