CRI Online

د نوې او لوړې تکنالوژۍ له امله په (شخه نزه ښار) کې د کرهڼيزو چارو کچه لوړه شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 10:25:21
د نوې او لوړې تکنالوژۍ له امله په (شخه نزه ښار) کې د کرهڼيزو چارو کچه لوړه شوې ده

لسګونه کاله مخکې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د (شخه نزه ښار) په کرهڼيزو چارو کې عنعنوي تکنالوژۍ کارېدلې. اوس د اوبو لګولو نوی تخنيک، د بې دو لارښوونکي سيسټم او بې پيلوټه الوتکې په شمول يو لړ نوې تکنالوژۍ کارول شوې او دغه راز يې د شخه نزه ښار په کرهڼيزو چارو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.

د اوبو لګولو نوې تکنالوژي داسې ده چې سره په اوبو کې منحل کېږي او سره يو ځای په کرهنيزو ځمکو کې اچول کېږي. ځکه د دې نوې تکنالوژۍ په کارولو سره اوبه کروندې ته په قطره يي سيسټم او برابره توګه ورکول کېږي، نو اوبه او سره ډېر سپمول کېږي. د شينجيانګ د تيان يې د اوبو لګولو شرکت د موادو د خرڅلاو څانګې مينيجر يانګ وان سن وويل، د دوی شرکت شل کاله مخکې له اسراييلو څخه دغه نوې تکنالوژي واخيستله او بيا يې په دغه تکنالوژۍ کې نوښت رامنځته کړ. هغه وويل، د دې نوې تکنالوژۍ په کارولو سره د بزګرو کارونه تر ډېرې اندازې پورې کم شوي او د اوبو د ضايع کېدو مخه نيول شوې، دغه راز د کارګرو ډېر لګښت کم شوی او د بزګرو شوق او زوق هم زيات شوی دی. هغه وويل

((د کرهڼيزو چارو پرمختګ ځيراکې تکنالوژۍ ته اړتيا لري، نو د بزګرو نظرونه هم بايد نوي شي. موږ بزګران هڅوو چې د همکارۍ ټولنه جوړه کړي او يوه واحده سوداګريزه نښه جوړه کړي، دغه شان به د دوی د زراعتي توليداتو بيې لوړې شي. موږ بزګر روزلي او د پيسو راغونډېدو په وسيله د توليداتو ډولونه برابروو چې د زراعتي توکو د توليد او خرڅلا ځنځير بشپړ شي. ))

د (شخه نزه) د هونګ شينګ شيانګ په نوم د کرهڼيزو چارو همکاريزه ټولنه د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې جوړه شوه او اوس دغه ټولنه يو زر پنځه سوو هکتاره پراخه کرهڼيزه ځمکه لري. دغې ټولنې په ټراکټورونو کې د بې دو لاښوونکي سيسټم نصب کړی. د دې ټولنې مشر جو ژون وويل، په ټولو ټراکټورونو کې د بې دو لارښوونې سيسټم نصب شوی او د کرنې بهير تر څارنې لاندې دی. هغه وويل، د ياد سيسټم په رڼا کې د زراعتي توکو توليدي اندازه ډېره زياته شوې ده. مخکې د کرنې په بهير کې د ټراکټورونو موقعيت دومره سم نه و او څرخونه به کله کله پر بوټو وروختل او د بوټو ترمنځ واټنونه به کله کله ليری وو او د زراعتي توليداتو توليدي اندازه تل ټيټه وه. د بې دو لارښوونکي سيسټم دغه مسئلې پوره حل کړې دي. ښاغلي جو ژون وويل، اوس د دوی همکاريزه ټولنه له اړوند پوهنتون سره د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښونه کوي او هيله يې وښودله چې په راتلونکی کې به په کرنيزو چارو کې لا زياتې نوې تکنالوژۍ وکارول شي.

ښاغلي جو ون ده د يادې همکاريزې ټولنې يو کارکوونکی دی. هغه زموږ خبريال ته وويل د بې دو لارښوونکي سيسټم تر کارونې وروسته په سمه توګه د ځمکې د کرلو کچه ډېره لوړه شوې او د بزګرو حاصلات او عايدات هم لوړ شوي دي. هغه وويل

((په تېرو دوو کلونو کې مو په هرو ۶۶۷ مربع مترو کرهڼيزو ځمکو کې د زراعتي توکو توليدي اندازه څه باندې سل کيلوګرام وه او عايدات ډېر ټيټ وو. اوس مو لوړ کيفيت زراعتي توکې او د ادارې علمي لارې چارې غوره کړې، په عين وخت کې د بې دو لارښوونکي سيسټم مو کارولی او د بې پيلوته الوتکو په وسيله مو زراعتي توکو ته درمل ورکړي، نو د زراعتي بوټو د خونديتوب انډول ډېر لوړ شوی، تېر کال زموږ د زراعتي توکو توليدي اندازه په سلو کې سل زياته شوې، اوس زموږ په ناحيه کې د هرو ۶۶۷ مربع مترو په پراخوالی کې د زراعتي توکو توليدي اندازه له دوو سوو کيلوګرامو څخه اوښتې ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای