CRI Online

د سيلانۍ چارو د شينجيانګ د کليوالو سيمو د پرمختګ لپاره نوې ځواک برابر کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 16:14:21
د سيلانۍ چارو د شينجيانګ د کليوالو سيمو د پرمختګ لپاره نوې ځواک برابر کړی

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې سيلانيزې ټولنې څو ورځې مخکې د سيلانيزو چارو له ۱۶ شرکتونو سره د ختن سيمې د پوسکام او يکن ولسواليو ته د سيلانيزو چارو د څارنې لپاره سفر وکړ. دا د ((سل شرکتونه له سلو کليو سره د مرستې )) تر عنوان لاندې د هغه فعاليت يوه برخه ده چې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د کلتور او سيلانۍ د ادارې لخوا ترسره کېږي. د دې فعاليت موخه دا ده چې کلي او شرکتونه د سيلانيزو لارو د طرحه کولو او پانګونو په برخه کې په ګډه کوښښونه وکړي، په کليوالو سيمو کې سيلانيزو چارو ته وده ورکړي او په عين وخت کې به لا زيات بزګران او کوچيان په سيلانيزو پروژو کې برخه واخلي او عايدات به يې لوړ شي.

د يادې کورواکې سيمې د کلتور او سيلانۍ د ادارې مرستيال ما ژوی خبريالانو ته وويل، دې ادارې له ۲۰۱۶ کال راهيسې د سيلانيزو چارو په وسيله د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې ۱۷۲ مليونه يوانه لګولي، ۲۶۳ سيلانيز پروګرامونه يې ترسره کړي او په دې ترڅ کې يې د ۱۲ زرو بېوزلو کورنيو 21.7 زرو کسانو د استخدام او کار مسئلې حل کړې دي.

د لو مې په نوم د ځنګلي چارو د صنعتي پارک د کلتور او سيلانۍ پروژې مسئولې دو لين وويل، د روان کال په تېر سپتمبر کې دغه صنعتي پارک د يادې ادارې تر مرستې لاندې د ياقتو ولسوالۍ له سوباش کلي سره د مرستې تړون لاسليک کړ. دغه صنعتي پارک د لينګ نان د ايکولوژيکي چاپېريال د کلتور او سيلانۍ د شرکت په کړې پانګونې جوړ شوی او عمومي پراخوالی يې نږدې 667 هکتارو ته رسېږي. په دغه صنعتي پارک کې د عصري زراعتي چارو او کلتوري سيلانۍ په هکله يو لړ پروګرامونه ليدل کېږي. مېرمن دو لين وويل، د روان کال په اګست مياشت کې د دې پارک لومړۍ برخه پرانيستل شوه او د شپږ زرو کسانو د کار مسئله يې حل کړې ده. دلته هره ورځ په منځنۍ توګه څه باندې پنځه سوه کسان کار کوي او په دې جمله کې څه دپاسه درې سوه تنه د شاوخوا کليوالو سيمو بزګران او کوچيان دي.

په وروستيو کلونو کې شينجيانګ د سيلانيزو چارو په وسيله د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د غښتلې ولسوالۍ د ټاکلو معيار او په دې برخه کې د لارښوونکي د سپارښتنې ميعار ټاکلی دی. برسيره پر دې، د شينجيانګ د اويغوري د کورواکې سيمې په کليوالو کې د سيلانيزو چارو د هڅولو طريقه هم د پلې کېدو په حال کې ده او د دې کورواکې سيمې سيلانيزې چارې به په قانوني، منظمه او معياري توګه پرمختګ ومومي.

تېر کال د شينجيانګ د کلتوري او سيلانۍ ادارې د شينجيانګ په جنوب کې د څلورو اياليتونو د ۲۲ بېوزلو ولسواليو د حالاتو له مخې په دغو ولسواليو کې سيلانيزې چارې، غوره صنعتي چارې، ايکولوژيکې چاپېريال او عامه خدمتونه ښه ترتيب کړی او د ځايي کليوالې سيلانۍ په پرمختګ کې د ګډون لپاره يې سيلانيزو شرکتونو ته لارښوونه کړې ده. نو د دې کال په پای کې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې يو لړ غوره سيلانيز پروګرامونه ترسره شوي او د کليوالو سيمو د پرمختګ لپاره يې نوی حياتي ځواک برابر کړی دی.

د يوې بېلګې په توګه د شينجيانګ د موري قزاقي کورواکې سيمې د ينګېنبولاق ولسوالۍ په يويليانګدي کلي کې له ۱۴۴ کورنيو څخه ۷۸ يې په سيلانيزو چارو کې ګډون کړی دی. د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې دغه کلي نږدې ۴۰ زره تنه سيلانيان منلي او له امله يې د دغو کورنيو عايدات د پخوا په پرتله په منځني توګه دېرش زره يوانه زيات شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای