CRI Online

د سينګارتونونو د شينجيانګ د ښځو د کار او استخدام لپاره ګټور رول لوبولی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 11:35:03
د سينګارتونونو د شينجيانګ د ښځو د کار او استخدام لپاره ګټور رول لوبولی

د روان کال په مارچ کې، د شينجيانګ اويغوري کورواکې سيمې د ښځو ټولنې د شينجيانګ په جنوبي څلورو سيمو کې د سينګارتونونو د جوړولو پروژه پيل کړه چې په وړيا توګه يې د سينګار په برخه کې ښځې روزي او د سينګار د کار او استخدام په برخه کې د دوی مهارتونه لوړوي. اوس د جنوبي شينجيانګ د څلورو سيمو په 1962 بېوزلو کليو کې ګام په ګام د سينګارتون نږدې درې زره دکانونه پرانيستل شوي او په دې توګه د بېوزلو ښځو د کار او استخدام انډول لوړ شوی او عوايد يې هم زيات شوي دي، په عين وخت کې د دوی د عصري ژوند تمايل هم ښکاره شوی دی.

35 کلنه ميرګل محمد د ختن سيمې په قاراقش ولسوالۍ کې د سينګاري چارو په برخه کې يوه مشهوره کارګره ده. په ۲۰۰۲ کال کې هغې د ځايي حکومت تر مرستې لاندې لومړی سينګارتون پرانيست او له ۱۶ کلونو راهيسې يې په خپلو کوښښونو او زحمتکښونو په دې ولسوالۍ کې شل سينګارتونونه پرانيستلي دي. د کار په عين وخت کې يې په خپلو پيسو څه دپاسه ۵۰۰ تنو ښځو ته د سينګار په برخه کې وړيا روزنې برابرې کړي چې له بېوزلو کورنيو څخه راغلي. ميرګل وويل

((دوی ټول د بېوزلو کورنيو ماشومان دي، دوی د سينګار تخنيک زده کړی او اوس پخپله پيسې ګټلي شي، د دوی د باور لرونکو مخونو په کتلو سره ډېره خوشحاليږم. ))

((تاسو د ويښتانو کوم ډول غواړئ؟ )) ((د بو بو تو په نوم عصري شکل غواړم. ))

د مېلير په نوم سينګارتون کې مشره بويجي نورمحمد مشتريانو ته خدمت کوي. د بويجي کورنۍ د قاراقش ولسوالۍ په پورچاقچي لوی کلي کې ده او په کورنۍ کې يې شپږ غړي شته او يوازې د جوارو د کرلو لپاره لږه ځمکه لري، د دې کورنۍ کلني عمومي عايدات له لس زرو يوانو نه کم دي او ژوند يې ډېر سخت دی. د روان کال په پسرلي کې بويجي د سينګاري چارو د مهارت په روزنه کې ګډون وکړ. هغې د دغه مهارت تر زده کړې وروسته اوس خپل سينګارتون پرانيستلی دی. هغې وويل

((د سينګاري مهارت تر زده کړې وروسته مې خپل سينګارتون پرانيستلی، هره ورځ له ۱۵ څخه تر ۲۰ مشتريان لرم او هره مياشت زما عوايد اوه يا اته زرو يوانو ته رسېږي. اوس زه د دوو کشرانو وروڼو د ساتلو لګښت پر غاړه لرم. مخکې مې بيخي داسې فکر نه کاوه چې زه به دومره زياتې پيسې وګټم. زما پلار او مور هم ډېر خوشحال دي او زما مور وايي چې زما دغه مهارت زموږ کورنۍ بدلولی شي. ))

د سينګارتونونو د جوړولو پروژې له پيل کېدو راهيسې، حکومت کارګرو ته وړيا روزنې ، د دکانونو ځايونه او د لس زرو يوانو په ارزښت تجهيزات برابروي، د بويجي نور محمد په شان زياتې ښځې چې د دغه مهارت تر زده کړې وروسته يې خپل سينګارتونونه پرانيستلي دي. د روان کال تر سپتمبر پورې د جنوبي شينجيانګ په څلورو سيمو کې د سينګارتونونو شمېر نږدې درې زرو ته رسېدلی. ۷۹۵۴ ځايي ښځو د سينګاري چارو په روزنه کې ګډون کړی او له دې جملې څخه ۴۲۰۳ تنو يې کارونه پيدا کړي دي. دغه راز په کليوالو سيمو کې دغه تمايل هم رامنځته شوی چې ښځې کولی شي پخپله پيسې وګټي او په ښکلي ژوند پسې وګرځي. د قاراقش ولسوالۍ د ښځو ټولنې د ګوندي کمېټې مشرې دای جه جوان وويل

(( اوس په ټولو کليو کې د ښځو لخوا جوړ شوي سينګارتونونه شته. ښځې کولی شي چې پخپله پيسې او باور تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه ژوند وکړي، د دوی بڼې هم مخ په عصري او ښکلا کېدو دي. مخکې به دوی يوازې په کور کې ناستې وې، اوس دوی پخپله کار پيل کړی او د پيسو د تر لاسه کولو په برخه کې لارښوونکی رول لوبوي. ويل کېږي چې دوی زموږ په ټولنه کې حياتي قوې ګرځېدلې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای