CRI Online

د ارومچي ښار د لوړې او نوې تکنالوژۍ صنعتي پارک د ګړندي پرمختګ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-19 15:37:39
د ارومچي ښار د لوړې او نوې تکنالوژۍ صنعتي پارک د ګړندي پرمختګ په حال کې دی

په ارومچي ښار کې به د روبوټونو صنعتي پارک جوړ شي

څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مرکز ارومچي ښار د لوړې او نوې تکنالوژۍ صنعتي سيمې د شين سونګ په نوم د روبوټ جوړونې شرکت سره د ستراتيژيکې همکارۍ تړون لاسليک کړ چې په ګډه به په ارومچي ښار کې د روبوټونو صنعتي پارک جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې، د ياد صنعتي پارک د جوړولو پروژه کې يو ډګر او څلور اډې شته چې د ځيرکي چارو د څېړنې او اختراع عامه خدمتي ډګر، د روبوټونو د کاريال د څېړنې او نوښت اډه، د روبوټونو د تجهيزاتو د جوړولو اډه او داسې نور. د دې پروژې عمومي پانګونه کابو ۶ مليارډه يوانو ته رسيږي او تر پنځو کلونو پورې به بشپړه شي. د اټکل له مخې کله چې ياده پروژه سرته ورسېږي، نو کلنی توليدي ارزښت به يې ۵ مليارده يوانه وي.

د شين سونګ په نوم د روبوټ جوړونې شرکت تل د روبوټونو د صنعتي پارکونو په پانګونو بوخت وي. د دې شرکت مشر هاو جان ګانګ وويل، د هېواد د يو مهم شرکت او د عصري جوړونې په برخه کې د يو مخکښ شرکت په توګه، په ارومچي ښار کې له صنعتي پارک سره يو ځای د روبوټونو د صنعتي پارک پروژه ترسره کول د شينجيانګ له ابادۍ سره د مرستې لپاره د حکومتي تصدۍ يو عملي او اغېزمن تدبير دی. دوی به د نړيوالې سويې لرونکي پارک په توګه دغه صنعتي پارک جوړ کړي او د چين پرمختللي ځيرک تخنيکونه به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته صادر کړي. په عين وخت کې به دغه شرکت په خپلو سرچينو ډېرې اړوندې تصدۍ راجلب کړي چې په دې صنعتي پارک کې پانګونې وکړي.

د ارومچي ښار د لوړې او نوې تکنالوژۍ صنعتي سيمې د اړوند مسئول په قول، دغه په شينجيانګ کې د دولت په کچه صنعتي سيمه ده، نو دې ته ډېره پاملرنه کوي چې د لوړې او نوې تکنالوژۍ چارو په وسيله لوړ کيفيت پرمختګ تر لاسه شي.

د نوې انرژۍ د کاروونکو موټرونو د توليدي اډې جوړونه پيل شوه

څو ورځې مخکې د ارومچي د لوړې او نوې تکنالوژۍ په صنعتي پارک کې د شينجيانګ د سو شه د دقيق توليد شرکت په اړه د سو شه صنعت د توليدي اډې د جوړونې پروژه پيل شوه.

د دې پروژې د بنسټ ډبرې د ايښودنې په مراسمو کې د ياد شرکت مشر دای لي هونګ وويل، د يادې توليدي اډې تر بشپړېدو وروسته به په عمده توګه هغه صنعتي توليدات توليد کړي چې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو، هوانوردۍ او ماشيني تجهيزاتو په شمول ځينو ساحو کې وکارول شي. د دې پروژې عمومي پراخوالی ۴۰ هکتاره دی او پانګونه به يې ۵ مليارډو يوانو ته ورسېږي.

په دغه پروژه کې به د نوې انرژۍ کاروونکي بشپړ موټرونه هم توليد شي چې اټکل کېږي په راتلونکې کې به يې کلنی توليدي ارزښت له ۴۰ مليارډو څخه تر ۵۰ مليارډو يوانو پورې وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای