CRI Online

ایغوریان د امریکا د نیابتی جګړې نوي اوزار

cri     (GMT+08:00) 2019-12-20 17:18:18

ليکوال: د افغانستان د کابل نيوز ټلويزيون عمومي مدير غلام جيلاني ځواک

سره لدې چې د سولې په اړه د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې امریکا اوس هوډ لري له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي او بالاخره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي، خو که په وروستیو کې د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا د حکومت او رسنیو د تبلیغاتو بڼې ته په ځیر وکتل شي دا اندیښنه پیدا کوي چې امریکا له افغانستان څخه د وتو پرځای د یوې نوې جګړې د پیل په درشل کې ده.

غربي رسنۍ له یوې مودې راپدیخوا په متواتره توګه په چین کې د ایغوریانو د ناوړه وضعیت په اړه راپورونه خپروي، ورسره هم مهاله دافغانستان په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو، داعش او په تیره د ایغور جنګیالیو د شتون په اړهم راپورونه خپریږی ـ همدا اوس د کنړ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د داعش په لیکو کې بهرني جنګیالي لیدل شوي، د بي بي سي په يوه راپور کې د افغانستان په شمال، احتمالاً بدخشان کې چې چین سره په پوله پروت ولايت دی، د چین د ایغورو توندلارې اسلامی ډلې یا د اسلامي ترکستان ګوند چې القاعده سره هم اړیکې لری جنګیالی ښودل کیږي چې هلته پیاوړی نظامي مرکزونه لری او آن چې زغره وال موټرې چې د افغانستان له ملي پولیسو او ملي اردو څخه په جګړو کې نیول شوي هم ورسره دي، د بي بي سي د راپور په اساس دوی غواړي د ختیځ ترکستان په نوم نوی خپلواک دولت جوړ کړي.

د امریکا حکومت یواځې په رسنیږ او تبلیغاتی ډګر کې نه بلکې په دیپلوماتیک ډګر کې هم د ایغور مسئله توده ساتلی، د وروستی ګام په توګه یې امریکا ته د سنکیانګ ایالت د چارواکو په سفر بندیزونه لګولی، ښايي دا رنګ اقدامات وروسته نور هم شدت پیدا کړي.

د امریکا لخوا د ایغور په مسلمانانو اوښکې تویول او د چین په وړاندې دیپلوماتیکه جګړه پیلول حیرانوونکې ده، د ۲۰۰۱ نه راپدیخوا امریکا اسلامی تمدن خپل ترټولوستر سیال بلکې په حقیقت کې خپل تر ټولو ستردښمن ګڼي، له ۲۰۰۱ نه راپدیخوا د امریکا د استعماری او یرغلیز سیاستونو د ټول ګواښ مخه اسلامی هیوادونه دي. پر افغانستان، عراق او سوریې د امریکا یرغل د همدې سیاستونو پایله ده. امریکا د هغه ائتلاف تر شا ولاړه ده چې د جګړه ایزو سیاستونو له امله یې یمن کې په سل هاو زره ماشومان یواځې د ولږې او د صحی خدماتو د نه شتون له امله د مرګ سره مخ دی، خو همدا امریکا بیا د ایغور مسلمانانو په حالت اوښکې تویوي او په اصطلاح د ژغورلو هڅه یې کوي.

د روان کال د دسمبر په نهمه نيټه د امريکا د دفاع وزيرمارک ایسپر وويل، چې له افغان طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې توافقنامه چې دی ورته خوشبین دی، واشنګټن ته دا فُرصت ور کوي، چې له افغانستان نه ایستل کیدونکي امریکايي پوځیان د هغو هېوادونو پر وړاندې ځای پرځای کړي، چې واشنګټن ترې په اوږده مهال کې اندېښمن دی. د امریکا لپاره د ډونلډ ټرمپ د امنیتی ستراتیژۍ له مخې روسیه، چین او ایران د امریکا دښمن هیوادونه بلل شوي دي.

یانې هغه هیوادونه چې امریکا ورځنې اوږدمهاله اندیښنه لری روسیه، چین او ايران دي، او دوې ته نژدې سیمه خو افغانستان دی، نو آیا د امریکا د د فاع وزیر په حقیقت کې وایی چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ویستل نه غواړی او که د کوم بل احتمال خبرې کوي، بل کوم احتمال چې ذهن ته راتلای شي هغه افغانستان نه د سرتیرو د نه وتلو څخه ډیر د اندیښنې وړدی، آیا امریکا د افغانستان په تجزیې فکر کوی؟

امریکا لکه څرنګه چې د واشنګټن پوست وروستی راپور وايي چې په تیرو ۱۹ کلونو کې یې په افغانستان کې د جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي دي، اوس د سولې په اړه هم ښکاري چې دروغ وایي. سپینه ماڼۍ د خپلو سرتیرو د ویستو خبره کوی خو پنټاګون بیا افغانستان کې د پاتې کیدو خبره کوي.

د ایغوریانو په اړه د امریکا او غربي رسنیو هدف که د یوې خوا پخپله چین دی او په دې توګه د ایغوریانو هڅول او هغوی ته ډاډ ورکول غواړی چې که د چین په وړاندې پاڅیږی نو امریکا او نړۍ به یې ملاتړ وکړی خو د هغې په خوا کي غواړي چې د ایغوریانو په مظلوم ښودلو د افغانستان په خلکو کې ایغوریانو ته همدردی اوملاتړ را پیدا کړي، ترڅو دلته د ایغور جنګیالیو لپاره د فعالیت زمینه برابره شي.

په ٢٠١٨ کې کله چې په جوزجان کې طالبانو داعشیان محاصره کړل او هلته داعش د محوه کیدو ګواښ سره مخ شو، داعشیان د افغانستان د ملی امنیت د هیلیکوپترو په مرسته له هغه ځایه تخلیه شول، ویل کیږی په هماغه وخت کې یو شمیر داعشیان بدخشان ولایت ته واستول شول. اوس د بي بي سي راپور هم په بدخشان کې د ایغور جنګیالیو دشتون خبره کوي، په همدې وخت کې د لومړی پړاو په توګه د افغانستان په بدخشان کې د بربدخشان یا پامیر په نوم د نوی ولایت او په دویم پړاو کې د پامیر په نوم د یو اسماعیل خانی دولت جوړیدو ګونګوسې هم اوریدل کیږي.

داسې ښکاري چې امریکا د نړۍ د بام (پامیر) په سر یوه نوې لوبه او یوه نوې جګړه پیلول غواړی، د دې جګړې مهم اوزار به ایغوریان وي او هدف چین او روسیه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای