CRI Online

د بهرنيو هېوادونو ديپلوماتانو د پرمختګ او د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 14:20:32
د بهرنيو هېوادونو ديپلوماتانو د پرمختګ او د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، په ژنيو کې د چين دايمي ديپلوماتيک پلاوي د جولای په درېيمه نېټه د شينجيانګ د بشري حقونو چارو د پرمختيايي لاسته راوړنو په هکله يوه غونډه تر سره کړه. نو د چين د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې استازو او په ژنيو کې د اړوندو هېوادونو دايمي ديپلوماتانو او استازو چې په دې وروستيو ورځو کې يې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې، د دې سيمې د بشري حقونو په اړه معلومات وړاندې کړل. دوی د شينجيانګ د پرمختګ، د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې. په دغه غونډه کې په ژنيو کې د څه باندې شلو هېوادونو د دايمي استازو په شمول د ډېرو هېوادونو ديپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو، د خبري رسنيو او د غير حکومتي سازمانونو استازو په ګډون څه باندې ۱۶۰ تنو ګډون کړی و.

په ژنيو کې د چين دايمي استازي چن شو په دغه غونډه کې وويل، اوس شينجيانګ په تر ټولو ښه تاريخي پړاو کې دی چې د پرمختګ سرعت يې ډېر ګړندی او وضعيت يې ډېر ثابت دی. خونديتوب او ثبات د بشري حقونو د پرمختګ لپاره لازم شرايط دي. شينجيانګ تل د بېلا بېلو قومونو د بنسټيزو ګټو ضمانت ته لومړيتوب ورکړی او له قانون سره سم يې له زورزياتي ډکو جرمونو سره جدي مقابلې کړې. په عين وخت کې شينجيانګ د ترهګرۍ او توندلارۍ د رامنځته کېدو سرچينو د له منځه وړلو لپاره ډېر کوښښونه کړي، مثلا د مسلکي مهارت روزنيز مرکزونه يې جوړ کړي او څرګندې لاسته راوړې يې تر لاسه کړې دي. په تېرو وروستيو درېيو کلونو کې په شينجيانګ کې د زورزياتي هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې. د شينجيانګ سمسورتيا، ښکلا او بريالي پرمختګونه په پراخه توګه ستايل شوی.

د شينجيانګ د اقسو سيمې اداري مشر نياز اسيم او د ختن سيمې د قاراقاش ولسوال محمود عمرکان په دغه غونډه کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د ځايي حکومتونو د تګلارو او لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې شينجيانګ د خلکو د ګټو پر بنسټ ولاړو پرمختيايي افکارو ټينګار کړی، د چين د مرکزي حکومت او نورو ولايتونو او ښارونو تر ملاتړ او مرستو لاندې، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو په ګډو کوښښونو سره هغه حالت ليدل شوی چې د شينجيانګ ټولنه باثباته ده، اقتصادي پرمختګ يې ګړندی دی، چاپيريال يې ډېر ښه شوی دی. د مسلکي مهارت په روزنيزو مرکزونو کې زده کوونکي ګام په ګام د ترهګرۍ او توندلارۍ له منفي اغېزې څخه وتلي او ځينی مسلکي مهارتونه يې خپل کړي. اوس ډېر زده کوونکي ټولنې ته تر بېرته سنتېدو وروسته په مناسبو کارونو ګومارل شوي او په نيمکرغه توګه کار او ژوند کوي.

په ژنيو کې د الجزاير، لاوس او صربيا دايمي استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او له شينجيانګ څخه د ليدنې په باب يې معلومات وړاندې کړل. دوی وويل، د شينجيانګ سمسورتيا، پرمختګ، ثابت او امنيتي چاپيريال، ورخلاصون او هوساينې هغوی ته ژوره خاطره وربښلې ده. د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې د ستاينې وړ دي، د بېلا بېلو قومونو د مذهبي عقيدو ازادي او د خپلو قومي ژبو کلتور پوره ساتل شوی.

برسيره پر دې په ژنيو کې د روسيې، ناجيريا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت په شمول د څو هېوادونو دايمي استازو او لوړ پوړيو ديپلوماتانو هم په دغه غونډه کې په جلا جلا توګه د پرمختګ ، د ترهګرۍ او توندلارۍ پرضد د مبارزې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د شينجيانګ لاسته راوړنې وستايلې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای