CRI Online

د مور او ماشوم په نامه د زلزلې زيان د پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په اړه ماښامي غونډه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، چينايان د می په ١٢ نېټه د ون چوان ولسوالۍ زلزلې ته پاملرنه کوي. له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستو لپاره په تېره بيا په مصيبت ځپلو سيمو کې له ميندو او ماشومانو سره د مرستو لپاره د زلزلې زيان د پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په اړه د می په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې يوه ماښامي غونډه تر سره شوه. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې ماښامي غونډې ځلاندې برخې وړاندی کړو.

( سندره )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس يوه سندره واورېده چې نوم يې و نړۍ له مينې سره پوره کېږي. ځينو تصديو او شخصيتونو د دغې ماښامي غونډې په ترڅ کې په فعاله توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنه ورکړه چې د څه د پاسه ٤٠ مليونه يوانو په ارزښت بسپنه او مالونه پکې راغونډی شول.د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيالی او د هېواد د ښځو ټولنې مشری ګو شيو ليان په دغه ماښامي غونډه کې له ټولو چيني ميندو څخه غوښتنه وکړه چې د زلزلې زيان د پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې او له زلزلې وروسته د رغولو په کارونو کې خپل خدمتونه وکړي .

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای