CRI Online

د ويتنام د سندرو او نڅاوو د مرکزي هنري ډلې له خوا ځانګړی کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، د اکتوبر مياشتې په لومړۍ لسيزی کې په بېجينګ کې د چين په ملی نندارځی کې د ٢٠٠٨ کال د نړيوالو ولسی سندرو د کنسرټونو اوونۍ پرانيستل شوی چې د نړۍ ٢٤ هېوادونو او سيمو د ٣٨ اړوندو ډلو زرګونو هنرمندانو په کې ننداری وړاندی کړی دی. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د ويتنام د سندرو او نڅاوو د مرکزي هنري ډلې له خوا د ځانګړی کنسرټ ځينی ځلاندی برخی وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ويتنام يو لړ ولسی سندری واورېدې چې د دغه هېواد په شمالی، منځنۍ او جنوبی سيمو کې ډېرې مشهوری دي.

د ويتنام د سندرو او نڅاوو مرکزي هنري ډلې له خوا ننداری د دغه هېواد د لوړپوړی هنري سويی استازی دی. په دغه ډله کې څه د پاسه سل تنه کارکوونکي شته چې زياته برخه يی د ويتنام د هانوی له هنري پوهنځی څخه فارغ شول او ځينو يې په فرانسی او روسيې کې زده کړې وکړې.

د نړيوالو ولسی سندرو د کنسرټونو اوونۍ د چين د ملی نندارځی يو عمده کلتوري فعاليت دی چې په کې د نړۍ د بېلا بېلو قومونو ولسی سندری راغونډی شوی دی. د چين ملی نندارځی به په راتلونکې کې په هرو دوو کلونو کې يو ځل دغه فعاليت جوړ کړي .

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ويتنام د سندرو او نڅاوو د مرکزي هنري ډلې له

خوا د ای دي قوم يوه ولسی سندره واورو.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای