CRI Online

د شينجيانګي نجلۍ لي جه يان کيسه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 09:16:38
د شينجيانګي نجلۍ لي جه يان کيسه

نجلی لي جه يان د شينجيانګ په ائلي سيمه کې زېږېدلې. څوارلس کلنه لي جه يان په ۲۰۱۳ کال کې د جه جيانګ ولايت د يي وو ښار په منځني ښوونځي کې شامله شوه او له خپل ټاټوبي څخه ووتله. هغې چې کله په يي وو ښار کې زده کړه کوله، د ښوونکو تر لارښوونې لاندې يې د يي وو د پرچون توکو له بازار څخه ليدنه وکړه او هلته يې د خپل کاروبار د پيلولو فرصت پيدا کړ.

لي جه يان زموږ خبريال ته وويل، د يي وو د پرچون توکو په بازار کې د شينجيانګ د ځانګړو توليداتو د پلورلو سوداګر شته، نو فکر مې وکړ چې زه دغه کاروبار هم کولای شم. لي جه يان سمدلاسه دغه فکر عملی کړ او په ښوونځي کې يې د شينجيانګ ځانګړی توليدات مثلا د چارمغزو، خرما او شاتو په شمول پرچون توکي وپلورل. که څه هم په لومړي سر کې يې کاروبار ډېر ښه نه و، خو لي جه يان خپله هيله له لاسه ور نه کړه. هغه چې کله په ۲۰۱۶ کال کې په پوهنتون کې شامله شوه، د (سه لو مي يو) سوداګريزه نښه يې جوړه کړه او په رسمي توګه يې د شينجيانګ د ځانګړو زراعتي توليداتو په کاروبارو پيل وکړ.

لي جه يان زموږ خبريال ته وويل، يو ځل هغې له خپل ملګري سره د جنوبي شينجيانګ له يوې کورنۍ سره د خرما د خرڅلاو په هکله بحث وکړ. د بحث په ترڅ کې نجلۍ لي جه يان په دې وپوهېده چې د دې په مرسته به د نورو کسانو ژوند ښه شي، دا ډېر ارزښتناک کار دی. هغې پرېکړه وکړه چې د دې کورنۍ ټوله خرما د اصلي بيې په نسبت په لوړه بيه واخلي. د دې کورنۍ نيکه په سر کې فکر کاوه چې ما ټوکه وکړه، ځکه چې زه لا هم د پوهنتون يوه محصله يمه. خو د ټولو کسانو له فکر څخه وتلی خبر دا و چې دغه خرما ښه پلورل شوې. نو د شاوخوا سيمې بزګرو کورنيو هم وغوښتل له لي جه يان سره همکارۍ وکړي. تر اوسه پورې هغې له څه باندې دوه سوو بزګرو کورنيو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي.

لي جه يان تېر کال د پوهنتون په درېيم ټولګي کې وه، او په دې اړه زړه نا زړه وه چې له فارغېدو وروسته بېرته شينجيانګ ته ولاړه شي اوکه په جه جيانګ ولايت کې کار وکړي. هغې زموږ خبريال ته وويل، شپږ کاله کېږي چې په جه جيانګ ولايت کې زده کړه ومه، په دې بهير کې مې دا پيدا کړه چې ډېر کسان د شينجيانګ په اړه مالومات بيحی نه پوهېږي او حتی د شينجيانګيانو په اړه غلط فکرونه لري. نو پرېکړه مې وکړه چې خپل ټاټوبي ته بېرته لاړه شم او د خپل ټاټوبي د ښه ابادۍ لپاره کوښښونه وکړم.

ور پسې لي جه يان د ژمې په رخصتۍ کې د خپل ټاټوبي يعنې د تکس ولسوالۍ د ځانګړو چارو په اړه څېړنې وکړې. دغه ولسوالۍ د سيلانۍ ځانګړې سرچينې لري او تېر کال يې څه باندې دوه مليونه سيلانيان جلب کړي. لي جه يان د زراعتي توکو د پلورلو په وخت کې په ازمويښتي توګه د توليداتو د بسته بندۍ او د انلاين مغازې د اعلان له لارې د دې ولسوالۍ سيلانيزې سرچينې معرفي کړې تر څو لا زيات سيلانيان جلب کړي او د زراعتي توليداتو د پلورلو اندازه لا لوړه کړي. په يو کال کې د دې په کوښښونو سره د زراعتي توليداتو د خرڅلاو ارزښت له يو مليون يوانو څخه اوښتی و.

لي جه يان وويل، موږ پلان لرو چې د ولسوالۍ د سيلانۍ له ادارې سره همکاري وکړو چې يوه سيلانيزه ټولنه جوړه کړو او د کورنيو هوټلونو اوسنۍ سرچينې ښې ترتيب کړو. په دې توګه به د ځايي کورنيو هوټلونو سويه لوړه شي او د ځانګړو زراعتي توليداتو پلورنې اندازه به لا زياته شي. اوس ځايي حکومت له سيلانيزو چارو سره د ملاتړ ډېر تدبيرونه غوره کړي، نو موږ بايد پخپله کوښښونه هم ترسره کړو. هغې هيله وښودله چې په جه جيانګ ولايت کې د خپلې شوې پوهې له لارې د خپل ټاټوبي له خلکو سره لا زياتې مرستې وکړي او په عين وخت کې په پراخه توګه د شينجيانګ ښکليتوب معرفي او خپور کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای