CRI Online

د چين د راډيويی هنري ډلې له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم!د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د راډيويی هنري ډلې له خوا ويل شوی يو لړ بهرنۍ سندری وړاندی کړو.

لومړۍ به موږ په ګډه د دغې هنري ډلې له خوا يوه مشهوره روسيي سندره واورو چې نوم يې دی د بوټی ګل. دغه سندره د روسيې له ملی سبک څخه ډکه او په کې له نجلی سره د هلک مينه څرګندېږي.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د راډيويی هنري ډلې له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و د بوټی ګل. دغه هنري ډله په چين کې يوه مشهوره ځانګړی هنري ډله ده چې له پنځو کلونو راهيسی يې څو ځانګړی کنسرټونه جوړ کړي او زيات شمېر اورېدونکې يې ورجلب کړي دي. دغې هنري ډلې د موسيقی ألاتو له ملګرتيا پرته يو البوم هم خپور کړی چې په کې ١٧ چيني او بهرنۍ سندری شته.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډ د امريکا د نغمه جوړونکی ستيفن فوستر له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يی دی وطنوال. دغه سندره د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ډېره مشهوره ده.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د راډيويی هنري ډلې له خوا ويل يوه شوی سندره واورېده چې نوم يې و وطنوال . په دغه سندره کې له خپل وطن سره د وګړيو مينه څرګندېږي.

د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای