CRI Online

وانګ يو فانګ: په شينجيانګ کې پر لرغون پېژندنې بوخته ده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 20:08:56
وانګ يو فانګ: په شينجيانګ کې پر لرغون پېژندنې بوخته ده

د اګست په مياشت کې نسبتاً هوا ګرمه وي او لمر تېزوي، د شينجيانګ د جمسار ولسوالۍ د بېتينګ د بېشبالق ښار ګوټي د کنډولې په پارک کې، له تايوان څخه راغلې نجلۍ وانګ يو فانګ د کيندل شويو کودړو په تنظيمولو بوخته وه.

وانګ يو فانګ اوس د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د ماسترۍ پوهنځي د لرغون پېژندنې څانګې د لومړي ټولګي محصله ده. هغې په خپله دوبنۍ رخصتۍ کې د لرغون پېژندنيزو کارونو لپاره شينجيانګ انتخاب کړ، هغه له شينجيانګ سره ډېره علاقه لري. هغې وويل، زما لپاره شينجيانګ يو نامالوم ځای دی او د څېړنيزو کارونو لپاره وړ دی.

وانګ يو فانګ له ماشومتوب څخه له څېړنيزو چارو سره علاقه لري. کله چې په ۲۰۱۳ کال کې هغه د منځني ښوونځي له دوهمې مرحلې څخه فارغه شوه، د ګوانګ جو ولايت د جونګ شان پوهنتون د ټولنيزو او انساني چارو د پوهنځي د لرغون پېژندنې په څانګه کې شامل شوه او په لرغون پېژندنې يې پيل وکړ.

د وانګ يو فانګ لپاره له تايوان څخه د چين سترې برخې ته تګ هم يو ډول څېړنه ده. د دې منځني ښوونځي يعنې د تای بې ښار د لي دا جه په نوم منځني ښوونځي څخه مخکې هېڅ زده کوونکی د زده کړې په خاطر د چين سترې برخې ته نه و راغلی، د دې ښوونځي استاز هم په دغه برخه کې هېڅ لارښوونکې تجربه نه لري. وانګ يو فانګ له لرغون پېژندنې سره د مينې په پار د چين په ستره برخه کې د زده کړې لپاره د نورو زده کوونکو لپاره يوه نمونوی جوړه شوې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې وانګ يو فانګ له جونګ شانګ پوهنتون څخه فارغه شوې او بيا وروسته د چين د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کې شامله شوه او تخصص يې د انسانانو د هډوکو څېړنه ده. له ګوانګ جو څخه بېجينګ ته په تللو سره وانګ يو فانګ د چين د سترې برخې له جنوب څخه شمال ته راغلې او د دې برخې په اړه يې ډېر زيات مالومات تر لاسه کړي دي. هغې خبريال ته وويل، د صحرا او ژېړ سيند په شمول ځايونه چې مخکې زما لپاره يوازې جغرافيايي نومونه وو، اوس ما پخپله وکتل او ډېر خوندونه مې واخيستل.

وانګ يو فانګ وويل، لرغون پېژندنه له سيلانۍ سره ډېر توپيرونه لري، بايد د تفتيش او مطالعې لپاره کليوالو سيمو ته لاړ شي او له ځايي اوسېدونکو سره تماس ونيسي او د ځايي مالوماتو په اړه بايد ژوره پوهه ترلاسه شي. د اوږد وخت لپاره د دې کار په ترسره کولو سره يې دا پيدا کړه چې د خلکو ترمنځ د نظريو تبادلې ډېرې مهمې دي. هغې خبريال ته وويل، زما نيکونه په تايوان کې اوسېدل او د هېواد د سترې برخې په هکله يې لږ مالومات لرل. مخکې مو د انټرنيټي شبکې له لارې د سترې برخې په هکله ځيني مالومات تر لاسه کول خو وروسته تر دې چې زه سترې برخې ته راغلم، پوه شومه چې د دې برخې په اړه د تايوان د ځينو رسنيو خپرونې غلطې دي. د تايوان خلک بايد له سترې برخې څخه ليدنه کتنه وکړي چې خپلمنځي تفاهم او پېژندنې پياوړې شي.

له جولاې راهيسې، وانګ يو فانګ په شينجيانګ کې د لرغون پېژندنې په تمرين بوخته ده، هغې د شينجيانګ له خوږو مېوو، ښکلي اسمان او ارام ژوند سره مينه پيدا کړې. هغې د کار په تفريخ وخت کې د شينجيانګ مشهورو منظره لرونکو ځايونو مثلاً لويې دښتې او صحرا ته هم سفرونه کړي دي. وانګ يو فانګ وويل، له دې امله چې هغه د هېواد په ستره برخه کې زده کړه کوي، د دې پلار او مور هم څو ځلې د سترې برخې د جيانګ شي ولايت، تبت سيمې او هو نان ولايت په شمول ډېرو منظره لرونکو سيمو ته سفرونه کړي دي. هغې وويل، په راتلونکی کې به د چين د سترې برخې نورو سيمو ته هم لاړه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای