CRI Online

شينجيانګ د هوساينۍ او ثبات په حال کې دی او د راتلونکي پرمختګ لپاره حياتي ځواک لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 10:17:13
شينجيانګ د هوساينۍ او ثبات په حال کې دی او د راتلونکي پرمختګ لپاره حياتي ځواک لري

له فرانسې، ايتاليا، پولنډ، نوي زيلاند، روسيې، پاکستان او ټايلند څخه راغلو کارپوهانو په دې وروستيو ورځو کې له شينجيانګ څخه ليدنې وکړې. دغو بهرنيو مېلمنو د ارومچي او تورفان په ښارونو کې له مشهورو منظره لرونکو سيمو څخه ليدنې کړې، له ځايي وګړيو سره يې خبرې اترې کړې، قومي ځانګړتياوې يې احساس کړې او له نږدې نه يې د مذهبي کارونو په هکله مالومات کتلي دي. دوی وويل، د دې سفر په ترڅ کې يې وليدل چې د شينجيانګ ټولنه له يووالي برخمنه او ارامه ده، اقتصاد يې د سمسورتيا او پرمختګ په حال کې دی.

د شينجيانګ له څو ځايونو څخه تر ليدنې وروسته د ايتاليا د نړيوال څېړنو مرکز څېړونکې فرنسيسکه مانينتي وويل، ما وليدل چې شينجيانګ ګړندی پرمختګ موندلی او ټولنه يې ټول شموله ده. مخکې په دې سيمه کې ترهګريز بريدونه رامنځته کېدل او څو کاله پخوا په اروپايي ټولنه کې ورته حالت هم رامنځته شوی دی. ترهګرۍ ګردې نړۍ ته ګواښونه رسوي، بېلا بېل هېوادونه بايد ورسره د مقابلې لپاره خپل يووالی وساتي او يوه امنيتي او ټول شموله ټولنه دې جوړه کړي.

د فرانسې د شيلير انسټېټيوټ څېړونکې روتي انبيدون په شينجيانګ کې د ترهګريزو بريدو د بېلګو د کتلو په وخت کې وويل، ترهګريز بريدونه د ګردې نړۍ او ټولو انسانانو لپاره ګواښ دی، بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په ګډه کوښښونه ترسره کړي. دا ښه خبر دی چې په تېرو درېيو کلونو کې شينجيانګ کې هېڅ ترهګريز بريد نه دی پېښ شوی. د مسلکي مهارتونو په روزنيزو مرکزونو کې مې وليدل چې زده کوونکی د مسلکي مهارت د روزنې تر څنګ د سندرو ويلو، نقاشۍ او خطاطۍ په شمول رنګارنګ هنري درسونو کې برخه لري، دا ډېره د خوشحالۍ وړ ده.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د ليرې ختيځ ادارې مرستيال مشر اندرې وستروسکي مخکې شينجيانګ ته څو ځلې نور سفرونه هم کړي و، هغه زموږ خبريال ته وويل، د چين حکومت په شينجيانګ کې له ځايي ځانګړتيا سره سم يو لړ امتيازي تګلارې ټاکلې او د خلکو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره يې ډېر اغېزمن تدبيرونه نيولي چې ځايي وګړيو ته يې رښتنې ګټې رسولې او له امله يې د شينجيانګ ټولنه له حياتي ځواک څخه ډکه ده. شينجيانګ د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د ځمکنۍ لارې په مهم ځای کې پروت دی او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين د تبادلې لپاره يوه مهمه لاره ده. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه د اړوندې ودې په پرمخبيولو سره به د شينجيانګ راتلونکی پرمختګ لا روښانه وي.

د پاکستان د دولتي ټلويزيون مبصر سلطان محمد خلي هم له شينجيانګ څخه څو ځلې ليدنې کړې. هغه وويل، شينجيانګ ته مې په هر ځل سفر کې بېل احساس درلودلی دی، دلته اقتصاد د سمسورتيا په حال کې دی، ښارونه مخ په ښکلا او ابادۍ دي او د ځايي وګړيو ژوند ډېر ښه شوی دی. هغه له هر ځای څخه د ليدنې په وخت کې به ډېر عکسونه اخيستل او هغه غواړي لا زياتو کسانو ته د شينجيانګ ريښتنې بڼه وښيي. هغه وويل، ما د شينجيانګ په جوماتونو کې وليدل چې ځايي مسلمانان په عادي توګه مذهبي فعاليتونه ترسره کوي. له درېيو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګريز بريد نه دی پېښ شوی، دا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د چين حکومت لخوا د غوره شويو اغېزمنو تدبيرونو نتيجه ده. فکر کوم چې د چين حکومت د ترهګريزو عملياتو سره د مقابلې په عين وخت کې هم دې ته ډېره پاملرنه کړې چې د اقتصادي پرمختګ په وسيله په اساسي توګه د توندلارۍ مسئله حل کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای