CRI Online

د اسيا د ١٠ دوری هنري فيستيوال پرانيستونکی مراسم

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو،  په وروستيو ورځو کې د اسيا د ١٠ دوری هنري فيستيوال د چين په منځنی جنګ جو ښار کې پرانيستل شو. په نننې پروګرام کې به تاسو ته د دغې هنري فيستيوال د پرانيستونکو مراسمو ماښامي غونډې ځينی ځلاندی برخې وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهور سندره جوړونکو چن شياو ګوانګ او جيانګ چون يانګ له خوا د اسيا د هنري فيستيوال اصلی سندره واورېده . دغه سندره د پرانيستونکو مراسمو په ماښامي غونډه کې د سندرغاړيو چين يونګ او جين می ار له خوا ويل شوی چې په کې د بېلا بېلو اسيايی هېوادونو ترمنځ لرغونی تاريخ او دوستی څرګندېږي.

د اسيا هنري فيستيوال د چين د کلتوري چارو د وزارت له خوا د هېواد په کچه يو سيمه ايز نړيوال هنري فيستيوال دی چې له ١٩٩٨ کال څخه تر اوسه پوری په وار سره ٩ دوری تر سره شوی دي. د دغه هنري فيستيوال له لاری په هر اړخيزه توګه نړۍ ته د أسيا نوی کلتور وړاندی کېږي. نن ورځ دغه فيستيوال په أسيا کې ډېر مشهور دی چې د بېلا بېلو اسيايی هېوادونو هنرمندانو ته د ننداری لپاره يو لوی ډګر برابر کړی .

اوس به موږ په ګډه د لی هوی جن او تانګ ځه له خوا يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يې دی هيله ده چې دوستی اوږده شي.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای