CRI Online

د شينجيانګ اقسو سيمه د منځنۍ اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د نږدېوالي لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 11:11:04
د شينجيانګ اقسو سيمه د منځنۍ اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د نږدېوالي لپاره هڅې کوي

د اقسو سيمه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تيان شان غره په جنوب کې پرته ده او پراخوالی يې څه باندې ۱۳۱ زره مربع کيلومتره دی. اقسو د ورېښمو په لرغونۍ لاره کې د يوې ځلاندې ملغلرې غونډې ښکلی ځای او د مېوو اډه ګڼل کېده. په دې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په پرمختيا او د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په نږديوالي سره، د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګريز تګ راتګ تر ډېرې اندازې پورې پرمختګ موندلی او ځانګړي زراعتي او فرعي توليدات لکه خوږې مڼې، خوندور ناک، چارمغز او انګور، د قزاقستان او قرغزستان په شمول هېوادونو ته صادرېږي.

د عدا د صادراتو او وارداتو شرکت د لسګونو کلونو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته د اقسو د ځانګړو توليداتو په صادرولو لګيا دی. د دې شرکت مشرې مکرم حسن له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل

((موږ تل د ځايي ځانګړو توليداتو په صادرولو بوخت يو. د اقسو عمده ځانګړي توليدات ميوې دی، د اقسو خوږې مڼې په ټول هېواد کې شهرت لري. داسې ځانګړي توليدات په عمده توګه د منځنۍ اسيا هېوادونو، پاکستان او روسيې ته ليږل کېږي. ))

مېرمن موکرانمو وويل، اوس د منځنۍ اسيا هېوادونو ، پاکستان او روسيې ته د يادو توليداتو د ليږدولو کلنۍ اندازه د زياتېدو په حال کې ده. د ۲۰۱۶ کال اندازه د ۲۰۱۵ کال په نسبت له شل سلنې نه تر دېرش سلنې پورې زياته شوې، د ۲۰۱۷ کال اندازه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۵۰ سلنه زيات شوې ده. د ميوو د خرڅلاو کلنۍ اندازه کابو شل زره ټنه ده.

له زراعتي او فرعي توليداتو نه پرته، د اقسو ځايي معاملوي شرکتونه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته چيني صنعتي توليدات صادروي. د اقسو د يو تونګ په نوم د صادراتو او وارداتو شرکت عمومي مينجير وانګ چيان ون د نږدې شلو کلونو لپاره د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره معاملې کړي او کوي يې. مخکې دغه شرکت په عمده توګه تاجکستان او قيرقزستان ته توليدات صادرول، د شرکت د معاملې پيمانې په پراختيا سره په وروستيو دوو کلونو کې يې معاملې له قزاقستان او ازبکستان سره پيل کړي. ښاغلي وانګ چيان ون وويل

((پروا نه لري چې د کشغر د ځمکني بندر او د اورومچي د اورګاډي له لارې، په دې وروستيو دوو کلونو کې ازبکستان ته زموږ د صادراتو اندازه د ګړندي زياتوالي په حال کې ده. کله چې د اقسو ځانګړي توليدات بازار ته وړاندې کېږي، موږ داسې ځانګړي توليدات صادروو. په نورو وختونو کې موږ هغه صنعتي توليدات صادروو چې له جه جيانګ او ګوانګ دونګ ولايتونو څخه اخيستل شوي وي. د اقسو عمده ځايي صنعتي صادراتي توليدات فولادي دروازې او د غلا مخنيوونکې دروازې دي، موږ په دې برخه کې وړتيا لرو. ))

د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په ګړندي پرمختګ سره، اوس د وانګ چيان ون شرکت د معاملو کلنی ارزښت لسګونو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېږي او دغه شمېر لا هم د ګړندي زياتوالي په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای