CRI Online

د چين په کورنيو چارو کې ټولې لاسوهنې به ناکامې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 09:14:38
د چين په کورنيو چارو کې ټولې لاسوهنې به ناکامې شي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې د شينجيانګ په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د وينا په هکله وويل، د چين په کورنيو چارو کې ټولې لاسوهنې به حتماً ناکامېږي.

په دغه خبري ناسته کې خبريال له ښاغلي ګنګ شوانګ څخه پوښتنه وکړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د چين د شينجيانګ په اړه ځينې څرګندونې کړي، او ويلي يې دي چې د چين حکومت لږ تر لږه يو مليون مسلمانان د ښوونې او روزنې په کمپونو کې بنديان کړي، له اوږدې مودې راهيسې د ځايي مسلمانانو مذهبي ازادي ويجاړ کړې او د اويغوري قوم کلتور او اسلامي عقيدې د له منځه وړلو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. چين په دې اړه څه نظر لري؟

ښاغلي ګنګ شوانګ د خبريال دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په چين او امريکا کې يوه اصطلاح شته چې وايي، په خپلو سترګو کتل شوي مالومات رېښتني بللی شو. مالومه نه ده چې ايا ښاغلي پامپيو شينجيانګ ته سفر کړی دی که نه، خو د ده له ويناوو څخه ښکاري چې هغه د شينجيانګ په اړه بنسټيزه پېژندنه او مالومات نه لري.

ګنګ شوانګ وويل لومړی: په شينجيانګ کې د ښوونې کمپونه نه شته. شينجيانګ له قانون سره سم د مسلکي مهارت روزنيز مرکزونه جوړ کړي او موخه يې د ترهګرۍ او توندلارۍ نظر تر منفي اغېزې لاندې له نيول شويو کسانو سره مرسته کول دي چې د ژوند او کار عادي لارۍ ته بېرته ستانه او د مسلکي مهارت تر خپلولو وروسته بيا په ټولنه کې شامل شي. د يادو مرکزونو تر جوړېدو وروسته له درېيو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د زورزياتي پېښه نه ده رامنځته شوې او امنيتي وضعيت يې تر ډېرې اندازې پورې ښه شوی دی.

دوهم: دا يو واقعيت دی چې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي د مذهبي عقيدې ازادي لري. اوس په شينجيانګ کې ۲۴ زره ۴ سوه جوماتونه موجود دي او هر ۵۳۰ تنه مسلمانان يو جومات لري. ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، د يوې شمېرنې له مخې، د امريکا په ټول هېواد کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ يو پر لسمه برخه هم نه نيسي.

درېيم: د اويغوري قوم کلتور ښه ساتل شوی او خپرېږي. د شينجيانګ د اويغوري قوم خلک د خپلې قومي ژبې ليک د کارولو قانوني حق لري. په شينجيانګ کې خبري رسنۍ د هان او اويغوری ژبو په شمول په څو قومي ژبو غږيږي او چاپېدونکې خپرونې لري. د اويغوري قوم د مقام هنر د م م د يونيسکو سازمان لخوا د انسانانو د غيرمادي هنري ميراثونو د استازو په ليست کې شامل شوی دی.

ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، ما همدا اوس وويل چې ښاغلي پامپيو د شينجيانګ په اړه بنسټيز مالومات بيخي نه لري، او کليدي موضوع دا ده چې ايا هغه غواړي يو ريښتنی شينجيانګ وپېژني او که بل څه موخه لري؟ که امريکا له واقعيت او ريښتنوالي سره سره يوازې جعلې ويناوې کوي او غواړي د بشري حق او مذهبي چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، دا بيخي بله مانا لري.

ګنګ شوانګ پر دې ټينګار وکړ چې زه غواړم ښاغلي پامپيو ته خبرداری ورکړم چې دا د ده سياسي څرګندونه ده ، خو ريښتنې بڼه به يې هم ژر ښکاره شي. د چين په کورنيو چارو کې ټولې لاسوهنې به يې خمخا شړيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای