CRI Online

د چين د ځوانې سندرغاړې جو فانګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مغولی قوم د ځوانې سندرغاړې جو فانګ له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو. لومړی به موږ په ګډه د هغی له خوا د هه بی ولايت يوه ولسی سندره واورو چې نوم يې دی پنبه ټولول.

( سندره ١ )

جو فانګ د چين په شمال ختيځ ها ار بين ښار کې زېږېدلی ده. هغې په لومړنۍ او منځني ښوونځي کې په بېلا بېلو نندارو کې ګډون درلود او ستاينه يی تر لاسه کړی وې. جو فانګ په ١٩٨٩ کال کې د شن يانګ ښار د پوځي سيمې د سندرو او نڅاوو په هنري ډلې کې د يوې هنري سرتېرې په توګه شامله شوه. له دوو کلونو وروسته جو فانګ د سندرو او نڅاوو د عمومی سياسي ډلې په يو اوپيرا کې د مشرې سندرغاړې دنده تر سره کړه او په ١٩٩٤ کال کې د دغې ډلې يوه رسمي سندرغاړې وګرځېده. ورپسی يی د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ په هنري پوهنځی کې زده کړو ته دوام ورکړ او له مشهور سندرغاړی لی شوانګ جيانګ څخه يې زده کړې وکړې.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جو فانګ له خوا د شان شي ولايت يوه ولسی سندره واورو چې نوم يې دی د ولی ونه.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د ځوانې سندرغاړې جو فانګ له خوا يوه ولسی سندره واورېده چې په کې د چين د شمال شان شي ولايت په کليوالو سيمو کې

ښکلی طبيعی منظری او له خپل وطن سره د وګړيو ستاينه څرګندېږي. د جو فانګ له خوا د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای