CRI Online

د يوان چن يه له خوا ويل شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:31

ګرانو اورېدونکو ، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی يوان چن يه له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو . لومړۍ به موږ په ګډه د المان سندرې جوړونکی ريچارد ستراوس له خوا يوه جوړ شوی سندره واورو .

( سندره ١ )

يوان چن يه د چين د موسيقۍ له مرکزي پوهنځی څخه تر فارغت وروسته د اوپيرا په مرکزی ماڼۍ کې د يو ځانګړی سندرغاړی په توګه را څرګند شو . هغه په ١٩٩٤ کال کې د فنلند د ميريام هېلين په نامه د سندرو ويلو په درېيمه دوره نړيواله سيالۍ کې د نارينه ډلې لومړۍ مقام وګاټه . په همدی کال کې يې د مسکو د چايکوفسکی په نامه د سندرو ويلو په لسمه دوره نيړواله سيالۍ کې طلايي جايزه تر لاسه کړه او تر اوسه يوازنی چيني سندرغاړی دی چې په دغه سيالۍ کې يې لومړۍ مقام نيولی دی .

يوان چن يه په ١٩٩٦ کال کې په امريکا کې د موسيقۍ زده کړه وکړه چې په وار سره د امريکا د پيبودی موسيقی ښوونځی او د هوستن ګراند اوپيرا په سټوديو کې له

زده کړې څخه فارغ شو .

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د يوان چن يه له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی په بی ږغه شپه کې .

( سندره ٢ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای