CRI Online

تورنيسه سلايدين: مقام زما زړه کې نه مړ کېدونکي اور په شان دی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-05 08:52:26

په اروموچي ښار کې د شينجيانګ د مقام هنري ډلې د تمرينونو په تالار کې د يادې ډلې لوبغاړي د مقام په تمرين بوخت دي. هغه سندرغاړې چې د هنري ډلې په منځ کې ولاړه وه، تورنيسه سلايدين نومېږي او د چين د دولت په کچه د مقام هنر وارثه ده. نوموړې وايي،د مقام له هرې نندارې سره مينه لرم او هيله ده چې ډېری کسان د مقام هنر وپېژني او مينه ورسره پيدا کړي.

((په لومړي ځل مو په هانکانګ کې د مقام هنري ننداره ترسره کړه، ليدونکو موږ وساتلو او وېل يې چې ستاسو هنري ننداره ډېره په زړه پورې ده، ستاسو اواز، موسيقي الات او نڅا ډېره ښکلې ده.))

د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې يو ښکلی ځای دی.

د ورېښمو لارې په اوږدو کې دغه پرته سمسوره سيمه له دوه زره کلونو راپه دې خوا د مختلفو کلتورونو تر منځ د تفاهم او تګ راتګ پل ګرځېدلی. د بېلګې په توګه يوناني، چيني او عربي کلتورونه چې د دغو ځلاندو کلتورونو په رڼا کې د سندرو، نڅاګانو او موسيقۍ په ګډون يو ډول ځانګړې ادبي او هنري بڼه رامنځته شوه او دغه هنري ډول د مقام په نامه ياديږي چې دوولس مقام يې استازيتوب کوي او هر مقام له درېيو برخو جوړ دی چې لومړۍ برخه يې په اويغوري ژبه جونپ، دوهمه برخه يې کيسه او درېيمه برخه يې ميسيرپ نومېږي. د ټولو دوولسو مقامونو وېل څه دپاسه شلو ساعتو ته اړتيا لري. دوولس مقام په ۲۰۰۵ کال کې د يونيسکو لخوا د نړۍ د غير مادي ميراثونو په لېست کې شامل شو. د دوولس مقام زده کړه ډېره سخته ده، په ۱۹۴۹ کال کې ټول چين کې يوازې يوه سپينږيري دوولس مقام په بشپړه توګه ويلی شو، نو مقام د له منځه تلو له خطر سره مخامخ و.

د ۱۹۵۱ کال په لومړيو کې د چين د پخواني صدراعظم جو اين لای په غوښتنې په هېواد کې د دوولس مقام د ساتلو پروګرام پيل شو. د دغه پروګرام له مخې،د مقام اړوند سندونه راټول، خپاره او څېړنه يې ترسره شوې ده،دغه راز ټول هنرمندان اورمچي ته راوبلل شول او په درېيو کلونو کې يې د دوولس مقام ټولې برخې ثبتې کړې.

تورنيسه په۱۹۶۵ کال د بېجينګ د ډرامې پوهنځي د اوپرا له څانګې فارغه شوه او شينجيانګ ته بېرته ستنه شوه.وروسته نومړې په لومړي ځل د شينجيانګ د هنري ډلې لخوا اجرا شوې د مقام هنري ننداره وکتله او ويې ويل:

((د مقام ننداره ډېره په زړه پورې وه. له دې وروسته مې له مقام سره دومره ډېره مينه پيدا شوه چې تل مې ډوډۍ نه خوړله او د مقام هنري تمرينونه به مې کتل. هغه مهال د شينجيانګ ډېر مشهور سندرغاړي او د موسيقي الاتوغږونکي ټول اورموچي کې راغونډ شول او په ګډه يې هنري نندارې وړاندې کړې، دغه نندارې زما ډېرې خوښېدې چې له دوو لس مقام سره مينه زما زړه کې د اورغوندې ګرمه شوه.))

د شينجيانګ د تياتر د مقام هنري ډله په۱۹۸۹ کال په رسمي ډول جوړه شوه او په چين کې لومړنۍ او يوازينۍ هنري ډله وګڼل شوه چې دنده يې تر ډېره د مقام هنر په ميراث اخيستل، نندارې ته وړاندې کول، څېړل،پرمخ بېول او دې هنر ته د خلکو هڅول دي.

اوس ۷۰ کلنه تورنيسه په عمده توګه د ځوانو لوبغاړو د روزلو دنده ترسره کوي، دې وويل:

((ډېره نيکمرغه يم، د کمونيست ګوند او دولت له پاملرنې او مرستې څخه ډېره مننه کوم، ګوره، زموږ د تمرين تالار دومره لوی دی او پخوامو نه درلود، دغه ښه شرايط کمونيست ګوند او دولت زموږ ته راکړي او زه ډېره مننه ترې کوم.))

د مقام هنري ډله اوس څه باندې ۱۳۰ غړي لري چې پکې دوه تنه د دولت په کچه د مقام هنر وارثان دي او تورنيسه يوه له دې کسانو څخه ده. مرکزي حکومت هر کال د مقام هنر هر وارث ته ۲۰۰۰۰ يوانه برابروي او دغه پيسې به دغه هنر د ساتنې او پرمختګ چارو لپاره ولګول کېږي. د بېلګې په توګه د مقام اړوند ليکلي او غږيز سندونه راټولول، ځوانانو ته ورزده کول او داسې نور. تورنيسه په دې اړه ويلي:

((مقام زموږ د هېواد خزانه ده، هيله لرم چې دغه هنر او هنرمندان خلکو ته وروپېژنم. که څه هم اوس زړه شوم ، خو له دوی څخه به ملاتړ وکړم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای