CRI Online

چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهور شخصيتونه: بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې نژدې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 10:40:09
چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو مشهور شخصيتونه: بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې نژدې همکارۍ وکړي

چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو د سفر په نامه فعاليت چې د چين د ميډيا ګروپ لخوا تر سره کېږي، د جنورۍ په لسمه نېټه د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې پيل شو. د ترکيې، مصر، افغانستان، پاکستان، بنګله ديش او سريلانکا په شمول د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو شپږو هېوادونو د مشهورو خبري رسنيو خبريالانو د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د مثالونو نندارتون له کتنې نه وروسته په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی او بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د زړه له کومې همکارۍ وکړي. دوی وويل چې په دې برخه کې د چيني حکومت تدبيرونه مؤثر دي او هيله لري چې په شيجيانګ کې دايمي امنيت وساتل شي.

د ترکيې د عزمير خبريالانو ټولنې رئيس ميسکيت ديکمن وويل، ترکيه له اوږدې مودې راهيسې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده، نو ترکيه په دې برخه کې د چين په احساساتو او تجربو ډېر درک کوي . ديکمن وويل

((نن ورځ مو په دغه نندارتون کې د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې انځورونه او بېلګې ليدلې. زما په اند، نندارچيانو ته د ترهګرۍ لخوا د رامنځته شويو وحشتونو ښودل يو ښه عمل دی، ځکه چې نندارچيان به د دغو عکسونو په کتلو سره ترهګري په لا ښه توګه ترهګري وپېژني. ))

د پاکستان د FM98 د چين او پاکستان د دوستۍ راډيو وياند تصور زمان بابار پر دې ټينګار وکړ چې ترهګری له مذهبي عقيدې سره هېڅ اړيکې نه لري. اسلام سوله غوښتونکی دين دی، موږ د هر چا له هغه عمل سره مخالفت کوو چې د اسلام په پلمه ترهګريز کړه وړه ترسره کوي.

د چين حکومت له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره يو لړ کلک او اغېزمن تدبيرونه نيولي چې په شينجيانګ کې وضعيت تر ډېرې اندازې پورې ښه شوی او د بېلا بېلو قومونو وګړيو امنيتي احساسات په څرګنده توګه لوړ شوي دي. د ترکيې د تازه خبري ويبپاڼې خبريال ينيس يرسن د چين کوښښونه ډېر وستايل او و يې ويل

((ما وليدل چې د چين حکومت يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي چې له امله يې د ترهګروکړو وړو مخه تر ډېرې اندازې پورې نيول شوې. په تېرو ۲۵ مياشتو کې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګريزې پېښې نه دې رامنځته شوې، هيله لرم چې په دغه سيمه کې دوامدار ثبات او ارامتيا وساتل شي.))

د افغانستان د کندهار اوربند اوونيزې عمومي مدير عبدالمتين اميري هيله څرګنده کړه چې چين د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې افغانستان ته تجربې ورکړي. ده وويل، (( ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی او يوازې د يوې سيمې او يو قوم دښمن نه دی. زه په افغانستان کې هره ورځ دغه شان پېښې وينم. هيله لرم چې نړيواله ټولنه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره نژدې همکارۍ وکړي او چين راسره مرسته وکړي. ځکه چې د چين حکومت د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هيله لرم چې د چين حکومت خپلې تجربې له افغان حکومت سره شريکې کړي.))

د بنګله ديش د ډيلې سن ورځپاڼې اجرائيوی ايديتر شيابور راهمن دې ته اشاره وکړه، که موږ غواړو ترهګري په پوره توګه له منځه وباسو، نو بېلا بېل هېوادونه بايد په دې برخه کې د زړه له کومې همکاري وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای