ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوانې مغولی قوم سندرغاړې موريغن له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو.
(سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د مغولی قوم سندرغاړې موريغن له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و د مغولی قوم للو . د چين په شمال مغولی خپلواکی اداری سيمه کې وګړي له دغې سندرې سره ډېره مينه لري .
موريغن د کورنۍ مغولستان په شمال لويديځ په الاسن کرنيزه سيمه کې زېږېدلی ده، هغی د ماشومتوب په موده کې د سندرو له ويلو سره مينه درلوده او د مغولی قوم د ولسی سندرو په ويلو کې ډېره تکړه ده. موريغن په ٢٠٠١ کال کې د چين د مرکزي ملی پوهنتون د موسيقی په پوهنځی کې د مغولی قوم د مشهورې سندرغاړې او د موسيقی له پوه اوژنا څخه د ولسی سندرو د ويلو هنر زده کړه وکړه. د موريغن د أواز څپه ډېره لوړه ده او د سندرو ويلو په وخت کې د خپل ځانګړی سبک له لاری اورېدونکي ورجلبوي.
موريغن د موسيقی د زده کړې په برخه کې له سختې روزنې وروسته د سندرو ويلو لوړې سويې ته رسېدلی او ډول ډول سندری يې ويلی دی. موريغن د سندرو ويلو او د نڅا کولو پرته د مغولی او هان قومونو ژبی هم ويلای شی. د خپل ځانګړی سبک له لاری يې زيات شمېر اورېدونکي راجلب کړی دي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د موريغن له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې
نوم يی دی د پلار دښته او د مور سيند. دغه سندره د چين د تايوان د مشهوری
شاعری شيمو ژونګ او د مغولی قوم نغمه جوړونکی اولان توګا له خوا جوړه شوې ده .
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |