CRI Online

د سندره جوړونکی مو جيون شنګ له خوا جوړ شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د مشهور ځوان سندر جوړونکی مو جيون شنګ له خوا جوړی شوی سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه دده له خوا يوه سندره واورو چې نوم يې دی د لونګ ګل په شان نجلۍ .

( سندره ١ )

مو جيون شنګ په ١٩٩٠ کال کې د ګوانګ شي د هنري پوهنځی د موسيقی له څانګې څخه فارغ شو او په ٢٠٠٠ کال کې يې د چين د موسيقی د مرکزي پوهنځی د کمپيوټر د موسيقی پوهانو د لوړ کچې له ټولګی څخه فارغ شو. نن ورځ هغه د سندرو د جوړولو له کارونو څخه پرته ، د کمپيوټر له لاری د سندرو د جوړولو په ښوونيزو چارو کې د څېړنې کارونه هم تر سره کوي.

ښاغلي مو جيون شنګ په وروستيو کلونو کې يو شمېر سندری جوړ کړي او د موسيقی په څو سياليو کې يې جايزی تر لاسه کړي دي. دده له خوا جوړې شوې سندری له ولسي ځانګړتيا او عصری سبکونو سره يو ځای شوی چې زيات شمېر اورېدونکي يې راجلب کړی دي.

مو جيون شنګ تل د چين د ولسی موسيقی د ساتنې کارونو ته پاملرنه کوي . هغه په وروستيو کلونو کې د چين د ملی لږکيو د موسيقی په اړه څو البومونه جوړ کړي چې د چين د لويديځو سيمو د ولسی سندرو د ساتنې لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د مو جيون شنګ له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يې دی نېکمرغه.

ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای