CRI Online

شينجيانګ د سيلانيزو چارو د هڅولو لپاره د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو جوړونه چټکوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-20 16:21:19
شينجيانګ د سيلانيزو چارو د هڅولو لپاره د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو جوړونه چټکوي

د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکه سيمه لوی پراخوالی لري او دلته ډېرې طبيعي او کلتوري سرچينې شته. مخکې په شينجيانګ کې د ترافيکي شرايطو د کمزورتيا له امله، دلته د راغلو سيلانيانو شمېر کم و. په دې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې کارو په پرمختګ سره شينجيانګ کې د سړکونو، اوسپنيزو لارو او هوايي لارو په شمول ترافيکي شبکې د ودې له نوي فرصت سره مخامخ دي.

د ناراتي منظره لرونکې سيمه د تيان شان غره په غرنۍ سيمه کې پرته ده او له ارومچي څخه ۴۶۰ کيلومتره واټن لري. دلته ښکلې منظرې او د قزاقي قوم دودونه ډېر په زړه پورې او زړه وړونکي دي. مخکې د ترافيکي شرايطو کمزورتيا د دې سيمې د سيلانيزو چارو د پرمختګ په وړاندې عمده خنډ و، په دې وروستيو کلونو کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې ابادۍ په چټکېدو سره په ټول شينجيانګ کې د پټليو، سړکونو او هوايي کرښو په شمول ترافيکي شبکه لا نوره بشپړه شوې ده. د ناراتي منظره لرونکې سيمې ته د تللو سيلانيانو شمېر هم زيات شوی دی. د دې سيمې د ادارې کمېټې معين شه نينګ وويل

((د ناراتي منظره لرونکې سيمه د تېرې پېړۍ په ۹مه لسيزه کې جوړه شوې، د یو کمربند او يوې لارې وړانديز تر وړاندې کېدو وروسته، د دې سيمې د پرمختګ سرعت ډېر ګړندی شوی او دلته د راتلونکو سيلانيانو شمېر ډېر زيات شوی. په ۲۰۱۷ کال کې د ټکيټ اخيستونکو کسانو شمېر ۵.۷ لکو تنو او د سيلانيانو عمومي شمېر ۲ مليونو او ۴ لکو ته رسېدلی چې کلني زياتوالی يې د مسلسلو ۵ کلونو لپاره له ۱۸ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې دی. ))

ترافيکي بنسټيز تاسيسات د سيلانيزو چارو د پرمختګ بنسټ دی او د سيلانيانو د احساساتو د ښه والي لپاره يوه مهمه برخه ده. د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو جوړونې د چټکولو لپاره شينجيانګ دا موخه وټاکله چې د ديارلسم پنځه کلن پلان د پرمختګ په موده کې د يو زر مليارډو يوانو پانګونې ترسره کړي او د لس زرو کيلومترو په اوږدوالي عمومي سړکونه بشپړ کړي. د شينجيانګ د سيلانيزو چارو د پرمختګ کمېټې معينې ګلي عبليمو وويل

((ترافيک په شينجيانګ کې د ګرځندويۍ پرمختګ لپاره يوه ستونزه ده، څرنګه چې شينجيانګ ډېر لوی دی، د بېلا بېلو منظره لرونکو سيمو ترمنځ واټن ډېر زيات دی او ترافيکي لګښت يې لوړ دی. سږ کال مو د ترافيک، ملکي هوايي چارو او اوسپنيزو لارو په شمول له ځينو ارګانونو سره تماسونه نيولي چې د سيلانيزو سړکونو سيسټم جوړونه يې چټکه کړې، ډېر ځنډول شوي سړکونه هوار شوي او د ښارونو او منظرې لرونکو سيمو ترمنځ ترافيکي ترتيبات هم پياوړی شوي دي.))

د سيلانيزو چارو پر مخ د ترافيکي ستونزو د ليرې کولو لپاره، د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ادارې په فعاله توګه د پټليو شبکې جوړښت بشپړ کړی، له ارومچي ښار څخه د ارتای، تورفان او خامي په شمول سيمو ته د سيلانۍ خدمتي پټلۍ کرښې پرانيستلې دي. په عين وخت کې د شينجيانګ په دننه کې ډېرې هوايي کرښې هم پرانيستل شوي دي. اوس شينجيانګ کې هوايي کرښې ۲۴۲ ته رسېدلې چې پکې ۲۱ نړيوالې او سيمه ييزې کرښې شاملې دي. په ۲۰۱۷ کال کې د شينجيانګ په ټولو هوايي ډګرونو کې د مسافرينو شمېر له ۳۰ مليونو نه زيات شوی دی. اوس د اورمچي د هوايي ډګر پراخولو پروژه روانه ده او تر بشپړېدو وروسته به په ۲۰۲۵ کال کې په يو کال کې د ۴۸۰ مليونو مسافرينو د ليږد راليږد توان ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای